ناروي: د ادبي ناستې اته ويشتمه غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59534

دخبریدو نیټه : 2014-05-12


 د ناروې هېواد په پلازمينه اوسلو کې د افغان ادبي ناستې درنو غړيو او د ادب مينه والو د افغان ادبي ناستې پرلپسې اته ويشتمه ادبي غونډه او پرتمينه مشاعره تر سره کړه٠
 غونډه له دود سره سمه د قرانکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت پرانيستل شوه٠
 په نوموړې غونډه کې د مشاعرې تر پيل دمخه په سکانډانيانوي هېوادونو کې د افغانستان لوې سفيرې ښاغلې مېرمن مونيژه باخترې ، ښاغلي اټک يوسفزي ، د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي پخواني استاد ښاغلي دين محمد کارواني ، د حبيبيې ليسې استاد ښاغلي سالم خان يوسفزي او د ډنمارک نه راغلي ميلمه ښاغلي جنرال خواجه محمد رفيقي ويناوې وکړې او د افغان ادبي ناستې پرلپسې ادبي هڅې او لاسته راوړنې يې وستايلې او د لا ښه کېدا په پار يې لازمې او رغنيزه سلا او مشورې وړاندې کړې٠
 په مشاعره کې دغو ښاغليو برخه واخيسته :
د ادبي ناستې ځانګړي شاعر ميلمه ښاغلي عبدالحفيظ ماليار , ښاغلي استاد وارث ، ښاغلي ډاکتر پايز ، اغلې مېرمن نور سراج ساپۍ ، ښاغلي اټک يوسفزی ، ښاغلي ډګروال محمد اسحاق امانزي ، ښاغلي احمد جان پايز ، اغلې لينا احمد ، ښاغلي ريدي ګل ساپي ، ښاغلي خوشحال خان يوسفزي ، ښاغلي ډاکتر جاويد رباني وطنيار ، اغلې عاطفې رضايي او يو شمېر نورو درنو شاعرانو٠
 د غونډې وياندي ښاغلي انجنير اسماعيل سعيدي کوله ، پورتنۍ غونډه چې د ماسپښين پر څلورو بجو پيل شوې وه دشپې پر اتو بجو د ادبي ناستې د ځانګړي شاعر ميلمه ښاغلي عبدالحفيظ ماليار په ارزونه او دعايه پای ته ورسېده٠