افغانستان هانګ کانګ ته سخته ماته ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59015
بېنوا کرکټ
دخبریدو نیټه : 2014-03-18


د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن افغانستان د ۷ وکټو په درلودو سره هانګ کانګ له مخې پورته کړ.
هانګ کانک لوبه پیل کړه او په ټاکلو شل اورونو کې یی ۱۵۴ منډو هدف په کوته کړ، چی په ځواب کې افغانانو د ۳ لوبغاړو په سوځیدو په اتلسم اور کې پوره کړ.
 ها خوا بیا نن د کرکټ دشل اووریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې په یوه تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز انګلستان ته ماتې ورکړه، انګلستان د ۱۳۲ منډو هدف ورکړی و، چې ویسټ انډیز په شپاړسم اور کې ددریو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.