په دې ګمان چي سهار نه دئ داخل سوئ:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55961
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-07-12

په دې ګمان چي سهار نه دئ داخل سوئ: فتوی نمبر (۷۴۵). مفتي : سترعلمي اوروحاني شخصي علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته. مستفتي :اکرم .جلال اباد. دژمي موسم دئ يو سړي په دې ګمان چي سهارنه دئ داخل سوئ له خپلي ښځي سره نزدېکت وکړ ، وروسته چي ده وکتل سهار داخل سوئ وو . نواوس سوال دادئ چي پردې سړي روژه ماته سوه اوکه يا؟ کچيري روژه ماته وي ، نوايا قضاءاوکفاره به دواړه اداکوي اوکه يواځي قضاء به راوړي؟؟؟ ستاسي دجواب په انتظار. الــــــــــــجواب ومنه الصواب: په داسي صورت کښي دده روژه صحيح نه ده ،اوکفاره هم نسته باندي صرف قضاء بې راګرځوي ، خوترماښامه به خوراک اوچشاک هم نه کوي. . دامسئله دفقهي کتابونه په لاندي ډول تشريح کوي: واذاتسحر وهوبظن ان الفجرلم يطلع فاذا هوقدطلع ، امسک بقية يومه وولاکفارة عليه ، کذافي الهداية . وفي الدرالمختار /موجبات القضاء:«اوجامع علی ظن عدم الفجر.