فرانسې مصنوعي زړه جوړ کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58122
مليحه يونسي
دخبریدو نیټه : 2014-01-02

 

 

د فرانسې کارمټ کمپنۍ په تاريخ کې په لومړي ځل يوه ناروغ ته مصنوعي زړه ولږوه ، دا مصنوعي زړه د چهار شنبې پر ورځ يوه پيچيده، خو کامياب عمليات وروسته يوه ناروع ته يې ولږوه ، چې دا مصنوعي زړه به د پنځو کالو پورې کار کوي.

د پاريس په جارج پومپيډو يورپين روغتون کې نوموړی عملايات ترسره شو او د کارمټ کمپنۍ د ډاکترانو په وينا، ناروغ په پوره توګه جوړ دی او په هوش کې چې راغي ناروغ خبرې هم وکړې.

که څه هم په دې لومړۍ پيوندکارۍ کې واضح پايله اخيستل به د وخت نه مخکې کار وي خو موږ په دې عمليات باندې خوشحاله يو، چې اوس په خپله ابتدايي مرحله کې دی، د کارمټ کمپنی مشر مارسيلو کونيټی وويل، چې د ډېر مودې نه د زړه انتقال کې ناروغانو ته د زړه په دوران کې بېلا بېلې مصنوعي حصې لږول کېدې، خو د حياتياتي مادو (باييلو جیکل مټیريل) او سينسرز باندې مشتمل يو مکمل مصنعوي زړه په لومړي ځل باندې لږول شوی دی.

د دې اختراع څخه مقصد دا دی، چې هر کال به زر ګونو د زړه ناروغانو ته ژوند ورکول او  ورسره يې د يوه انسان زړه له بل انسان سره د لږولو نه وروسته ساييډافيکټ نه هم خلاصون حاصلول پکار دي.

د دې اختراع سره به ناروغ ته د يوه عام وګړي په سېر عادي ژوند ور په برخه کوو، د کارمټ کمپنی شريک سرجن ايليان کارپينټيير رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې اټکل شوی په امريکا او اروپا کې به (يو لک) داسې ناروغان شتون ولري او دا مارکيټ تقريباً ۲۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ډالرو دی.

پاريس کې د زړه د سرجری ماهير پيټرک نټاف وويل، که څه هم داسې الات مخکې هم موجود ول، خو هغو پايله نه درلوده، دا زړه ډېر متحرک دی او په دې کې د وينې فليپ  هم کمې کمې جوړېږي.

له دې نه وروسته د فرانسې د صحت عامې وزير د روغتون ليدنه وکړه، د فرانسې د صحت عامې وزير دا خبر د فراسې لپاره لويه لاسته راوړنه او فخر وګڼله او زياته يې کړه چې دا اختراع به زياتو خلکو ته د ژوند کولو نوې هيلې ور په برخه کړي.

د امريکې سن کارډيا يوې کمپنۍ هم تر يوه حده مصنوعي زړه جوړ کړی وه، چې تر اوسه يې ۱۲۰۰۰ ناروغانو ته انتقال کړی دی.

د سن کارډيا زړه د طبعي زړه په پرتله درې چنده دروند وه او ناروغ يې د څلورو کالو پوره ژوندی ساتلی شو.

کارميټ کمپنی ته د فرانسې د نورو ادارو په پرته د دې کال په وروستيو کې د شين څراغ سګنل ورکړل شو، چې هغوی کولای شي چې په نورو ناروغانو باندې هم د دې مصنوعي زړه ازموينې ترسره کړي، ټولټال د درېيو روغتونونو څلورو ناروغانو باندې به دا ازموينه ترسره کېږي او له دې نه وروسته بيلجيم، پولينډ، سلووينيا او سعودي عرب ته د دې ازموينې اجازه ورکړل شوې ده.

د کارمټ کمپنۍ په وينا دا مصنوعي زړه په ډېر دقت او فکر نه وروسته ناروغ ته لېږدول شوی، چې د دې څخه مخکې د ناروغ طبعي زړه په مکمله توګه له کاره لوېدلی وه او د  ټرانسپلانټ (د زړه د پيوندولو) نه وروسته ناروغ د يوې مياشتې لپاره په ځانګړي ځای کې ساتل کېده.

کمپنی رسنيو ته وويل، چې پر انسانانو باندې نوموړې ازموينه د راتلونکي کال تر پايه پورې بشپړه شي، او هيله وښودله چې د ۲۰۱۵ کال په پيل کې به دا مصنوعي زړه مارکيت ته د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړي