(سياسي مکتبونه) کتاب چاپيږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57869

دخبریدو نیټه : 2013-12-07

 

[سياسي مکتبونه] کتاب چي  فرهاد داوري ليکلی، استاد پوهندوی منګل شيرزاد تقريظ او استاد ميرولي جان لکڼوال سريزه ورباندي ليکلي، رحمان الله بهير ډيزاين کړی او چاپچاري يې د مومند خپرندويې ټولني لخوا ترسره کيږي.
دا کتاب پر دوو برخو باندي ويشلی دی، په لومړی برخه کي په سياسي مکتبونو پوري اړوند مفاهيم لکه سياسي ايډيالوژي، سياسي فلسفه، سياسي نظر ورکول، سياسي افکار، سياسي مکتب او سياسي آندونه په مناسبه توګه تشريح سويدي، په دوهمه برخه کي د سلو په شاوخوا کي لوی او واړه سياسي مکتبونه لکه انارشيزم، اريستوکراسي، مونارشي، کمونيزم، سيکولاريزم، صهيونيزم، لائيزم، اسلامي حکومت او زيات نور په مناسبه توګه تشريح سويدي.
پدي کتاب کي د سياسي مکتبونو په اړه علمي او پاخه مواد ځای پر ځای کړل سويدي، د کتاب ليکوال ښاغلي داوري تقريباً دري نيم کاله ددي کتاب پر ليکلو تير کړيدي. په کتاب کي هڅه سويده، چې اړين معلومات وليکل سي او د پښتو ژبي لپاره علمي مواد چمتو کړل سي.
دکتاب ليکوال په خپل ځانګړي ذوق سره له بېلابېلو منابعو څخه په ګټه اخيستني سره دا کتا په تقريباً ۵۸۰ مخونو کي ليکلی دی، چې د سياست د مينه والو او زده کړيالانو لپاره ډير اړين ګڼل کيږي.