« حب الوطن من الايمان»حدیث دۍ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57798

دخبریدو نیټه : 2013-11-29

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي: ابراهيم
زمااستفتاء ددې جملې په اړه ده  کوم چي متن يې په دې ډول دئ : « حب الوطن من الايمان» چي ايا دارشتياهم حديث دئ اوکه ديوچامقوله ده ؟

الجواب ومنه الصواب
امام زرکشي فرمايلي دي چي ددې حديث په اړه ماته معلومات نسته ، اوسيدمعين الدين صفوي رحمه الله ويلي دي چي داحديث ثابت نه دئ ، چاويلي دي چي دامخکنيوعلماوو له اقوالو څخه يوقول دئ .
دارنکه امام سخاوي ويلي دي چي پردې حدیث ماته علم نه دئ راغلئ ليکن معناددې حديث صحيح ده.
اوملاعلي قاري رحمه الله ويلي دي چي که چيري ددې حديث معنی صحيح سي نو مرادله وطن څخه جنت يامکه مکرمه ده ، اويا دصوفيهء کرامو  په نزد مراد ورڅخه رجوع ده والله جل جلاله ته  اويامراد ورڅخه خپل وطن دئ خوپه دې شرط چي دده دمحبت سبب به دده دوطن له خلګوسره صله رحمي کول اودارنګه احسان کول وي .الموضوعات/۱۱۰].