د اختر په ورځ قبرستان ته د تللو حکم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57289
أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2013-10-14

فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۸) :

مفتي  : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين ، أبوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته  .

 

مستفتي   :  عبدالمؤمن همت /کنړ /افغانستان  .

 

علامه أبوالفضل دامت برکاته ته د زړه له تله نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، له عاليقدر څخه مي پوښته داده چي د اختر په ورځ د قبرستان ته د زيارت لپاره تلل شرعا څه حکم لري  ؟ 

 

الجواب  :

 

فقهآؤ ذکر کړي چي د قبرو د زيارت لپاره څلور ورځي تر ټولو بهتريني ورځي دي :  يعني د دوشنبې ، پنجشنبې ، جمعې او شنبې ورځي  . همدارنګه په هغه شپو او ورځو کي زيارت کول ډير فضيلت لري کومي چي شريعت مُتبرکي ، او له برکته ډک وختونه بللي ، لکه شپه د برائت ، د لوۍ اختر د مياشتي ړومبنۍ لس ورځي ، د اخترو ورځي ، او لکه لسمه د محرم  .

له دې څخه معلومه سوه چي د اختر په ورځ د وفات سوو قريبانو مقبرې ته تلل ، او دعا ورته کول ، مستحب او افضل کار دئ   .

.........................................................................

قال في الهندية   :

وأفضل أيام الزيارة أربعة يوم الاثنين والخميس والجمعة والسبت والزيارة يوم الجمعة بعد الصلاة حسن ويوم السبت إلى طلوع الشمس ويوم الخميس في أول النهار وقيل في آخر النهار وكذا في الليالي المتبركة لا سيما ليلة براءة وكذلك في الأزمنة المتبركة كعشر ذي الحجة والعيدين وعاشوراء وسائر المواسم كذا في الغرائب .