کندهار : افغان پوهان د هيواد تير څلويښت کلونه څيړي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57532

دخبریدو نیټه : 2013-11-05

په کندهار کې د هيواد او نړۍ افغان پوهان راټول شوي دي څو د راتلونکو دريو ورځو په ترڅ کې د افغانستان د تير څلويښت کلن تاريخ تودې او سړې وڅيړي .
دا سمينار د کندهار پوهنتون اړوند د پاچا خان د علمي او څيړنيز مرکز له لوري جوړ شوی دی چې د هيواد او په نړۍ کې ميشتو افغان پوهانو ګډون پکښي کړی دی .
نن ( دوشنبه)د دې لوی او تاريخي سمينار په لمړۍ ورځ د هيواد پوهانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو په خپلو ويناوو کې دا ډول سمينارونو د يو ښه سبق په توګه ياد کړل .
د سمينار پرانستي غونډي ته ولس مشر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير هم پيغامونه ليږلي وه چې  د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا  او د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس دواخان مينه پال لخوا وويل شوه .
په پيغامونو کې سمينار تاريخي بلل شوی وو او دا يې يوه ښه اقدام بللی وو چې د هيواد او په نړۍ کې ميشت پوهان سره راټوليږي او په خپلو ويناوو او مقالو کې د هيواد د تيرو څلويښتو کلنو پر تودو او سړو رڼا اچوي .
د کندهار پوهنتون استاد او د پاچاخان د علمي څيړنيز مرکر مشر انجينر شيرشا رشاد په خپله وينا کې د سمينار پر محتوا رڼا واچول او ويې ويل  چې پر مهال يې  د هيواد د تيرو څلويښتو کلنو سياسي ، علمي ، کلتوري ، اقتصادي او ټولنيز موضوعات تر بحثونو لاندي نيول کيږي څو له شويو تجربو څخه زده کړي تر لاسه او د تيرو شويو ترخو د بيا تکرار مخه ونيول شي .
نوموړي د تازه څيړني کلونه د ۱۳۵۲ ــ ۱۳۹۲ کلنو تر منځ پراته څلويښت کلونه ياد کړل .
دا هغه کلونه دي چې افغانستان ډيري ترخې تجربې ، ناخوالي او لوړي او ژوري پکښي ليدلي دي .
غونډي ته نورو ويناوالو هم ويناوي وکړې .
د سمينار ګډونوال په دې اړه ويشلي نظرونه لري .
ليکواله او څيړونکې پروين فيض زاده ملال وايې چې دا ډول سمينارونه کولای شي د راتلونکو نسلونو دپاره يو  ډير ښه او تاريخي تدريس اووسي ، ليکوال او ممثل واحد نظري  که څه هم ناهيلی دی خو تمه ښيي چې دا ډول سمينارونه  کيدای شي  ګټه وکړي .
سمينار راتلونکي دوې ورځي نور هم دوام کوي  او پر مهال يې د اجنډا سره سم  تاريخي ، سياسي ، اقتصادي ، کلتوري او ټولنيز موضوعات په څيړنيز ډول ويل کيږي او نوی نسل ترې خبريږي .
د دې سمينار مشري ليکوال او څيړونکی انجينر شيرشا رشاد کوي ، هغه د دې سمينار پر جوړيدو پوره څلور  مياشتې  خولې توی کړی دي .
د سمينار ډير ګډونوال د کندهار ، کابل ، ننګرهار او يو شمير نورو ولايتونو تر څنګ د خيبر پښتونخوا مشهور ليکوالان ، څيړونکي او د نړۍ د نورو برخو څخه افغان پوهان دي .