د زر او يوې شپې پنځه ټوکونه چاپ سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56428
روهیال
دخبریدو نیټه : 2013-08-04

 

 د زر او يوې شپې پنځه واړه ټوکونه په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويي ټولني له خوا په کندهار کي چاپ او خپاره سول. د دې لړۍ لومړۍ، دوهم او دريم ټوکونه د استاد محمدانور نوميالي له خوا ښه ډېر کلونه مخکي ترجمه سوي ول، چي لومړى او دوهم ټوکونه ئې په لومړي وار له مسکوه خپاره سول. د اوسنۍ بڼې لومړى ټوک ٤٤٨ مخه، دوهم هغه ئې ٤٤٠ او دريم ټوک ئې ٤٢٨ مخونه لري.
 د دې سلسلې شپږم او اووم ټوکونه استاد محمدمعصوم هوتک ترجمه کړي دي. شپږم ټوک په ٤٤٠ مخونو او اووم ټوک په ٣٨٤ مخونو کي ترتيب سوي دي. ياد کتابونه هر يو د زرو ټوکو په تېراژ پر نخودي رنګه اخباري کاغذ او ښکلي صحافت چاپ سوي دي.
 ستاسي دي په ياد وي چي د دې سلسلې څلرم او پنځم ټوکونه چي استاد محمدمعصوم هوتک ترجمه کړل ول څه موده مخکي چاپ او خپاره سول. اميد دئ د عربي د دغه شهکار اثر بشپړه پښتو ترجمه په لسو ټوکونو کي مکمله سي، چي د دې سلسلې وروستي درې ټوکونه به هم که خداى کول په نژدې راتلونکي کي چاپ او خپاره سي.
د دغو کتابونو په چاپېدو سره قدرمن علاقه مندان کولاى سي اوس د زر او يوې شپې اووه واړه ټوکونه د کندهار، کابل او جلال اباد په لويو کتاب فروشانو کي تر لاسه کړي او يا هم د لاندي ايميل ادرس په ذريعه معلومات حاصل کي:
mrohyal@yahoo.com