دبېسوادئ په وړاندي د جهاد کرکټ لوبي که ګډون وکړئ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56825

دخبریدو نیټه : 2013-09-05

د افغانستان کرکټ بورډ اداره او افغان ملي غورځنګ د بیسوادۍ پروړاندې د ګډ جهاد اعلان کوي

پوهه د ټولو ښېګڼو مور او ناپوهي دټولو بدیو سرچینه ده. (الحديث)
د افغانستان کرکټ بورډ او افغان ملي غورځنګ په پام کې لري د سواد نړيوالې ورځې په مناسبت له جهل او بېسوادۍ سره خپل جهاد اعلان کړي. دا اعلان به د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کېږي. په دغو مراسمو کې به ديني عالمان او د کرکټ اتلان خپل پيغامونه وايي، ماشومان به د پوهنې ترانې بولي او د کرکټ ځوان ستوري به له بې سوادۍ سره خپله مبارزه د کرکټ په يوه لس اوريزه لوبه پيلوي. غونډې او لوبې ته راتګ وړيا دی.
ګرانو هېوادوالو! راځئ له خپل ستر دښمن يعنې جهل او بې سوادۍ سره په ګډه جهاد وکړو او خپل ګران افغانستان د نړۍ د سرلوړو او پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروو.
وخت: يکشنبه، د وږې ۱۷ مه (د سپټمبر ۸)، د ماسپښين ۲:۳۰ بجې
ځای: د حضوري چمن ختيز ته، د کرکټ نړيوال لوبغالی
د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۸۰۱۱۱۱۹، ۰۷۸۷۲۶۷۲۶۷