د زړه بړاس شعري ټولګه چاپ سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59017
اټک یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2014-03-18


 د دروند مشر ليکوال ، څېړونکي او شاعر ښاغلي استاد عمر پاڅون د زړه بړاس نومي شعري ټولګه تازه چاپ او خپره شوه ٠
 دنوموړې ټولګې چاپي بڼه ښکلې ده ، ښکلي او ارزښتناکه وطني، قومي او اصلاحي اشعار په کې غور چاڼ شوي دي خو پاتې دې نه وي چې د استاد پاڅون د ځوانۍ او د پسرلنيو موسمونو شوخې او مستې عشقي غزلې هم په کې موجونه وهي٠
( اوږدې زلفې دې ويښته دي که ورېښم راته ځليږي - - - په سپين مخ يې راپرېږده چې پاڅون په کې لوبېږي )
استاد ته د مبارکۍ تر څنګ د اوږد ، خوشحاله او سوکاله ژوند دعاوې هم کوو٠