سيدكرم مهالنۍ خپرونه څلورمه ګڼه له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56679
نوربادشاه درويش
دخبریدو نیټه : 2013-08-25

سيدكرم مهالنۍ خپرونه څلورمه ګڼه له چاپه راووته
سيدكرم مهالنۍ خپرونې څلورمه ګڼه په ۵۵ مخونو كې د رنګه پوښتۍ په درلودلو چې دسيدكرم ولسوالي د سيدكرم ادبي او كلتوري ټولنه يي د امتيازڅښتنه ده د ګودر خپروندويه ټولنې له خوا يي د چاپ چارې بشپړي شوې.په دغه مهالنۍ خپرونه كې د نوم وتو ليكوالانو ليكنې او د پخو شاعرانو شعرونو ته ځاى وركړل شوى دى،د پوښتۍ په لومړي مخ يي د ستر ليكوال او ژباړونكې محمد زبيرشفيقي نوي ليكنه افغانستان له ۲۰۱۴ ز كال وروسته ،له لوى ديني عالم مولوي محمدياسين فهيم سره مركه او همدارنګه د نصير احمد احمدي سره د سايرځلاند په زړه پورې مركه( تر اوسه مې د ځان وژنې فكر نه دې كړۍ) سرټكې كښل شوي دي.سره ددې چې بيلابيلې اسلامي،سياسي،اقتصادي،فرهنګې ليكنې په كې راټولې شوي دي ترڅنګ يي د سترليكوال،ژورناليست اوشاعر علم ګل سهرژوند ته په كې كتنه شوي ده.
 دسيدكرم مهالنۍ د پښتى ډيزاين او همدارنګه د كمپوز چارې نوربادشاه درويش ترسره كړې دي چې د پښتې په وروستي مخ د سيدكرم د تاريخې غر سكيرم يوه ښكلى انځور ته ځاى وركړى دى.
 سيدكرم مهالنۍ خيرونه چې د پكتيا ولايت د سيدكرم ولسوالي د سيد كرم ادبي او كلتوري ټولنې په زيار چاپيږي مسئول مدير يي محمدنعيم كاريزي او مرستيال مدير يې نوربادشاه درويش ده.
 
۰۷۷۳۸۴۵۱۱- محدنعيم كاريزي
۰۷۹۹۶۸۸۱۴۱-۰۷۷۴۷۲۴۵۴۷ نوربادشاه درويش
Siadkarammojala@yahoo.com- noor_darwish@yahoo.com

Facebook: سيدكرم مهالنۍ خپرونه
كه تاسې غواړي راتلوونكې ګڼې ته مو په ليكنو ،شعرونواو ليكونو ښكلا وركړي نو په پورته شميرو او ايميل ادرسونو راسره په تماس شۍ
 
پكتيا