د کنړ بريد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58802
رحمت الله شيرزوی هيبتې
دخبریدو نیټه : 2014-02-26


  لنډه کيسه

 

 ژوندۍ باتور سرباز د کڼر د يرغل څخه د يوڅو شيبو مخکې د ملګرو کيسه کوي.د ډوډۍ نه وروسته موږ ټولوته خوب راته٠ امين الله ته مور تليفون وکړ چې کور ته راځه څلور ورځې وروسته دې واده ده٠ نوموړی ډير خوشحاله وه. وحيدالله او سباون دواړو غبرګ غږ کړ.موږ يوه مياشت له واده څخه وروسته وظيفه ته راغلو.ما ورته ويل چې د ټولو د ستاسو په څير کور ده. نو وطن به څوک ساتي. حميد مسک شو په ويښتانو کې يې لاس تيرکړ ماته يې په کور کې داسې ويل: که تور اوربل مې ميراتيږي په وطن جنګ دی جانان نه منع کومه , امين الله په لوړ غږ دغه لنډۍ شروع کړې. وطن مې تن ،تن مې وطن دي. د تن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه. جانانه راشه که ديدن کړي د زنکدن خولې په ما راغلي دينه. چې پدي وخت کې ډزي شروع شوې