که مجاهدین دوولس زره وي ..

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57655
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-11-18

که مجاهدین دوولس زره وي .. مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . مستفتي : زهیر/کندهار. . که مجاهدين دولس زره وي نوايا ددوئ تيښته دجنګ څخه روا ده اوکه يا ،اوايا داپه فرار من الزحف کي شمېرل کيږي اوکه څنګه؟ الجواب ومنه الصواب ـ نحمده ونصلي علي رسوله الکريم په داسي حال کي دامام اعظم اوامام مالک په نزد تيښته حرامه ده .په دلیل ددې قول دنبی علیه الصلوة والسلام «لن يغلب اثناعشرالفاعن قلة » .[ اخرجه ابوداود وقال الصحيح انه مرسل ، والترمذي وقال حسن غريب . واخرجه الدارمي في سننه ، والحاکم في المستدرک .وقال صحيح علی شرط الشيخين .