د پاچاخان څيړنيز او علمي مرکز په يوه سمينار کې د ۴۰ کلنو بدلونونه څيړي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56081

دخبریدو نیټه : 2013-07-18


د پاچاخان څيړنيز او علمي مرکز په يوه سمينار کې د ۴۰ کلنو بدلونونه څيړي .

په کندهار کې د دې ولايت د پوهنتون اړوند  د پاچاخان علمي او څيړنيز مرکز په هيواد کې د تيرو څلويښتو کلنو د تيرو سويو چارو په اړه يو علمي سيمنار جوړوي .
د دې مرکز مشر انجينر شيرشا رشاد وايې چې له دې سمينار څخه يې موخه د تيرو ناخوالو څخه زده کړه کول دي .
ټاکل سوې ده چې دا سمينار ډېر ژر د ټولو هيواد په سطحه په کندهار کې جوړ سي ، په سمينار کې د ۱۳۵۲ څخه بيا د ۱۳۹۲ پوري د تير تاريخ پر کړنو او بدلونونو باندي رڼا اچول کيږي  .
د کندهار پوهنتون د پاچاخان د علمي او څيړنيز مرکر مشر انجينر شيرشا رشاد وايې چې د سمينار په ترڅ کې د يادو کلنو پر مهال سياسي تحاولات ، اقتصادي حالات ، علمي برخه ، فوځي چاري او ورته نور موضوعات په علمي ډول څيړل کيږي .
د ښاغلي رشاد په وينا چې په سمينار کې د افغانستان دپاره کورنی او بهرنی سياست هم څيړل کيږي .
انجينر شيرشا رشاد وايې چې له  دې سمينار څخه يې موخه له تاريخه زده کړه کول دي .
په تيرو څلويښتو کلنو کې تيري سوي ناخوالي تر  ډيره د جګړي او سياسي بدلونونو حالت دي چې له امله يې  د هيواد هره برخه زيانمنه سوې ده .
په سيمنار کې د هيواد په کچه لوی پوهان ، څيړونکي ، شنونکي او علمي شخصيتونه ګډون کوي .