د اتصالات لخوا د قرآن عظیم الشان شپږمه کلنۍ سیالي په بریالۍ توګه پای ته ورسیده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56170
ظفرزوی
دخبریدو نیټه : 2013-07-22

 

 د افغانستان اتصالات د شمشاد ټلویزیون سره په ګډه همکاري د قران پاک د حسن تلاوت ۶مه کلنۍ سیالي په کابل کې په لاره واچوله.   پدې تړاو په  کابل کې یوه غونډه جوړه شوه، چې پکې د دولت لوړ پوړو چارواکو، د اتصالات او شمشاد تلویزیون اداري چارواکو او د رسنیو ګڼو استازو ګډون درلود.
د غونډې پرمهال د اتصالات د سوداګریزو چارو مسوول یاسرابوالعمام وویل، مونږ د قرآن پاک  د حسن تلاوت د ۶مې کلنۍ سیالي په بریالۍ توګه د بشپړیدو شاهدان یو. مونږ دلته د قرآن پاک د ځوانو قاریانو شاهدان یو، چې پدې سیالي کې یې ګډون درلود، د ځوانانو پدې ډول ګډون مونږ هڅوي چې دې ته ورته نور ښوونیز، اسلامي او فرهنګي پروګرامونه د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوو. مونږ ولیدل چې ځوانانو پدې پروګرام کې په ډیره لیوالیتا ګډون وکړ، مونږ ژمن یو، چې دوی به افغانستان د یو روښانه راتلونکي او د سالمې ټولني لپاره مټې رانغاړي.

نوموړي زیاته کړه، زه همدارنګه د  ۵ غوره ګټونکو کورنۍ او ملګرو ته مبارکي وایم او  په ژوند کې د دوی د لابریا به هیله یم.
۵ غوره ګټونکو ته  د اتصالات لخوا تصدیق پاڼې او نغدې جایزې ورکړل شوې، له لغمان څخه ۲۳ کلن احسان لومړي لومړي مقام ګټونکی وو او ۱۵۰۰۰ افغانیو نغده جایزه یې ترلاسه کړه، زبیح الله د دوهم مقام په ګټلو سره ۱۲۵۰۰۰ افغانیو ګټونکی شو، جوهرالله د دریم مقام په ګټلو سره ۱۰۰۰۰ افغانیو، محمدابراهیم د څلورم مقام په ګټلو سره ۷۵،۰۰۰ افغانیو او  زالاالله د پنځم مقام په ګټلو سره د ۵۰۰۰۰ افغانیو ګټونکی شو.
شمشاد تلویزیون ددې غونډې تنظیموونکی وو، چې دا پروګرام به یې د روژې په میاشت کې د روژه ماتي څخه وړاندې هیوادوالو ته وړاندې کوو.

په همدې حال کې د دولت یو تن کارکوونکي چې ددې سیالیو د پرانستې په غونډه کې یې ګډون  درلود وویل، اسلامي فرهنګ ته وده روکول، لکه د قران پاک حسن تلاوت زمونږ د ټولنې یوه له اساسي اړتیاوو څخه دي.
هغه زیاته کړه، دا پروګرام د اسلامي فرهنګ او سنت د ودې او پرمختګ باعث ګرځي او د ځوانانو لپاره اسلامي ارزښتونو او موضوعاتو ته د پام اړولو لامل کیږي.  اتصالات د یو اسلامي کمپنۍ په توګه تل په هڅه کې ده، چې د افغانانو لپاره دخدمت کولو مصدر وګرځي. مونږ د اتصالات له دې ټولو همکاریو او مرستو څخه ډیر منندوی یو او د دوی د لابریا په هیله یو.
د قرآن سیالي یو اسلامي پروګرم دی، چې هر کال د اتصالات لخوا په لاره اچول کیږي. په لومړي ځل دا سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې په لاره واچول شوې، چې ډیر ژر د افغانانو په مینځ کې په یوه وتلي پروګرام بدل شو. هر کال د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونه قاریان  پدې ځانګړي او مهم پروګرام کې ګډون کوي، ددې سیالي د رول له مخې، د داورانو داوري، د حفظ، تجوید، د دوی د وړتیاوواو د قرآن د حس تلاوت له مخې ترسره کیږي.