په بلجیم کې دمېوند شهیدانو روح ته ختم او دعا وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56455
جاوېد احمدزی
دخبریدو نیټه : 2013-08-06

 


تیره شنبه د اګست د مېاشتې درېمه چې د روژې مبارکې د پنځه ویشتمې سره برابره وه، په انتورپن ښارد افغانانو جامع جومات کې د افغان کلتوري ټولنې د رضــــاکارانو ځوانانو لخوا د مېوند او هېواد ټولو شهیدانو د روح لپاره د قران عظیم الرشان ختم تر سره شوو.
 
دغه مراسم چې د ماذیګر د پنځه بجو څخه پېل او د ماښام ترنهه بجو او دېریشو دقیقو پورې یې دوام درلود، د قران پاک د ختم وروسته د افغانانو جامع جومات مـــــــلا امام قاري حسین احمد د ټولو ګډونوالو سره دهېواد شهیدانو او په ګران وطن افغانستان کې د سولې، امن او ورورولۍ لپاره دعاګانې وکړې ورپسې ډګروال نورالحق نور د مېوند د شهیدانو په تاریخ رڼا واچوله او په پخپلو خبرو کې د میوند د ګډون والو د میړانې ستاینه وکړه.
 
د مراسمو څخه وروسته ټولو راغلو ګډونوالو په هغه ماښامني او روژه ماتې کې ګډون وکړ چې د ځوانو راضاکارانو لخوا برابر شوي وو، د یادونې وړ ده چې ددغې مراسمو ټول مالې لګښت او د برابرښت چارې د نوموړو ځوانانو لخوا ترسره شوو چې افغان کلتوري ټولنه له ټولو ځوانانو څخه مننه کوي .
 افغان کلتورې ټولنه، انتورپن، بلجیم