په نایجیریا کې یوې فوټبال لوبډلې 79 ګوله ووهل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55987
افغان سکور
دخبریدو نیټه : 2013-07-13

 

که څه هم باید پدې سترې تاریخي بریا سره باید دغه لوبډله ښه وړاندې تللې او نازول شوې واې خو دغه لوبډله اوسمهال له 3 نورو لوبډلو سره یوځای له سیالیو وویستل شوه.
رسنۍ خبر ورکوي چې د نایجیریا هیواد په کوربتوب د فوټبال په ټاکنیزو لوبو کې د پلیټو یونایټیډ او پولیس مشین لوبډلو خپلو سیالانو ته حیرانوونکې ماتې ورکړې.
د نایجیریا دفوټبال فدراسیون ددې سیالیو په لیدو هک پک شول او دواړه ګټوونکي او بایلونکي لوبډلې یی دنامعلومه وخت لپاره له فوټبال سیالو وویستلې.
ویل کیږي چې دنایجیریا سترو کورنیو لیګ سیالیو لپاره په ټاکنیزو لوبو کې د پلیټو یونایټیډ او پولیس مشین لوبډلو ترمینځ سخته سیالي روانه وه چې ګټوونکي لوبډلې یی د نایجیریا کورنیو سترو سیالیو ته لاره پیدا کوله خو په دواړو لوبډلو دخپلو سیالانو لخوا ښه رحم وشو.
داکربا لوبډلې خپله لوبډله 79 د 0 په وړاندې د پلیټو یونایټیډ لوبډلې خلاف او ورپسې بیا دببایارو لوبډلې پولیس مشین لوبډلې ته 67 د 0 په وړاندې ماتې ومنله.
پلیټو په سترې 79 د 0 په وړاندې بریا سره له پولیس مشین لوبډلې څخه وړاندې شوه خو دغه خوشحالي یی له سیالیو څخه په ویستلو بدله شوه.
د نایجیریا فوټبال چارواکي وایی په ترسره شویو سیالیو کې لویه درغلي شویده او دوې اوسمهال دیوې کمیټې په مټ ددواړو لوبو څیړنه کوي او عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.
په دواړو سیالیو کې ترټولو جالبه داوه چې پلیټو یونایټیډ دلومړۍ نیمایی وروسته 72 او پولیس مشین بیا ددمې وروسته 61 ګولونه ووهل