په روژه کي دپيچکاری لګولو حکم :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55959
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-07-12

په روژه کي دپيچکاری لګولو حکم : فتوی نمبر (۷۴۳). مفتي : سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته. مستفتي : جلال الدين سعودي عربستان.محمدنجیب لندن . السلام عليکم محترم مفتي صاحب زماپوښتنه داده چي په پيچکارئ لګولو سره روژه ماتيږي اوکه نه ؟ ستاسي دجواب په انتظار. الجواب ومنه الصواب: پچکارئ که په غوښه کي وي اوکه په رګ کي دروژې دپاره نقصاني نه ده. داځکه چي په دې طريقه سره دوا وباطن ته دمساماتو په ذريعه رسيږي ، اودمنافذو په ذريعه نه رسيږي. ځکه چي دلاسو،پښو اودنس په منځ کي هيڅ لاره نشته . في الفتاوي الهندية : ومايدخل من مسام البدن من الدهن لايفطر ، هکذافي شرح المجتمع. الفتاوي العالمګيريه/ج۱،ص۲۰۳/باب مايفسد ومالايفسد. اوکه په غوږ کي پيچکارئ ولګولي سي اودماغ ته دواورسيږي نو روژه ماته ده : قال الحصکفي: اواحتقن اواواستعط في انفه شيئا اواقطرفي اذنه دهنااوداوی جائفة اوآمة فوصل الدواءحقيقة الي جوفه ودماغه ، قال ابن عابدين : قوله:(الي جوفه ودماغه) قال في البحر والتحقيق ان بین جوف الرأس وجوف المعدة منفذ فمایصل الی جوف الرأس وصل الی جوف البطن. ردالمحتارعلی هامش درالمختار/۲/۱۱۱.