که څوک دروژې نيت ونکړي:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55965
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-07-12

که څوک دروژې نيت نه وکړي: فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۴۹). مفتي : سترعلمي اوروحاني شخصي علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته. مـــــــــــــــــــــــستفتي :عبدالستار/هلمند. محترم مولوي صاحب : يوسړي درمضان په مقدسه مياست کي دشپې څخه نه روژې دنه نيولو نيت وکړي اونه دنيولو، نو هغه ته څه پکار دي ، خوراک اوچشاک څنګه دي ورته صحيح دي اوکه يا.؟ اوکه هيڅ څه ونه خوري نوروژه يې صحيح ده ؟اوکه يې ماته نو پرده باندي قضاده که اوکه کفاره يادواړه؟ الـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــجواب ومنه الصواب : کچيري روژه دار دزوال نه مخکي نيت نه وکړ ، نودهغه روژه صحيح نه ده ، که څه هم دورځي تږي اوږي وي ، خو خوراک ،چشاک له وجي دحراموالي دوخت نه دي ورته روا. والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم واکبرواعظم . [امداد / ج۱/ص۱۸۲].