کرک څه شی دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58294
خليل منتظر
دخبریدو نیټه : 2014-01-14

    

 باید ووایم چي کرک یو فایل دي چي موږ ته اجازه راکوي چي هغه پوست غالۍ چي په اختیار کی يې لرو په بشپړه توګه استفاده ترې وکړو.هر هغه شرکت يا کس چي پوست غالۍ جوړوي او غواړي د دې لاري پیسې لاس ته راوړي نو د پوست غالو په مفته نسخه کي ځني محدودیتونه جوړوی (لکه د وخت محدودیت) ځکه که چیري څوک وغواړي چي د نوموړي پوست غالۍ څخه په بشپړه توګه استفاده وکړي باید دهغه لپاره پیسې ورکړی چي په بدل کي یو کوډ ورکول کیږي چي د هغه له لاري محدودیت د یاد پوست غالۍ څه په ليري کیږي.
خو اوس ځني د کمپیوټر ماهرین د (Hacker اویاهم Cracker) په نامه ځني نو فایلونه جوړوي چي بیله د سافت غالۍ د جوړونکي له اجازي یاد محدودیتونه له منځه وړي.
کیدای سي چي پوښتنه درته پیداسوې وي چي هکرانو(Hacker) څوک دي؟
 د Hacker په په اړه به انشاالله په راتلونکی کي مفصل معلومات درکړم..