ايا « حبک الشيءيعمي ويصم» حديث دئ ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57797

دخبریدو نیټه : 2013-11-29

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي: نعمت جرمنی.

ودروند اودقدروړ مفتي صاحب اودبېنوا ودرنوکارکونکوته سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم :
محترم مفتي صاحب  :داروايت : « حبک الشيءيعمي ويصم» حديث دي اوکه نه ديوچامقوله ده .؟ ستاسي دجواب په انتظار .

 

 

الجواب ومنه الصواب


نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه وروره !
امام صغاني ويلي دي چي داحديث موضوعي دئ ،اودی په دې خبره کي سهودئ ، ځکه چي ابوداودپردې حديث باندي سکوت کړئ دئ ، نوداروايت يادذات يادغیر له وجي صحيح دي  یعني صحیح لغیره یالذاته دۍ. [کذافي الموضوعات ، وکذارواه البخاري في التاريخ والسیوطي في الجامع الصغیر واحمد.