قرباني پر چا واجبه ده ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57291
أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2013-10-14

 

فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۶۰) :

مفتي  : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين ، أبوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته  .

 

مستفتي  :  سيد عبدالکريم  افغاني له  پيښور څخه  .

 

محترم مفتي أبوالفضل صاحب ، او خالد هادي ته له  الله څخه د اجر او ثواب سوال کوم ، ستاسي خدمت د ستايني وړ دئ ، الله دی قبول وګرځوی  ، له محترم استاد څخه په ډير ادب دا غوښتنه کوم چي قرباني پر چا واجبه ده ؟  د جواب په هيله

 

الجواب  :

 

قرباني کول پر هغه چا واجبه ده چي عاقل ، بالغ ، شتمن ، او مقيم وي ، يعني خاوند د نصاب وي او مسافر نه وي ، که خاوند د نصاب نه ؤ ، يا ؤ خو مسافر ؤ ، نو پر هغه قرباني کول نسته  .

هغه نصاب او شتمني چي پر صاحب يې قرباني واجب ګرځي ، د سرسايي نصاب دئ ، يعني که تر ضرورت او حاجت زيات دومره شيان له يو چا سره موجو وه ، چي د هغو قيمت دو پنځوس نيمي تولې سپين زر کيدئ ، نو پر دغسي چا باندي قرباني کول واجبه ګرځي  .

درې جامې په حاجت کي داخلي او څلرمه يې تر ضرورت بالابود بلل کيږي ، د سکونت او استوګني له سرائ څخه پرته بل سرائ او کور تر ضرورت زيات دئ  .

په يوه سرائ کي تر دوو خونو زياتي غرفې او کوټې تر حاجت زياتي دي ، دارنګه تر حاجت پرش او غالۍ هم په نصاب کي شميرل کيږي  .

دارنګه هغه څوک چي کتابونه ولري ، که دده د خپلي مطالعې لپاره وه ، نو هغه کتاب په نصاب داخليږي کوم چي له ده سره د هغه بله نسخه هم موجوده وي ، او که يو چا د نورو د مطالعې لپاره کتابونه ايښي وه ، نو دا هم په نصاب کي شامليږي  .

پر هغه ښځه هم قرباني سته چي ورول او مهر يې معجل وي ، او په مهر مؤجل کي قرباني نسته  .

نابالغ او مجنون که د نصاب خاوند ؤ ، نو پدې اړه صحيح قول دادئ چي پر دوۍ قرباني کول نه دئ واجب ، پلار او وَلي يې نسي کولائ چي د هغوۍ له مال څخه قربانی وکړي ، البته له خپله ماله څخه کولائ سي  .

دارنګه پر مسافر هم قرباني کول نه دئ واجب ، البته مستحب کار دئ چي وېې کړي ، که په مسافر د قرباني په شپو کي مقيم سو ، که څه هم د اخيري ورځي يوه ګنټه پاته وي قرباني باندي واجبه ګرځي  . 

[الفتاوی الهندية /البحر / ردالمحتار /المبسوط] .

و في المبسوط : قَالَ ( وَهِيَ وَاجِبَةٌ عَلَى الْمَيَاسِيرِ وَالْمُقِيمِينَ عِنْدَنَا ) وايضا فيه  : «وَإِنْ كَانَ لِلصَّبِيِّ مَالٌ فَقَالَ بَعْضُ مَشَايِخِنَا رَحِمَهُمْ اللَّهُ تَعَالَى عَلَى الْأَبِ وَالْوَصِيِّ أَنْ يُضَحِّيَ مِنْ مَالِهِ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَلَى قِيَاسِ صَدَقَةِ الْفِطْرِ الْأَصَحُّ أَنَّهُ لَا يَجِبُ ذَلِكَ ، وَلَيْسَ لَهُ أَنْ يَفْعَلَهُ مِنْ مَالِهِ .