د کندهار ليري پرتي سيمي اوس هم له ښوونځيو څخه بې برخي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59403

دخبریدو نیټه : 2014-04-28

په کندهار کې د نسبي  امنيت د سميدو سره سره ، بيا هم په ليري پرتو سيمو کې سلو ته نژدې ښوونخي تړلي پاتي او ځوانان يې له زده کړو څخه محروم دي .
بلخوا په روان تعليمي کال کې ۴۱ بابه ښوونځي بيا د زده کوونکو پر مخ پرانستل شوي دي .
چارواکي  ، د ښوونځيو د تړلو پاتي کيدو لامل امنيت او  د امکاناتو نه شتون يادوي .
کندهار ټول ۴۷۰ تعليمي مرکزونه لري ، چې د ښار تر څنګ په ولسواليو کې هم فعاليتونه کوي ، دلته ښوونيز کال مخ پر خلاصيدو دی او کلنيو ازموينو ته يوازي يوه مياشت پاته ده . 
په کندهار کي د امنيت په سميدو سره تمه وه ، چې ټول تړلي ښوونځي پرانستل شي خو تر اوسه لا ۱۵۰ بابه نوي او زاړه ښوونځي تړلي پاتي دي .
د کندهار د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمدعوض نظري وايې  ، چې په روان ښوونيز کال کې يې ۴۱ بابه تړلي ښوونځي بيا پرانستي دي ، د هغه په وينا چې ۹۰ بابه زاړه او ۶۰ بابه په تشکيل کې  اضافه شوي ښوونځي لا بند پاتي دي ، خو دوی هڅه کوي چې دا ښوونځي ډير ژر پرانيزي .
د کندهار ريګستان ، ښوراوک  او ميانشين بيا هم هغه ولسوالۍ دي چې تر اوسه هيڅ خلاص ښوونځي نه لري او له امله يې شل زره تنکي ځوانان له زده کړو څخه محروم دي .
د دې ولايت د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري يې تر اوسه د نه پرانستو لامل امنتي ننګوني  ، د خلکو نه همکاري او د سيمه ايزو ښوونکو نه شتون بولي .
  کندهار ښار ته د نژدې پرتو ولسواليو يو شمير  کلي  هم ښوونځي نه لري ، سيمه ايز اوسيدونکي او تنکي ځوانان د زده کړو کولو دپاره  په خپلو سيمو کې ښوونځي غواړي .
د کندهار ښار په  يو شمير مرکزي ښوونځيو کې هم زده کوونکي ،  د ټولګيو د نه شتون له امله په خيمو کې ناست دي او  ودانۍ يې اساسي ترميم ته هم اړتيا لري .
خو د دې سره سره  سږ کال ، تيرو کلنو ته پرتله د پوهني بهير په يو شمير برخو کې  پرمختګونه  هم کړي دي ، ښاغلی نظري وايې چې د ښوونکو د روزني عالي موسسې يې نوي څانګي پرانستي دي ، ښوونکي تر ډيره مسلکي شوي او د دوولسمو ټولګيو څخه د تکړه زده کوونکو فراغت هم تدريسي چاري ګړندۍ کړي دي .
د کندهار د ميرويس نيکه  د ليسي مدير وحيدالله احمدي او د احمدشابابا د ليسي مدير وحيدالله  په مرکزي ليسو کې ، تيرو کلنو ته په کتو د پوهني بهير ښه ارزوي .
د ميرويس نيکه د ليسي مدير وحيدالله احمدي وايې  ، ليسي ته يې تر ډيره کار د خپل ښوونځي د زده کوونکو او ښوونکو په همکاري کړی دی  ، نوموړی زياتوي ،چي ښوونځي يې  دا مهال ترميم ته اړتيا لري او بايد پاملرنه ورته وشي .
کندهار دا مهال دوه سوه زره زده کوونکي لري ، چې پنځوس زره  تنې يې انجوني دي .
که څه هم  ، سيمه ايزو چارواکو د تيرو څو کلنو راهيسي خلکو ته په ليرو پرتو سيمو کې د ښوونځيو د خلاصيدو او د پوهني د بهير د کيفيت د لوړيدو ژمني ورکړي دي  ، خو تر اوسه عملي شوي نه دي او ګڼ ځوانان لا  ، له ښوونځيو بهر په تورتم کې ژوند کوي