د سیف الرحمن اشنا ژوند ته یوه کتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58791
عصمت اله(اشنا)
دخبریدو نیټه : 2014-02-25

 

د۱۳۹۲ﻫ ش کال دکب۶
)د ارواښاد سیف الرحمن اشنا دلمړي تلین په مناسبت) 
 سیف الرحمن اشنا د ارواښاد عبدالرحمن زوی په خټه شینواری، په ۱۳۱۹ ﻫ ش کال کې د کنړ ولایت شیګل ولسوالۍ مربوط شینکوړک کلي کې زیږیدلی و.
زده کړې: اشنا صاحب په خصوصی ډول د پښتو او دری ادبیاتو او یوه اندازه په دیني برخوکې زده کړې تر سره کړې وې،البته هغه مهال د رسمي زده کړو لپاره شرایط ډیر محدود وو، خو اشنا صاحب د ستونزو په ګاللو او د خپل قوي عزم او همت په درلودلو سره خصوصی زده کړي وکړي، او د هغې میني او علاقی له امله چې د کتاب او مطالعې سره یي درلوده» مطالعه یی دومره ژوره وه چې لوړو رسمي زده کړو ته یی اړتیا نه لرله او پخپل ځانګړي لوست بوخت پاتې شو، پدی ترڅ کې یې فکر د فلسفی لوري ته واوښت او په فلسفه کې یې ډیره مطالعه وکړه، له دې امله به د ده هره خبره ډیره ژوره او په زړه پورې وه« اشنا صاحب پخپله یوه لیکنه کې د کتاب او مطالعې په اړه داسۍ یادونه کوي: »که زه ووایم چې د ژوند په اوږدو کې مې د ځینو شیانو سره ځانګړې مینه وه لکه: روغتیا، میلمه پالنه، د دوستانو پیدا کول، ښوجامو، ښه خوراک، ښکار، ښایست، انسانیت، اخلاقو، بی ریا دیندارۍ، امانت، صداقت، فضلیت، ځان پیژندنې، طبیعت پیژندنې د خدای ج د قدرتونو او عظمت پيژندنې او ځینې نور شیان، نو په یو لحاظ د خندا وړ خبره ده ځکه داسي کسان به کم پیدا شي چې دغه شیان یي خوښ نه وي، ددغو ټولو نه می زیاته مینه د کتاب د مطالعې سره وه،دا ځکه چې وایی:د پوهې دروازه کتاب دی،زه نه یواځې ددغې دروازې د یو کیلومتر فاصلې څخه یو متر ته هم ونه رسیدم، خو ددې سره سره د کتاب سره مینه می نه یواځې د تل لپاره ځوانه پاتې شوه، بلکې د ژوند په مهمه برخه می بدل شوه « همدا راز اشناصاحب پخپله یوه بله لیکنه کې داسی یادونه کوی: »ځما ټول عمر د لیکوالۍ او حقیقي ملګري کتاب سره تیر شوی دی ،د پښتو او فارسی دری په ادبیاتو تاریخ، سیاست، دین او مذهب، اقتصاد، فلسفی او د ټولنیزو علومو په هره برخه کې می ترخپله وسه مطالعه کړیده چې د عمر د وروستیو کلونو زیاته مطالعه می په فلسفه کې وه « پدی اړه محترم محمد داود وفاصاحب، ستوري د ادب په اسمان کې د کتاب لیکوال داسې یادونه کړیده »ښاغلی سیف الرحمن اشنا د پاخه فلسفی اند تکړه لیکوال دی چې ذهن او فکر یي د نوې وجودي فلسفی په رڼا کې غځونې کړي او خواږه یي دده په هره لیکنه کې څرګندیږی.
اشنا صاحب د ژوندانه ډیرې سړې تودي لیدلي، خو په پای کې پرته له دی چې خپلې وروسته پاتې افغاني ټولنې د سمون او رغون هیلي په فلسفي نړۍ کې ولټوي بله لار ورته پاتې نه شوه، د بیلابیلو نامتو نړیوالو فیلسوفانو آثار یی ولوستل کره کتنې یي پرې وکړې او په اړه یي ډیر ضروری مسایل د کاغذ پرمخ انځور او خپاره کړل.
اشنا صاحب چې اوس کومې لیکنې کوی په دې کې دده د فلسفي ذهن خوږ لنې هم وي، ټولنیزي پيښې له فلسفي سترګیونه په داسی بڼه څیړي چې لوستونکی ځان سره بلې نړۍ ته بیایی او یو وخت بیا داسی هم راځی چې دده ټول څیړلي مسایل او وړاندیځونه یی زړه ته لویږي او ذهنأ یي په منښته اعتراف کوي.«
د اشنا صاحب لیکنې او اثار :پدی اړه هغه پخپله یوه لیکنه کې یادونه کړیده: » د مطبوعاتو سره می پخوانۍ اړیکه ساتلې ده، ډیرې مقالي او شعرونه می چاپ شویدي، په دی وروستیو وختونو کې ځما د شعرونو یوه ټولګه چاپ ته تیاره شویده البته تر اوسه نه ده چاپ شوې په همدی توګه کابو اته کاله ما د هیلې د مجلې سره چې محترم یون صاحب، او ورپسې محترمه خور صفیه صدیقی یي په سر کې وو،همکاري کړیده، په دغې مجله کې ځما چاپ شوي لیکنې زیاتره فلسفی مضامین دي، او د پوهنې وزارت د عرفان په مجله کې می د منطق په برخه کې ډیر مضامین خپاره شویدي.
ټولنیز تړون او دستروشخصیتونود بریالیتوب راز په نامه کتابونه چې ما پښتو کړي و چاپ شویدي.
د ویکتورهوګو یو کتاب( هغه سړی چې خاندي) ما پښتو کړی و چې ځما د ګران خورایي ډاکټر محمد ابراهیم شینواری په هڅه او کوښښ د چاپ لاندې دی.
دا لاندې کتابونه چې ما پر پښتو ژباړلي دي زما د شعرونو د کتاب په ګډون ناچاپ پاتي دي.
۱-د شاګرد پوښنې او د پروفیسور ځوابونه
 ۲-اسلامی اقتصاد
 ۳-د سترو پرښتو په نوم د موریس میترلنګ کتاب
 ۴-د فلسفې اساسی اصول
 ۵-په جلا جلا برخو کې زیات شمیر مقالې او نور
 دغه راز هغه یاداشتونه چې د مطالعې په وخت کې به می په کتابچه کې لیکل او ټول لس کتابچې دي،غواړم دیو کتاب په بڼه یي چاپ ته تیار کړم اوس په هغو کار کوم تراوسه می ۱۶۰مخونه لیکلي دی «...
اشنا صاحب چې د ۱۳۴۹ه ش کال راهیسی په شعرونو ویلو او لیکنو پیل کړی و،مقالي، مضمونونه، او شعرونه یي په بیلابیلو وختونو کې د هیواد دننه او بهر په ورځپاڼو،جریدو مجلو او کله کله دکابل راډیو نه هم خپاره شویدي.
د یادونې وړ ده چې یاد شوي دوه کتابونه چې اشنا صاحب ژباړلي او چاپ کړیدي د ارزښت وړ ګټور اثار دي چې د سترو شخصیتونو د بریالیتوب رازد مطالعې د ټولو مینه والو لپاره او په ځانګړې توګه د ځوانانو د استعدادونو د پیاوړې کیدو او په ځان باور پیدا کیدو په برخه کې ګټور اثر بلل کیږي.
ټولنیز تړون د ژان ژاک روسو اثر چې د سیاسي نظامونو د بیلابیلو ډولونو د څیړلو په اړه یو ګټور علمی اثر دی چې د بیلابیلو سیاسی نظامونو د ښیګڼو او بد ګڼو ترڅنګ،د سیاسی نظامونو د لوړتیا او ځورتیا(عروج او زوال) سببونه او دلایل پکې په علمي توګه څیړل شویدي.
دندې:د ۱۳۴۵ ﻫ ش کال نه بیا تر1383 ﻫ ش کال پوری ا شنا صاحب ګڼې دولتی دندي تر سره کړي وې چې لمړۍ دنده یي د کنړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې اداري ماموریت ؤ.
د پروان او فاریاب په ولایتونو کې یی د شیخعلی او کوهستان علاقه داریو د علاقه دار په توګه دندي ترسره کړې وې،او بیا د تخار ولایت اداری مدیر شو۱۳۵۲نه تر۱۳۵۷ ﻫ ش کلونو کې ،اشناصاحب د دولتی دندو په اړه پخپله داسی یادونه کړیده: »۱۸کاله می د کورنیو چارو د وزارت په مربوطاتو کې،۱۵کاله د باختر اطلاعاتی اژانس د پښتو په ریاست کې د ژورنالست په حیث،ورپسی می لس کاله د پوهنی وزارت د تالیف او ترجمې د ریاست د پښتو په دیپارتمنت کې د مسلکي غړي په توګه دندي ترسره کړیدي،» وروسته د اوږدو کلونو رسمی دولتی دندواشناصاحب په1378 ﻫ ش کال فوق رتبه کې د دولتی دندو څخه تقاعد شو.
چې د تقاعد نه وروسته هم هغه په کور کې وزګار کښې نه ناستود کتابونو د مطالعې او لیکنو کار یې تراخیره پورې جاری وساته.(اشناصاحب دتقاعدوروسته هم نورڅوکاله په قراردادی توگه د پوهنی وزارت د تالیف او ترجمې د ریاست د پښتو په دیپارتمنت کې دنده ترسره کړه)
یــو هــوښیار ژوند ته قایل په دې نظــر دی چــې بشر پــه دې دنیا کې مسافــر دی
 انسان نه غواړي چې پوه په دې اسرار شي چې دې خاوره کې تنها یو رهګذر دی
. . . . . . . . . .
خـــون خـــواره ګـــوره تاریخ کـې اتلان دي (اشنا) دا زمــوږه پــوهــه دا هنر دی


 د ژوند سره مینه د هرانسان طبعیې غریزه ده خو ژوند کله هم اسان نه دی.بلکی د ستونزو کړاوونو، سوکالیو، غمونو او خوشحالیو سره ملګری دی، د ژوند پر مخ بیول هم یو کلک عزم او مبارزه غواړي.
که څه هم اشناصاحب د ژوند ژر تیریدونکې او غولونکې ځانګړتیا ته متوجه و،او په دغه اړه یي فکر کاوه خو د ژوند نه ګوښه شوی نه و، د ژوند د پسرلیو نه یي خوند اخستی او د هغه ولولې یي راویښي کړي دي،په دغه ښکلې موسم کې یی د طبعیت منظرو، د ګلانو خوشبویو، د غرونو او چمنونو شینوالی او طراوت او معتدلې پاکې هوا شاعرانه احساس را پارولی او دغه په زړه پوری موسم یي په شعرونو کې توصیف شویدی.
ښـکلي باغـــــونــه نو بـهـــار جــوړوي
 دشــت و بیابـان کې ښه سینګار جوړوی
 په لاس کـــې جــام ګل د نرګـــس نیولـی
 د بــــــــلبلانو پــــرې چــــغار جــوړوي
 قــــدرت پـخپله طبعیي تابلو کـــــــــــې
 د شـــــــاړو دښتو نه ګلزار جــــــوړوي
(اشنا)په دې موســـم کــــــې کــله کــله
 یــــــو څه نا څـــه لنډي اشعار جوړوي
 اشناصاحب د ژوند د بریالي پرمخ بیولو لپاره زیار او زحمت ګاللی خو ځان یي د ژوند ستونزو او کړاونو ته نه و تسلیم کړی،هغه لا تنکی ځوان و چې خپل پلار یي د لاسه ورکړ، د سپین ږیري نیکه تر مشرۍ لاندې یي په ښه توګه د خپلې کورنۍ پالنه وکړه، په خصوصی توګه یي د علم او پوهی زده کړو ته ملا وتړله، د ستونزو په ګاللو او د خپل قوي عزم او همت په درلودلو سره یي وکړای شول په خصوصی توګه خپلې زده کړي ترسره کړي، البته چې په هغو کلونو کې د رسمي زده کړو لپاره حالات مساعد نه وو، که سړی ووایي چې ژوند یوه مبارزه ده نو فکر کوم بی ځایه خبره نه ده، اشناصاحب پخپل یو شعر کې یادونه کوي:
مقصد زما د ژوند سره په کلکه کلک نبرد دی
 که چیري یي مغلوب کړې عذابونه پـکې شته
 ژوره فلسفه ده بـی ساحله لــــوی دریاب دی
 ډیری لــــــوړې ژورې هم غارونه پکې شته
 که تل هوښیار بیدار نه وې ژر ډوب به شې یو څا کې
 لــــــــه هــــر دم له هر قدم سره خطرونه پکې شـــته
 هم ښه ده او هم بده زمونږ ژوند دی په دا منځ کې
 د ســـــــم فکر په پـــــایله ښـــــه کارونه پکې شته
 که لږه بې غوري درځنې وشي تبــاهي ده
(اشـنا)که ژوند بلا شی عذابونه پکې شته
 دا چې اشناصاحب د ژور او فلسفي فکر خاوند و، کله کله به د ژوند ناخوالو، غمونو، بی عدالتیو او بی وفایۍ ته حیران شو.
ویل به یي:
 (ژوند اوږده غولیدل دي) دا ظاهرأ یوه لنډه جمله معلومیږي، خو که انسان ورته ځیر شي پدغی لنډه جمله کې ډیره ژوره او ستره معنا پرته ده،په رښتیا هم چې ژوند ډیر لنډ، بی وفا او غولونکی دی، خوشحالی او نیکمرغي پکې ډیره لږه او ژرتیریدونکي ده، که انسان فکر وکړي هرانسان په ژوند کې ارمانجن دی، هغه شاعرانه او عاطفي احساس چې اشنا صاحب درلود په ټولنه او چاپیریال کی د ناخوالو او ناوړه پیښو په رامنځته کیدو اغیزمن شوی چې دغه اغیز او احساس یي کله کله په شعرونو کې څرګند شوی لکه:

ژوند سوغات نه دی یو دروند لعنتی پور دی
 تپل شــــــوی په ژونـدیو بـانـدی په زور دی
 بیــرتــه هم رانــه پــه زور اخیستل کیــــږی
 د «اشنا» ځکه له هغه نــــه زړه تــــور دی
 یا په دی شعر کې یادونه کوی:
هر ذیروح د ژوند له غمه دی زهیر
 که باچــــا دی که ګدا دی که فـــــقیر
 په یو ډول درد اخته دده صورت وي
 د مـــرګ لاره کې د هیڅ نشته توپیـر
 همدا راز په دې بل شعر کې وایی:
هره شیبه لکه بریښنا د ژوند چټکه درومی
 رابندول یي په هیڅ بڼه هیڅ مهار نه لری
 د شــــګو بند د سیلاب مخه شي نیولـــی کله
 که افلاطون شي هم ددې کار ابتکار نه لری
 نو ښه به دا وی چې دا عمر په دوستۍ کې تیر شي
«اشنا»د ژونــــد نه بـــله هیله او انتظـــار نه لری
 اشناصاحب په شخصی کورنیو، ولسی او ټولنیزو اړیکو کې د اغیزمن شخصیت خاوند و،
 په خپلوانو، دوستانو، او قوم کې یي محبوبیت درلود،البته دا د هغه د نیک چلند او غوره اخلاقو له امله وو، د پښتونولۍ غوره صفتونه لکه میلمه پالنه، ځوانمردي او نور د هغه د اوصافو څخه وو.
زړه سواندي، انسان دوستی په تیره بیا د مظلومو او خواریکښو انسانانو سره همدردي او حتی په حیواناتو باندی زړه سوی او ترحم چې هم په شخصی ژوند کې دهغه ځانګړتیاوه او هم یي د هغه په شعرونو کې ځای ځای انعکاس موندلی:
لکه شمعه شه رڼا د نـــــورو کور ته
 فکر ذکر دې کړه سم همدغه لــور ته
 که کــــوی چیری ټولنه کــې ژوندون
 د ټـــولنې د ژوند دغـــــــه دی قانون
 خوشخویي ده مطابق له طبیعت سره
 بدخویي ده مخــــالفه حقیقت ســــــره
 ښه عمل د انسانیت اصلی صفت دی
«اشنا»دا د ژوند معنی او ماهیت دی
 اشناصاحب په ټولنیزو او ولسي چارو کې د یو فعال شخصیت خاوند و، له همدی امله و چې هغه په«۱۳۵۲»کال کې د کنړ ولایت د اسمار د ولسوالۍ نه د ولسي جرګې ټاکنو ته د کاندید په توګه ودرید.
د دولتي دندې نه یي استعفا ورکړه او پخپله ولسوالۍ کې یي په انتخاباتي هلوځلو پیل وکړ، د غونډو او جرګو په جوړولو سره یي په ځانګړې توګه د شیګل د قومي مشرانو، مخورو، ځوانا نو او عام ولس ملاتړ ترلاسه کړ، (طبعآ چې یوشمیر مخالفین یي،هم درلودل) مګر د شیګل د هغه وخت زیاتره مخور او قومی مشران د اشناصاحب سره ملګري وو، چې د زیاترو سره یي دوستانه اړیکي هم درلودي، چې د«تیریادونه» تر سر لیک لاندې یي د هغوی څخه د یو شمیر نومونه پخپل شعر کې یاد کړیدي:
د چا مســکو د چا پاریس د چا کابل یادیږي
 ځما سمسوره شنه دره د خپل شیګل یادیږي
 ځینو د غرب تور تیارو باندی خپل شرق خرڅ کړی
 ځمـــــا زمریان د خپــــلو غرو دد یــــــو ګل یادیږی
 ځینو ځانونه دی خرڅ کړي پـــنجابیانو باندې
 ځما پښتو او پښتونواله د دستور خــپل یادیږي
 ځني روان دي بی همته سره روسان خوښوي
 ځـــــــما غیرت او سپینه توره د ایمل یادیږي
 د موڼي تاج که نوربازخان و دې کې شک نشته دی
 هره شــیبه کې می ګران یار محمدافضـــــل یادیږي
. . . . . . . . . .
د یادونې وړ ده چې د۱۳۵۲د ولسی جرګې ټاکنو کې اشناصاحب ته د بریالیتوب چانس زیات ؤ،مګر د همدغه کال د چنګاښ په میاشت کې د سردارمحمد داود خان کودتا وشوه چی له امله یي نظام بدل او انتخابات تر سره نه شو.
د اشنا صاحب د شخصیت ولسي او ملي ځانګړتیاو ته په کتو سره د افغانستان دموکرتیک جمهوریت واکمنۍ پرمهال د قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د کنړ ولایت لپاره د ملی روغې جوړي ټاکل شوې جرګې غړیتوب درلود، چې ددغه مقصد لپاره یي۲یا۳ واره د کابل نه د کنړ ولایت مرکز اسعدآباد ته سفرونه هم وکړل چې د یو سوله دوست ولسي او ملی شخصیت په توګه یي د سولې او روغی جوړې په لار کې د کوښښ او زیار ګاللو نه مخ نه دی اړولی.
اشناصاحب د ظلم نه کرکه کوله او دا د هغه توصیه وه چې د ظلم نه به ځانونه ژغورئ او ویل به یي چې اکثرأ ظالم ته خدای(ج) په همدې دنیا کې سزا ورکوی، که رښتیا هم مونږ پخپل لنډ انساني ژوند کې فکر وکړو ډیر ظالمان موږ ولیدل چې په داسي برخلیکونو اخته شول چې په همدې دنیا کې یي هم د خپلو ظلمونو نتیجه ولیدله، د ظلم ضد روحیه موږ ته د هغه په یو شمیر شعرونو کې څرګندیږي لکه:
شمعې په هر ځای کې پتنګان سیزلي دي
 آهونو د مظلوم هم ظــالمان سیزلي دي
 شهید که چیرې وسوزي سورګل شي په جنت کې
 یزید په کـــــــربلا کـــــې امامان ســـــــیزلي دي
 بهار بیرته راژوندي کړل(اشنا)سوي که خزان وو
 هغه به تل ســــــــوزیږي چې وجدان سیزلي دي
 همدا راز پخپل یو شعر کې د شاعر په توصیف(ستاینه)کې یادونه کوي:
د ظالم سره یی سخت مخالفت دی
 د مظلوم په سر منلی یي تاوان دی
 د دردمــــــنو ژړا ښـــــیې ټول جهان ته
 ټینګ په عزم په دې لار کې په ایمان دی
 همنوا په هر زمان کې د غریب دی
 معاند د هـــر قام خوره دنیادار دی
 د هر چا په شخصیت باندی قایل دی
 د دوکو د شـــخصیت ځنې انکار دی
 یا دا چې ویلې یي دې:
ظالم په څه انسان دی چې ظلمونو سره یي کار دی
 د مظلوم د وینو ډک هغو جامونو سره یي کار دی
 لکه تنــدر د اسمانه چې نازل د چا په کــور شي
 ړنګوي د خلکو خوني ځورونو سره یي کار دی
 نو تاریخ وايي(اشنا)چې د ظلمونو په انجـــــام کې
 خپل عمل د لارې مل دی عذابونو سره یي کار دی
 په دي توګه د اشنا صاحب په شعرونو کې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه شعرونه موندلی شو، چې ویلی شو د هغه په هر شعر کې یو پیغام او مقصد شته چې په ځیر لوستلو سره یي د هر شعر نه یو درس اخیستی شو،همدا راز په یو شمیر شعرونو کې یي ژور او فلسفي افکار څر ګندیږي:
د انسان قدرت تراوسه ډیر محـــــــدود دی کـله هـــــــم وایــــــي ګناه تــــــه ثـــــوابونه
 چې د خدای قدرت د هر څه نه اوچت دی امــــــکاناتو کې یي شته دی ټـــــــول امرونه
 د هیڅ امـــر تابع نــه دی عـظیم ذات دی ښايي چې هر څه ورته ټیټ کړي خپل سرونه
 د «اشنا» د فکــر شمعه ده مـحـــــدوده لاینحله یــي پــراتــه دي زیات ســوالــونــه

 که څه هم څومره چې لازمه ده اشناصاحب په هغه اندازه د هیواد په مطبوعاتو کې نه دی ښکاره شوی بلکی یو ډول ګوښه کې پاتې شوی دی،خو څرنګه چې هغه د یو پښتون شاعر، لیکوال، مترجم او مفکر فلسفي شخصیت په توګه د خپلې مورنۍ ژبې پښتود لوړتیا او پرمختګ سره د زړه له کومی مینه درلوده، باور لرم چې هغه داسې ارزښتمن آثار تر شا پري ایښي چې نوم به يي د پښتو د ادب په تاریخ کې هیر نه شي چې په اثارو کې یي د شعرونو ټولګه، په مطبوعاتو کې لیکلي او خپاره شوي مضامین، مطالب، شعرونه او ژباړلي آثار لکه ټولنیزتړون(قرداداجتماعی) د سترو شخصیتونو د بریالیتوب راز(راز کامیابی مردان بزرګ) اسلامی اقتصاد ، او هغه سړی چې خاندي (مردی که می خندد) د ژان ژاک روسو،مهرداد مهرین او ویکتور هوګو لیکلي اثار د پام وړ آثار دي.
د«اشنا»قلم که ټـــوله مـعجـــزه شــــــی د ښایست به دې زره نه کړي تفسیر
 مست مرغه می د زړه پریوت له پروازه تر اووم اســــــــمانه الووت هواګیر
 هو نور د اشنا د زړه مرغه له پروازه پریوت…
په خواشینۍ سره باید ووایم چې نور د اشناصاحب عاطفی شاعر زړه او مفکر مغز د حرکت او فکرکولو نه تم شول او ددې دنیا د ژوند ستونزمن او ارمانجن سفر یي پای ته ورسید لوی خدای(ج)په قرآن کریم کې فرمایلي دی:
« فإذا جا ء أجلهم لا يستاخرون ساعة ولا يستقدمون
 ترجمه:چې د اجل مقرر وخت راورسیږي نه به ساعت مخکې شي او نه به وروسته شي.
سیف الرحمن اشنا د هغې لنډ مهالې ناروغۍ له امله چې ورته پیښه شویوه د ۱۳۹۱ه ش کال د کب د میاشتې په(۶)شپږمه نیټه ددې بی وفا نړۍ نه سترګې پټې کړې،او د کنړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د شینکوړک په کلی کې پخپله پلرنۍ هدیره کې په درناوي سره خاوروته وسپارل شو،روح دی یي ښاد وي،هغه پخپل یو شعر کې ویلي وو:
«ژوند په اصل کې ژوند نه دی د مرګ پیل دی»
د یادونې وړ ده چې په دغه کلي کې د افغانستان دوه ستر علمی او تاریخی شخصیتونه ارواښاد سید شمس الدین مجروح او د هغه ځوی ارواښاد سید بهاوالدین مجروح زیږیدلي وو او اوس ددغه کلي تر څنګ ځانگړې هدیره کې خاوروته سپارل شوي دي.

مونږ عاجز بنده ګان بی له دې چې د خپلو عزیزانو په غم او فراق کې وژاړو او غمجن شو بل څه مو په وس نه دي پوره او دغه وروستی برخلیک به په ټاکلي وخت زمونږ د هر یو سره مخامخ کیږي،لکه چې لوی خدای(ج)په قرآن کریم کې فرمایلي دی:
«كل نفس ذائقة الموت وإنما توفون أجوركم يوم القيامة فمن زحزح عن النار وأدخل الجنة فقد فاز وما الحياة الدنيا إلا متاع لغرور » (سوره آل عمران: آیه ۱۸۵ )
ترجمه: هرنفس لرونکی دمرگ څښونکی دی او بی له دی نه ده چی خپل مزد به ټول ورکړشی په ورځ دقیامت ،نو هرڅوک چی له دوزخ لری وساتل شواوجنت ته یووړل شو هر آئينه خپل مراد ته ورسید اوددنیا ژونددیوی غولونکی گټی زیاد کوم شی نه دی.
خو خبره دا ده چې مونږ انسانان په یو ډول د خپل وروستي برخلیک نه غافل یو او ډیر یي په اړه فکر نه کوو،رحمان بابا ویلي:
یودبل په غم نه نرم وي نه گرم هم دهغه زده چی وریی شي په ځان
 نوبهتره ده چی پخپل ژوندکې یو د بل په غم کې شریک شو، د ژوند په چارو کې په ځیر او دقت سره چلند وکړو، د احتیاط نه کار واخلو، د بی احتیاطۍ او بی پرواۍ نه ځانونه وژغورو.
په پای کې باید ووایم څرنګه چې زه یو حرفه یی لیکوال نه یم نو له دی امله زما لپاره ګرانه ده لکه هغسې چې ښایي د خپل پلار(اشناصاحب) شخصیت پخپله لیکنه کې په وړ توګه معرفی کړم خو دا په یقین او جرات سره ویلی شم چې هغه(اشناصاحب) یو د دستار او دشمار سړی و خدای (ج)دی پرې ورحمیږي. د خوشحال خټک په وینا:
چې دستار تړي بیشمار دي د دستار سړي په شمار دي
 دا لیکنه دخپل پلارپه دې شعرسره پای ته رسوم:

 

احتیاط
 بې پــروا لکه پــه ځمکه چې قدم ږدې
 داسې مه ګرزه بې غمه هـــــــــواګیر
 ځمکه پټه خزانه د ژوند بنسټ دی
 ترې پیدا دی شاه ګدا او هم فقـــیر
 ټول قبرونه هم په ځمکه کې جوړ شوي
 ته به هم شې په یو قبر کې اسـیر
 هر قدم د لاندې پروت د ژوند داستان دی
 له هر زړې نه جوړیږي غټ تصویر
 احتیاط هـر حـــرکت کې فـریضه ده
(اشنا) لنډ په دې جمله کړ خپل تحریر

 عصمت اله(اشنا)1392