د ميوند اتلان د روزني دپاره ايران ته خي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56017
لودين
دخبریدو نیټه : 2013-07-14

 

د کندهار د اولمپيک امريت چارواکي وايي، چې د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سياليو لپاره د خپلې لوبډلې د تمريناتو د ترسره کولو لپاره د ميوند اتلان ايران ته لېږي.

د ميوند اتلان لوبډله به د سرطان د مياشتې په ٢٧ د لسو ورځو لپاره په ايران کې پاته شي او د ايران د فوټبال د ملي لوبډلې تر چتر لاندې په روزنه ترلاسه کړي.

دغه لوبډله ، چې د سويلي حوزې د ولايتونو څخه جوړه شوې پکې ٣٠ لوبغاړي شامل دي، چې د کوچني اختر په لسمه ورځ به په پلازمينې کابل کې د زونونو ترمنځ په سياليو کې ولوبېږي.
...
د کندهار د سپورټ او بدني روزنې مرستيال مدير اغا وايي، چې د لوبډلې ټول لګښت د ولايت مقام او په دغه ولايت کې د ايران د مېشتې قونسلګرۍ له لوري ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د ميوند اتلانو عمومي روزنکي او ټرنير يې بيا د عربي متحده اماراتو ته لېږلى، ترڅو په خپله برخه کې ښه زده کړه ترلاسه کړي.

تېر کال د ميوند اتلانو لوبډلې د ډېرو په زړه پورې لوبو په ترسره کولو سره د افغانستان د غوره ليګ سياليو دريم مقام ترلاسه کړي، خو داځل ډېره هيله شته، چې د پياوړ لوبغاړو په شتون او ښې روزنې او تمريناتو سره به يو بل ښه مقام خپل کړي