له مفت انټی وایرس څخه ګټه واخلي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58935
خلیل منتظر
دخبریدو نیټه : 2014-03-09

  

لکه څنګه چی د کمپیوټر په منځ ته راتلو سره د خلګو په ټولو چارو کی ډیر تغیر راغلی دی له بله پلوه ډیرئ خلګ د کمپیوټری وایرس څخه سر ټکوی.فلش هغه څه دی چی نن سبا یې خلګ هتمن د ورځی څو ځله کمپیوټر ته اچوی او د وایرس د انتقال د عمده علتونو څخه یو هم فلش دی له انټرنټ څخه د بعضی فایلو په کښته کولو سره هم امکان سته چی کمپیوټر ته مو وایرس داخل سی او د ځینو سی ډیو څه هم وایرس اخستل کیږی له دې څخه معلومیږی چی بیله انټی وایرس څخه ناممکنه ده چی کمپیوټر ته دی وایرس داخل نسی بل خوا انټی وایرسونه دومره ګران دي چی هر څوک نسی کولای چی استفاده ترې وکړي.
درته یو داسي انټی وایرس ښیم چی هم بیله کوم لګښته له انټرنټ څخه کښته کیږی او هم ښه فعالیت کوی.
لمړۍ ځویاد سایټ ته
http://www.avast.com
په HOME کی FREE Anti Virus انتخابوو چی عموما به د انټی وایرسونو یو لیست راته راخلاص سی د هغوی له جملې څخه یې د avast 2014 په نوم انټی ایرس کښته کوو،که مو چیري کمپوټر کمزوری وی او یا مو وینډوز کښته ويرژن وي کولای سی چی avast 4.8 کښته کړي.تر کښته کولو سره سم یې انسټالوو او لاندي سایټ ته مراجعه کوو
http://www.avast.com/download-update
دلته راته د اپدیټ فایلو یو لیست خلاصیږي هر انټی وایرس چی مو په سیسټم کي نصب وی ورسره سم د هغه انټی وایرس آپډیټ فایل کښته کوو او ورباندي دوه کلیکه کوو چی په دې سره به زموږ انټی وایرس فعال سی،اوس تاسو کولای سي چی یوه میاشت د یوه فعال انټی وایرس په واسطه له وایرس څخه بیغمه له خپل کمپیوټر څخه استفاده وکړئ
 او د یوې میاشتی په تیریدو سره کولای سي چی د اپډیټ فایل په بیا کښته کولو او انسټالولو سره دغه موده یوه میاشت نور هم و غځوی