اتحاد کرکټ لوبډلي په کندهار کي د کرکټ د چیلنج کپ په سیالیو کي اتلولي ترلاسه کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57501
لودين
دخبریدو نیټه : 2013-11-03

اتحاد کرکټ لوبډلي په کندهار کي د کرکټ د چیلنج کپ په سیالیو کي اتلولي ترلاسه کړه

یادي سیالۍ دوې میاشتي مخکي د کندهار ولایت د کرکټ د امریت لخوا د عینو مېني په ښارګوټي کي د همدې ولایت د کرکټ د شلو لوبډلو تر منځ پيل سوي وې چي پای لوبه تېره ورځ د اتحاد او خپلواک لوبډلو تر منځ وسوه

د کرکټ د جوړ سوي ټورنمینټ هدف په کرکټ کي د نوي ځوانانو روزنه، هغه ګټي چي په سپورټ کي دي د هغو رابرسېره کول او د نشه یې توکو د استعمال څخه ځان ژغورنه وه چي د کرکټ د لوبغاړو او مینه والو په وینا یو پر ځای او د ځوانانو لپاره یو مهم ګام و.

د یادو سیالیو نیمه پای لوبي ته خپلواک، اتحاد، مومند او استقلال کرکټ لوبډلو لاره پیدا کړه چي استقلال لوبډلي د خپلواک سره او مومند لوبډلي د اتحاد سره لوبه وکړه چي په نتیجه کي یې د اتحاد او خپلواک کرکټ لوبډلو د ښه لوبي  په کولو سره د یاد ټورنمینټ پای لوبي ته لاره هواره کړه.

دغه راز تېره ورځ د یاد ټورنمینټ وروستۍ لوبه د اتحاد او خپلواک لوبډلو تر منځ وه، د لوبي په پيل کي د اتحاد کرکیټ لوبډلي پچه وګټله او لومړی یې د بېټینګ کولو پرېکړه وکړه او په ټاکل سوو شلو اورونو کي یې مقابلي لوبډلي ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکۍ خو خپلواک لوبډله ونه توانېدل چي ټاکل سوی هدف پوره کړي،  او د لوبي د اتلولۍ جام د اتحاد لوبډلي پورته کړۍ.

د دغه سیالیو غوره لوبغاړۍ نذیراحمد و چي ۳۹۹ منډي یې جوړي کړې او ۱۵ تنه لوبغاړي یې وسوځول.