زابل: دنازو انا په نوم میاشتنۍ مجله چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58410

دخبریدو نیټه : 2014-01-24


 
دزابل ولایت داطلاعاتو فرهنګ ریس عبدالمقیم افغان وایی چی ددې ریاست په مټ او دولایتي اداري په مالي مرسته يې دنازو انا په نوم میاشتنۍ مجله چاپ کړل.
ښاغلی افغان وايې غواړی چی دنازوانا دمجلی په مټ په زابل ولایت کی چاپی رسنیو ته وده ورکړی او دفرهنګیانو، لیکوالانو او شاعرانو دتشویق  په موخه کارو کړی .
دافغان په خبره داپه زابل ولایت کې دا  لمړنۍ حکومتي مجله ده چي چاپیږی او نوموړي وايي چي دلته په تیرو لسو کلونو کې دادب او فرهنګ په برخه کې دومره کار ندی شوی څومره چي لازم بلل کیږی. باید وویل سي چي تر دې وړاندي هم، د ځینو جریدو تر څنګ خپلواکو فرهنګي ځوانانو د شنې پاڼي په نامه مجله هم چاپوله.

دزابل ولایت ډیری پرهنګپال او لیکوالان په ټولنه کی درسنیو رول ته په کتو سره وایی چی دنازواناپه نامه ددي مجلي چاپ یوه لویه لاسته راوړنه ده  .

ددوی په خبره له دی لاری کولای سی چی دزابل ولایت تاریخ او ددی ولایت په اړه هر اړخیز معلومات ترلوستوونکو ورسوی اودهغوی په خبره دیوی ژبی ساتنه اوبډایه کول په داسی هڅو کی نغښتی دی او غو ښتنه کوی چی باید دامجله همداسی په دوا مداره ډول سره چاپ سی.
دوی مرکزی دولت او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددې ولایت و ادب،  فرهنګ او تاریخي ځایونو په نه پاملرنه تورنوي. 

دیادونی وړده چی تردی وړاندی په مرکز قلات کی داطلاعاتو فرهنګ ریاست لخوا نه دزابل قلات په نامه جریده چاپیدله چی له څه مودی راپدې خوا دمالي امکاناتو دکموالي له کبله يې  چاپیدل ځنډیدلی دي.

احمدولي سرحدي