ګورت پوهنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59593
ژباړن : محمد خالد واحدي
دخبریدو نیټه : 2014-05-18

 


لمړی څپرکی
ګورت کارونه:
هغه شيان چې تاسې به یې په دې څپرکي کې زده کړئ:
 په دې څپرکې کې به د ګورت په اړه معلومات او دانټرنیت لنډه پېژندنه او همدارنګه  دHTTP پرتوکول څنګه له پالنګر څخه غوښتنه کوي او بیا څنګه انټرنیټي پاڼې غوښتونکي ته انتقالوي، زده کړئ :
1. دانټرنیټ یا نړۍوال جال لنډه پېژندنه.
2.  ګورت څه شئ ده.
3. HTTP پرتوکول څه شئ او څنګه کار کوي.
4. د HTTP غوښتنه او ځواب یې.
5. د  لومتن د نښلولو ژبې ډکنۍ څه شئ ده.

دانټرنیټ یا نړۍوال جال لنډه پېژندنه:
د ۱۹۵۰ میلادي کال په وروستیو کې  د امریکا متحده ایالتونو یوه پرمختللې تحقیقاتي اداره را مینځ ته کړه دا ځکه چې د همدې کال په پیل کې روسانو د سپوتونیک سپوږمکۍ فضا ته توغولې وه او په دې برخه کې یې ډېرې علمي څېرې په کار ګمارلې وې د امریکایانو ددې ادارې د رامینځ ته کېدو اصلی موخه روسانو ته په علمي ډګر کې ماتې ور کول او له هغوي سره سیالي کول وه .
دغې ادارې د ۱۹۶۰ میلادي کال په اوږدو کې یو غیرې مرکزي نیټ ورک یا شبکه رامینځ ته کړه چې تنها څلور کمپیوټرونه د کلفورینا په پوهنتون کې یو له بل سره وصل کړل .دغې شبکې دوخت تر ټولو پرمختللې تکنالوجي «pocket switching» کاروله. او د هغه وخت یو ارتباطي سیستم ګڼل کېده که څه هم بیا وروسته یې څه برخې د هستوي حملو په واسطه له مینځه لاړې.
په ۱۹۷۲ میلادي کال کې بریښنالیک رامینځ ته شو لدې سره سم د ټیل نیټ پروتوکول ددې لپاره جوړ شو تر څو وکولای شي له لرې فاصلې څخه کمپیوټرونو ته لاس رسۍ پیدا کړي ، چې بیاوروسته د معلوماتو د انتقال لپاره د «Ftp» پروتوکول رامینځ ته شو، ان تردې چې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې ټایم برنرزلی او د هغه همکارانو د اروپا د فزیک څانګې په یو لابراتوار کې چې « CERN » یا د اروپا د هستوي څیړنو پرمختللې قونسلګیری نومیده یوه نظریه واړندې کړه، هغه دا چې څنګه کولای شو اسنادونه یا متنونه له یو بل سره وصل یا ارتباط ورکړو ، دوی دې ډول متنونو ته لومتن یا Hypertext نوم کیښود  .
لومتن «Hypertext»:
هغه متن ته ويل کېږي په کوم کې چې بل متن ته لینک یا د ارتباط نقطه مو جوده وي .
یا په بل عبارت هغه سند چې بل سند ته دتللو لپاره یوه مرجع یا د تللو لاره ولری د لومتن په نامه یادېږي.

 

 ګورت څه شي ده ؟
په لنډه توګه ګورت (The World Wide Web) په مخفف ډول «www» یا هم W3 د هغو تړلو متنونو او اسنادو سیستم ته ويل کېږي چې د انټرنیټ  له لارې د نړۍ له هر ګوټ څخه ورته لاس رسی وشي.
ګورت ټکنالوجی چې د «پالنګر / پیرن» یا «server /client» مېتود پر اساس کارکوي ، کله چې یو شخص دیوې انټرنیټي صفحې یا ګورتپاڼې ادرس په لټونګر کې ولیکئ او بیا ددوخول بټن ته ټک ورکړئ ، نوموړي شخص د خپل کمپیوټر لټونګر ته وایي چې د ويب سرور څخه د «Http» پروتوکول پر اساس یوه غوښتنه وکړي ، کله چې دغه غوښتنه پالنګر( هغه کمپیوټر چې نوموړې پاڼې په کې زیرمه شوې او شخص یې غوښتنه کوي یا په بل عبارت ويب سرور) ته ورسیږي ، نو ګورت پالنګر سمدلاسه ځواب پدې ډول اماده کوي چې لټونګر وکولای شي نوموړي شخص ته یې دويلو لپاره ترجمه او وړاندې کړي د «پالنګر / پیرن» دغه ارتباط په لاندې شکل کې په واضح ډول څیړو ، پاتې دې نه وي چې «پالنګر / پیرن» کمپیوټرونه د نړۍ په هر ګوټ کې واقع کېدلی شي .

 

 ۱.۱ شکل

ددې لپاره چې د  «Http» یوه غوښتنه په صحیح ډول یوه انترنیټي پاڼه پیداکړئ او غوښتونکي ته یې په ځواب   
وړاندې کړئ ،لازمه ده لاندې معلومات ولرئ.
  شپول نوم «Domain name»  دبېلګې په توګه  mydomain.com .
  د انټرنیټي پاڼې نوم د بېلګې په توګه :mypage.html .
  نوم یا بل هر پارامتر چې غوښتونکۍ یې له خپل غوښتنې سره جوړه پالنګر ته لیږي.


ګورتپاڼه څه شی ده ؟
تاسو به خامخا انټرنیټ کارولی وي او ګورتپاڼې به مو هم لیدلې وي . ورځ پاڼې ته ورته یوه صفحه ده چې متنونه ، انځورونه او انځوریز فلمونه پکې شامل وي د ګورتپاڼې په نامه یادېږي .
په عمومی ډول هره ګورتپاڼه یو جدا دوتنه ده چې په پا لنګرکې ذخیره وي .
د څو متصلو ګورتپاڼو مجموعې ته ګورتځای ويل کېږي چې معمولآ دیو پروګرام په واسطه اداره او کنترولیږي نوموړي پروګرام ته ګورت پالنګر ويل کېږي.
ګورتپالنګر:
ګورتپالنګر یو پروګرام دی چې د «Http» غوښتنې ژباړي، او بیا مشخصه ګورتپاڼه د پیرن لټونګر ته استوي .
د ګورتپالنګرنو ډیرۍ نمونې موجودې دي چې زیاتره یې په یونکس،لاینکس او مایکرسافټ ويندوز باندې  چلېږي .
یادونه: د ګورتپالنګر اصطلاح معمولآ دواړه هم پروګرام اوهم هغه کمپیوټر ته چې د ګورتپالنګر پروګرام ورباندې چلیږي کارول کېږي.
تر ټولو زیات او ښه پیژندل شوی ګورتپالنګر پوست کالی د «Apache» څخه عبارت ده ، چې تقریبآ د څومیلیونو ګورتځایونو د کوربه په توګه کارول کېږي.
د ويب پالنګر یوه بله نمونه هم «IIS» ده چې تنها د مایکروسا فټ ويندوز سره جوړ او چلیږي .
خو ويندوز ددې په خلاف نوروپوست کالیو سره هم موافق ده لکه د «Apache» نويو ورژنونه په ويندوز کې ښه نتیجه ورکړې .
د «Apache» هر ډول نمونې د «Apache» ګورتځای څخه په لاندې پته تر لاسه کولای شئ .
                         Http://www.apache.org
 

 لکه څنګه چې مخکې د پالنګر / پیرن «client/server» اصطلاحاتو یادونه وشوه ، یو پیرن له پالنګر څخه د ګورتپاڼې غوښتنه کوي نو ضروري ده چې پیرن خپله غوښتنه په یوه ځانګړې بڼه اوژبه پالنګر ته وړاندې کړي ترڅو پالنګر د پیرن په غوښتنه پوه شي -

 او دهغه ځواب په یو ځانګړې بڼه او ژبه ترتیب او بیرته پیرن ته ولیږئ دې موخې ته درسیدو لپاره پوهانو د پروګرام لیکنې دوه ډولونه وړاندې کړي.
  پیرن-څنګ د پروګرام لیکلوژبه.
  پالنګر-څنګ دپروګرام لیکلو ژبه.
دبېلګې په توګه : په یوه ګورتپاڼه کې پرلیکه ډکنۍ لرو ،پدې فارم کې معلومات په یوځانګړې بڼه لیکل کېږي ، د ډکنۍ ترشا کوډ پدې ډول ترتیب شوی چې نوموړې ډکنۍ لمړی د پیرن خوا ته کتل کېږي که صحیح وي نو پالنګر ته به  واستول شي ،خو کچېری ډکنۍ تیروتنه ولري،نو د تیروتنې یو پیغام به تاسو ته وړاندې شي ،او له تاسو څخه به وغواړي چې غوښتل شوي معلومات لکه بریښنالیک پخپل ځانګړې بڼه ولیکې چې دغه کار همدلته ستا په شخصي کمپیوټر کې د پیرن-څنګ د پروګرام لیکلو ژبې په واسطه تره سره کیږي.
په ټول کې پیرن-څنګ د پروګرام لیکلو ژبې ډېرې تیزې وي او ددې لپاره چې د پالنګر او پیرن ترمینځ تعین شوي بندپسور د ضایع کېدو کچه راټیټه کړي نو دې ډول ژبو څخه د پروګرام پر لیکلو کې ډیره استفاده کېږي.
دا خو واضح شوه چې نوم ،بریښنالیک او داسی نورومعلوماتو ځانګړې شوي بڼه یا ستندرد فارمټ د پیرن خواته کتل کېدای شي ،خو که چېری پر لیکه ډکنۍ کې دمسلسلی شمیری «SN» غوښتنه شوي وي یاهم د بانکې حسابونو ځانګړې شمیری په پام کې نیول شوي وي نو پدې وخت کې لازمه ده چې نوموړي شمیری په پالنګر کې وکتل شي ، تر څو د محرمو معلوماتو له لاسه وتلو اوغلا کېدو څخه مخنیوي وشي چې دا ډول کارونه په پالنګر کمپیوټرونو کې د پالنګر-څنګ د پروګرام لیکلو د ژبې په واسطه ترسره کیږي .
دلته معلومات لمړی را ټول او بیا پالنګر کمپیوټر ته د تایېد لپاره ولیږل شول ،که چېری معلومات صحیح وي نو به هملته ذخیره شي ،خو د تیروتنې په صورت کې به پیرن ته لازم پيغام واستول شي تر څو معلومات صحیح کړي او دوهم ځلی کوښښ وکړي.
همدارنګه ډېرې پر لیکه لوبې شته چې یوه برخه یې د پیرن کمپیوټر پورې اړه لری اود پیرن کمپیوټر ته په موقتی ډول رالیښیږي خو که چېرې پرلیکه لوبې«Games»د څو کسانو ترمینځ په شریکه لوبیږي، نو بیا د لوبې ډېرې برخې په پالنګر پورې اړه لری او د پیرن کمپیوټر ته د رالیښلولو اړتیا نشته .
لټونګر(web browser):
لټونګر په کمپیوټر کې یو پروګرام ده چې د ګورتځایونو د ښودلو لپاره ترې کار اخیستل کېږي تر ټولو لمړۍګرافیکي لټونګر چې د انټرنیټي پاڼو د ښودلو لپاره ترې کار واخیستل شو ، موزایئک نومیده چې دنیټ سکېپ کمپینۍ په واسطه سکښت او جوړ شوي وه.
ګرافیکې لټونګر هغه لټونګر دی چې د متن برسیره ،انځورونه،او انځوریز فلمونه هم ښودلای شي .
Lynx: هغه لټونګر دی چې تنها د متن دښودلو وړتیا لری.
د نیټ سکېپ لټونګر بیا وروسته د مایکرو سافټ کمپنی انټرنیټ ایکسپلوریر سره یوځای شو، چې اوس محال یي تقریبآ ټول مارکېټ پوښلي او خپل کړی دی .
خونن تردې ها خوا نور لټونګرونه هم شته چې په پریمانه اندازه کارول کېږي ، د بېلګې په توګه موزیلا ،ګوګلکروم او داسی نور ...
موزیلا او ګوګلکروم ځکه د خلکو د پام وړ ګرځیدلی چې د کمپیوټر برسیره په ګرځنده جیبی موبایلونو کې هم تری کاراخیستل کېږي.

شپول نوم یا ډومین نوم Domain name services)):
له انټرنیټ سره هر وصل شوي کمپیوټر یو عددې پته لری چې د «IP» په نامه یادېږي، که څه هم کله چې تاسو غواړی یو ګورتځای راخلاص کړي نو د هغه د ادرس په ځای له نوم څخه کار اخلی دلته یو سیستم موجود دې چې د هرګورتځای خپل ځانګړې شپول نوم د هغه مربوطه عددې پتی ته چې«IP» ده ژباړي ، دا کار موږ سره د ګورتځایونو د نومونو په یادولو کې ډیره مرسته کوي . مونږ د عددې پتی  پر ځای د هغه نوم ډیر ښه زده کولای شو.
کله چې تاسې یو ځانګړې ګورتځای د هغه دنوم په واسطه لیدل غواړی ، نو هغه انټرنیټي کمپنی چې تاسو ته انټرنیټي چوپړتیاوي برابروی، دتاسو دغه غوښتنه یو پالنګر ته چې شپول نوم یا «DNS» نومیږی ، لیږی او هغه ئی لمړی په خپل توکبنسټ کې لټوي ترڅو دې نوم ته ځانګړې عددې قیمت پیدا کړي ، که چېری عددې پته پیداشوه نو ستا سو غوښتنه به مربوطه پتی ته ولیږی چې بیا وروسته له ګورتځای څخه لاس ته راغلی ګورتپاڼه به تاسو ته په ځواب کې در ولیږل شي ، که چېری عددې پته په نوموړي توکبنسټ کې ونه موندل شوه ، نو د تیروتنې یو کوچنی پیغام به پیرن ته ولیږل شي.
 اوس مهال تقریبآ ټول «DNS» پالنګرونه له انټرنیت سره وصل دې چې بی له ځنډه خپل توکبنسټونه له تغیراتو وروسسته نوي او له ننی تاریخ سره سم عیاروي، د «DNS» تغیرات په ټولو موجوده سرورنو کې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې آجرأ کېږي.
دHTTP پروتوکول لنډه پېژندنه :
د پروتوکولونو مختلفی نوعی د انټرنیټي اړیکو لپاره کارول کېږي، چې تر ټول مهم ئی«Http» دې ، داپروتوکول د اجاکس پوستکالیو لپاره هم ډیر اړین دې .
کله چې تاسې د یو ګورتپاڼې د لیدو هوډ وکړي او د هغی پته په خپل لټونګر کې ولیکې نو ستا سو غوښتنه د «Http» پروتوکول په مرسته پالنګر کمپیوټرنو ته لیږل کېږي.
 یا په بل عبارت لټونګر د «Http» پیرن یا سرويس اخیستونکې ده او ګورتپالنګر د «Http» پالنګر یا سرويس ورکونکې وي .
یا په بله «Http» یو لړ قوانین دې چې مونږ ته د پالنګر او پیرن ترمینځ د معلوماتو تبادله کول را ښیې. 
د HTTP غوښتنه او ځواب:
 د Http پروتوکول غوښتنه :
کله چې د پیرن او پالنګر کمپیوټرونو ترمینځ اړیکه ټینګه شي نو پیرن خپله غوښتنه په لاندې ډول پالنګر ته لیږی.
  یوه پرانیستی کرښه :   An opening line
  یوه یاڅو عنوانی کرښی (اختیاری):                                                  A number of header lines
  یوه خالی کرښه :    A blank line
  یو کوچنی پیغام :     optionally ,message body

  یوه پرانیستی کرښه په دری برخو ويشل کېږي:
1. د مېتود نوم.   
2. له پالنګر څخه د غوښتل شويو معلوماتو ادرس.
3. د «Http» پروتوکول نمونه.

د بېلګې په توګه یوه پرانیستی کرښه په لاندې ډول وي .
                      Get         /newinfo/infopage.html Http/1.0


په پورتنی بیلګه کې تاسو له پالنګر څخه غواړی چې د «/newinfo/infopage .html» انټرنیټي ګورتپاڼه د «Http» پروتوکول په واسطه تاسو ته راولیږی . پدې بیلګه کې مود خپل شخصي پالنګر دیوي ګورتپاڼې پته راخیستی ده ، چې دا ادرس په مختلفو پالنګرونو کې مختلف او شاید تر دې زیاته او مکمله پته پکې شامله وي.

  یوه عنوانی کرښه د غوښتنې په اړه لنډ معلومات دې . هغه غوښتنه چې د پيرن په واسطه له پالنګر څخه کېږي ، لنډ معلومات ئی په عنوانی کرښه کې پالنګر ته لیږل کېږي، هره عنوانی کرښه یو پارامتر او د هغه قیمت له ځانه سره جوړه پالنګر ته لیږی چې پارامتر او د هغه قیمت د دوه نقطو په وسیله سره جلا کېږي.

بیلګه:
          User agent :{ name of program sending request}
User agent: Mozilla /4.0 (compatible MsIE 5.5; Windows NT 5.0

تر ټولو معمولی عنوانی کرښه د قبول «Accept» په نامه ده ، د قبول «Accept» عنوانی کرښه پالنګر ته دا واضح کوي چې د پیرن لټونګر د کوم ډول معلوماتو د لیدو او لوستلو وړتیا لری.
دبېلګې په توګه:
Accept: text/plain, text/html
پورتنۍ بیلګه له پالنګر څخه د متن یا هم لومتن د نښلولو ژبې یوه سند غوښتنه کوي . دا کرښه کوډ پالنګر پدې پوهوي چې د پیرن لټونګر تنها «لومتن او ساده یا عادې متن» لوستلای شي.
د Http د غوښتنې مېتودونه عبارت دې له :
• GET
• POST
• PUT
• DELETE
• Head
دلته مونږ تنها د Get او post یادونه او د استعمال ځایونه اړین ګڼو. او د نورو مېتودونو د استعمال ځایونو څخه تیریږو.
دHTTP ځواب:
د پیرن غوښتنو ته معمولآ پالنګر ځواب تهیه او ورکوي ، د پالنګر له خوا د «Http» ځواب یوه کرښه ده چې پخپله «Http» ، د «Http» نمونه ، ځوابی پیغام شمیره چې یو دری رقمی عدد دې ، او دځواب وضعی پیغام چې معمولآ یو کوچنی پیغام وي شامل دې .
  «Http» او دهغه نومونه                     Http and version      
  دری رقمی شمیره چې ځوابی پیغام شمیره ورته ويل کېږي Status code
  ځوابی  وضعی پیغام چې د ځواب وضیعت واضح کوي  Reason phrase

 

د بېلګې په توګه :
                          Http /1.0 200 ok
ځوابی پیغام په ټولو پالنګرونو کې یو شان نه وي ،بلکې په مختلفو ځایونو کې مختلف ډولونه لری.
د ۱.۱ جدول په لاندې ډول د ډیرۍ «Http» ځوابی پیغامونو وضیعت او نمونې تاسو ته وړاندې کوي، پدې جدول کې لمړی یې معلوماتی ځواب ، دوهم یې بریالی ځواب ، او دریم یې بلی مرجع ته راجع شوي ځواب ، څلورم یې د سرويس اخیستونکې تیروتنې او پنځم یې د پالنګر تیروتنې په نښه کوي.

د ۱.۱ جدول د «Http» ځوابی پیغامونو ترټولو معمول کوډونه یاشمیری:
ځوابی پیغام د  ځوابی پیغامونو توضیح
200 - OK غوښتنه په بریالیتوب تر سره شوه.
204 - No Content په غوښتل شوي سند کې څه ونه موندل شول.
301 - Moved Permanently غوښتل شوي منابع بل ځای ته لیږدول شوي دې.
401 - Not Authorized دا غوښتنه د کارن تصدېق ته اړتیا لری،او د کارن له ډاډمنتیا وروسته غوښتنه ترسره کېږي.
403 - Forbidden پالنګر ستا غوښتنه ونه منله.
404 - Not Found غوښتل شوي منابع و نه موندل شوي.
408 - Request Timeout پیرن و نه توانیده چې خپله غوښتنه په خپل وخت تر سره کړي.
500 - Server Error کله چې په کوډونو کې تیروتنه موجوده وي ، یا پالنګر په صحیح توګه نه وي عیار شوي.
د «Http» ځوابی پیغامونو دکوډونو په جزیئاتو لیکل شوي لیست له لاندې پتی څخه تر لاسه کولای شي :
Http://www.w3.org/protocots/rfc2616/rfc2616_seclo.html.
د لومتن د نښلولو ژبې  ډکني (HTML Form):
د  ډکنۍ په واسطه کارونکې کولای شي پالنګر ته ډیټا ولیږی . داډول ډکني معمولآ ،فیلډونه ،چک باکسونه ،رادیو بټنی او داسی نور لری ، تر څو کارن وکولای شي معلومات داخل او بیا یې دیوي ځانګړې بټنی په واسطه پالنګر ته ولیږی.

۱.۲ جدول دلومتن د نښلولو ژبې په ډکنیو کی لاندی بچوي ډير کارول کیږي:
توضیح بچوۍ یا عنصر
د معلوماتو دداخلولو لکه شفر،بټن ،چک باکس راډیو بټن جوړولو،سبمټ بټن اوبیالیږلو یا ریسبمټ بټن لپاره تری کاراخیستل کېږي. <input />
 ددې بچوۍ په واسطه موږ کولای شوي د عناصرو یو ډول عمومی لیست جوړ اوبرابر کړؤ. 
<select>...</select>
 د ډکنۍ د جوړولو او پیلولو عمومی بچوۍ ده. <form>......</form>
دا بچوۍ د پورتنی بچوۍ (<select>...</Select>) په مینځ کې کارول کېږي ترڅو وکولای شو د عمومی لست شويو عناصرو څخه یو عنصر په تلوال ډول وټاکو. <Option>.....</option
ددې بچوۍ په واسطه کولای شو د متن دننه کولو لپاره یوه ځانګړې برخه مشخصه کړو دا په حقیقت کې د څو سطرونو مجموعه ده. <Textarea)...</Textarea>

کله چې په ډکنۍ کې غوښتل شوي معلومات پوره شي ،نو اړینه ده ،تر څو نوموړي ډکنۍ پالنګر ته ولیږل شي، چې دا کار عمومآ د لیږلو د بټنی او یاهم د بلی صفحې دیو عنصر په واسطه اجراکېږي.
 د «Http» هر ډکنۍ د معلوماتو د استولو لپاره دوه مېتودونه «Get او post» کاروي چې لاندې یې را اخلو:
کله به تاسو د «Get» او «post» مېتودونو په اړه اوریدلی وي ، «Get» معمولآ له پالنګر څخه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره کارول کېږي، خو د «post»  له مېتود څخه د معلوماتو دپورته کولو ، دبریښنا لیک دلیږولو اوداسی نوروځایونو کې کار اخیستل کېږي.
او دا ممکنه ده چې پدې کلی قاعده کې ډیر څه نغښتی وي راځی چې ددې دو مختلفو مېتودنو فرقونو او جوړښت ته ځیر شو.
د «Get» مېتود لمړی پیغام په شفری یا په رمزی بڼه بدلوي ، اوبیا په لتونګر کې د لیکل شوي ادرس سره څنګ په څنګ پالنګر ته لیږی. خو د «post» مېتود چې کله پیغام شفری بڼی ته بدل کړي نو پخپله همدا پیغام سرور ته پدې ډول لیږی چې کارونکې یې په عملی ډول نشي لیدلای یا په بل عبارت په شفری بڼه تبدېل شوي پيغام لکه   د «Get» مېتود په څیر په لټونګر کې د لیکل شوي پتی سره یو ځای نه لیدل کېږي دا ځکه په خپله داخل شوي ټول معلومات شفری بڼی ته بدلیږی او بیا پالنګر ته د «Http» پروتوکول د هغی پتی په واسطه چې د ډکنۍ د «Action» خاصیت په واسطه تعریف شوي لیږل کېږي.
د «Get» او «post» دواړه مېتودنه د لومتن د نښلولو ژبې د ډکنۍ په داخل کې تعریفیږی:

<form action="http://www.benawa.com/infopage.htm" method="post">

<p style="float: right ;">: پوره نوم</p>

<input type="text" size="50" name="surname" style="float: right; text-align: right">

<input type="submit" value="لیږل" / style="float: right ;">
</form>
که چېری پورتنی یوه ټوټه کوډ په یوه ګورتپاڼه کې ځای پر ځای کړو نو لاندې ساده ډکنۍ به په لاس راشي ،په دې بیلګه کې د ډکنۍ بچوۍ دوه خاصیتونه لری ۱- د ډکنۍ د لیږلو پته چې د«Action» په واسطه تعینیږی   ۲- مېتود خاصیت  چې د ډکنۍ مېتود تعینوي.
 

مثلآ:
تاسو په پورتنی ډکنۍ کې احمد د نوم په حجره کې ولیکه او د لیږلو بټن مو کېښکاګله نو په ډکنۍ کې لیکل شوي نوم به له ډکنۍ سره یو ځای په شفری بڼه پداسی شکل چې مونږ یې نشو لیدلی د پالنګر په ډیټا بیس کې اضافه او مونږ به لاندې صفحې ته ننوځو.
Http://www.benawa.com/infopage.htm
خو که اوس د پورتنی ډکنۍ د کوډ لمړی سطر په لاندې ډول تغیر کړو څه بدلون به ووينو؟
<from action="http://www.benawa.com/infopage.htm method="Get">
اوس به هم هغی پخوانی صفحې ته په همغی تعینی شوي پتی وروګرځو ،او هم به هماغه معلومات د پالنګر په ډیټا بیس کې اضافه شي. خو په دومره تفاوت چې لیږل شوي معلومات به په لتونګر کې د پخوانی پتی تر څنګ ولیکل شي.     لکه :
Http://www.benawa.com/infopagehtml?surname=”احمد
دلته مونږ ولیدل چې پارامتراو دهغه قیمت څنګه په لټونګر کې د لیکل شوي پتی سره یو ځای کېږي .
که چېری په ډکنۍ کې د نوم ترڅنګ نورمعلومات هم غوښتل شوي وي ، لکه تخلص ، کورنی نوم او ګرځنده شمیره ،نو د ډکنۍ د لیږلو په وخت کې دا معلومات به هم په لټونګر کې د لیکل شوي پتی اونوم تر څنګ د & سمبول په ایښودلو یو ځای پالنګر ته ولیږل شي، یعنی د نوم څخه وروسته به د &  نښه او بیا دتخلص پارامتر او د هغه قیمت ،د & سمبول ،د کورنی نوم پارامتر او دهغه قیمت او په همدې ډول دا پاتې پارامترونه تر پایه پوری.
Http://www.benawa.com/infopage.html?surname="احمد"&lastname="ولی"&...
یعنی سمبولونه او حرفونه لکه واټن اونوری ځانګړې نښی پالنګر ته په خپل اصلی بڼه نه لیږل کېږي بلکې  لمړی به شفر تبدېل او بیا پالنګر ته لیږل کېږي چې دې عملی ته «Encoding » وائی او په همدې ډول همداسی نښی او ځانګړې سمبولونه پالنګر ته له رسیدو سره سم لمړی په خپل اصلی بڼه تبدېل او بیا قانونی مرحلی ورباندې اجرا کېږي.
مثلآ :په پورتنی بیلګه کې د نوم پرځای ، نوم او کورنی نوم دواړه غوښتل شوي وي نو د «Get» مېتود نومړی معلومات پدې ډول پالنګر ته لیږی.
Http://www.benawa.com/infopage.html?fullname="احمد"+"ولی"
پدې بیلګه کې مسافه لمړی د جمعی په یوه علامه بدله شوي او پالنګر ته له رسیدو سره سم بیرته په مسافه بدلیږی ا و بیا وروسته ئی نور مرحلی اجرا کېږي.

 

 

 

 


دوهم څپرکۍ
د لومتن د نښلولو ژبې په واسطه د ګورتپاڼو جوړول او دCSS طراحی کول (سټایلونه ئی):
 
پدې څپرکې کې مولاندې موضوع ګانو ته ځاي ورکړي:
  د لومتن د نښلولو ژبې لنډه پېژندنه.
  د لومتن د نښلولو ژبې له مخی د ګورتپاڼې مهم توکې.
  د لومتن د نښلولو ژبې په واسطه یوه پرمختللې ګورتپاڼه.
  د لومتن د نښلولو ژبې مهم او مفید بچوي .
  د لومتن د نښلولو ژبې  په مرسته یوه پاڼه پخپله خوښه ترتیب کړي.
  د قوانینو تعریفول.
د لومتن د نښلولو ژبې لنډه پېژندنه:
د لومتن د نښلولو ژبه یوه سمبولیکه او کوډنګ ژبه ده چې د ګورتپاڼو د جوړلو او په لټونګر کې دنورو معلوماتو د ښودلو لپاره کارول کېږي .
لومتن: هغه کمپیوټری متن ده چې د کارن د غوښتنې سره سم کارن ته دنورو اړونده معلوماتو لارښونه وکړای شي ، یاهغه کمپیوټری متنونه چې له نورو متنونو سره اړیکه ولری او د کارن د غوښتنې په وخت کې په نوموړي اړیکه یا لینک باندې له فشار ورکولو وروسته اړونده پاڼه یامعلومات راخلاص شي د لومتن په نامه یادېږي.
معمولآ دا ډول متنونه له نورو متنونو یا تصويرونو سره ا و یاهم له تصويری فملونو سره ارتباط لری ،هرکله چې  کارن ورباندې کېښګای ،نو اړوند معلومات به ورته را خلاص شي ، مونږ د لومتن په واسطه متنونه او متنی  سندونه سره تړو ، او ترمینځ یې ارتباط ورکوؤ.
Mark up: د سمبولونو یاکوډونو مجموعه ده چې په یو فایل کې لیکل کېږي او هدف ئی په ګورتپاڼو کې د معلوماتو ښودنه ده ، یا په بل عبارت مارکپ ژبه لټونګر ته دا وایي، چې په ګورتپاڼه کې لیکل شوي یوه کلمه یالغت په کوم ډول ښکاره او وښودل شي، د مارکپ ژبې هر کوډ ته یو عنصر یا هم بچوۍ ويل کېږي ، بعضی عنصرونه یا بچوي یوه مکمله جوړه وي ، موخه یې داوي چې کله او څه وخت په یوځانګړې ځای یا متن کې تغیرات وښودل شي ،بیا کله او چېرته ختم شي.

 


دلو متن د نښلولو ژبې تاریخچه :
په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د اروپا د هستوي څیړنو پرمختللې قونسلګیری یو کارکونکې چې ټایم برنرزلی نومیده د «Enquire» سیستم رامینخ ته کړ، ددې سیستم یواځینی موخه دا وه چې د اروپا د هستوي څیړنو پرمختللې قونسلګیری محقیقین په خپلو کې معلومات سره شریک کړای شي.
ټایم برنرزلی په داسی حال کې چې د اروپا د هستوي څیړنو پرمختللې قونسلګیری کې شااوخوا لسزره کسانو کارکاوه، پدې سیستم څه دې پاسه شپږ میاشتی وخت ضایع کړ.
داسیستم د مختلفو نیټورکونو سره ، د ذخیریې وسیلو له مختلفو بڼو سره ، توافق او برابر وه. او هم ئی د مختلفو او غیر مشابهو سیستمونو تر مینخ د معلوماتو د انتقال امکانات رامینځ ته کړل .
«Enquire» سیستم د ننی ګورت لپاره یوه ښکاره وړاندیونه وه ، دې سیستم ټول هغه امکانات لرل کوم چې تر «Enquire» پخوانیو مروجو سیستمونو نلرل ،بلاخره برنزلی په ۱۹۸۴ کال کې دوهم ځل لپاره د اروپا د هستوي څیړنو پرمختللې قونسلګیری ته راستون شو ، او په نوموړي سیستم یې بیا کار پیل کړ ، خو تر لنډی مودې وروسته هغه پوه شو چې «Enquire» ته ورته یو بل سیستم ته اړتیا ده ، ترڅو د پروژی د پر مخ بیلو پر مهال تازه او نوي معلومات د پروژی د مسؤلینو سره شریک کړي.
او همدارنګه «Enquire» بیرونی لینکونه او اړیکې پخپل توکبنسټ کې نشوای  ذخیره کولای یا په بل عبارت د «Enquire» توکبسنټ دومره پیاوړی نه وه چې په زیاته اندازه بیرونی اړیکې په یوه وخت کې اجرا او کنترول کړي . کله چې ټایم برنرزلی په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د اروپا د هستوي څیړنو پرمختللې قونسلګیری  پریښوده . نو د «Enquire» پوستکالی سی ډی یا ټیکلی ئی خپل همکار ربرت ته ورسپارلی وه ، ربرت پدې ګمان چې دا پوستکالی د بل چا لخو پر مخ بیول کېږي ، هیڅ پری کار ونکړ خو کله چې ټایم په ۱۹۸۴ میلادي کال کې  بیرته راستون شو نو ويې لیدل چې د «Enquire» نمګړتیاوي زیاتی او نه حلیدونکې دې .
او پرځای یې «Enquire» ته ورته یو بل سیستم ته اړتیا ده ، بلاخره تر ډیرو څیړنو وروسته ټایم برنرزلی په ۱۹۸۹ کال کې د ننی لومتن د نښلولو ژبې یا Html او لټونګر اساس او بنسټ کېښود ، او حتی د ۱۹۹۰ کلونو په اخره کې د پالنګر په کاریال (Application) جوړلو اوتطبیقولو هم بریالی شو .
په همدې کال ربرت او ټایم برنرزلی د اروپا د هستوي څیړنو پرمختللې قونسلګیری څخه دمالی مرستی غوښتنه وکړه ، ترڅو نوموړي پروژه تطبیق او سرته ورسوي ، خو د دې ادارې لخوا یې هرکلی ونشو.
 د ۱۹۹۱ کال په ورستیو کې ټایم د لومتن د نښلولو ژبې اتلس عنصرونه یا تګونه رامینځ ته کړل چې د لومتن د نښلولو ژبې یو ساده پاڼه پری سکښتیدای او جوړیدای شوای چې یو شمیر تګونه یې اوس مهال هم کارول کېږي خو ډیرو یې بدلون موندلی دی .
د لومتن د نښلولو ژبې دلیکلو لپاره کومو توکیو ته اړتیا ده ؟
 لکه څنګه چې مو ولیدل د لومتن د نښلولو ژبې ټول عنصرونه د لیک لړی ساده توری کاروي، او پدې توګه یو ساده پروګرام چې دمایکروسافټ په ويندوز کې «Notepad» ورته ويل کېږي بسنه کوي.
که څه هم ډیر پروګرامونه شته چې اکثره یې په تلواله توګه د عامل سیستمونو سره یو ځای نصب او اعیاریږی، ددی ډول پروګرامونو تر ټولو ښه بیلګه «Notepad» دې. چې دې مایکرو سافټ ويندوز سره یو ځای وی، بعضی نور پروګرامونه هم شته چې د سند په داخل کې هر سطر ته شمیره ټاکې تر څو د تیروتنو د پیداکېدو په وخت کې مونږ سره مرسته وکړي.
دا چې د لومتن د نښلولو ژبې یو سند جوړ او بیایې نتیجه وګورو په یاد مو وي چې د لومتن د نښلولو ژبې هر عنصر یا بچوۍ د دغو نښو (<…..>) تر مینځ باید ولیکل شي او د لومتن د نښلولو ژبې سند د خوندې کولو په وخت کې د ټاکل شوي نوم وروستاړی د( .html ) په بڼه لیکل کېږي .
بیلګه:
Testpage.html
<! DOCTYPE HTML PUBLIC "-//W3C//DTD HTML 4.01 Transitional//EN"
➥"http://www.w3.org/TR/html4/loose.dtd">

<Html DIR="RTL">
<Head>
<Title>A Simple HTML Document</title></head>

<Body>
<h1> کریکټ</h1>
<p> زما لمړی ډیزاین شوي صفحې ته ښه راغلاښت </p>

<p> زما لمړی ډیزاین شوي صفحې ته ښه راغلاښت </p>
<p> داد ایچ ټی میل لمړنی پاڼه به تاسو ته دا وښی چې دلته لیکل شوي بعضی وي په <b> ډبل یا بولډ </b> او بعضی ئی د <I> په مایل یا ایټالیک </I> ډول لیکل شوي دې.
</p>
</body>
</html>

اوس دا پورته لیکل شوي سند د خپل کمپیوټر په یو ځای کې د testpage.html  په نامه خوندې کړي او بیا یې د خپلی خوښی لټونګر په واسطه راخلاص کړي ، چې تاسې به خامخا لاندې صفحه وګوری.
 
                                          
د لومتن د نښلولو ژبې له مخی د ګورتپاڼې مهم توکې:
که د پورتنی صفحې کوډ ته ځیرشو ، نو د پاڼې لمړڼی عنصر«Doctype» څخه عبارت ده ، او موخه یې داده چې په سند کې د کارول شوي لو متن د نښلولو ژبې په زړه پوری لټونګر ته خبرورکړي ، یعنی هر سند د لو متن د نښلولو ژبې یوه سلسله کوډونه لری ، چې دې کوډونو له پیله تر اوسه په دوامداره توګه پرمختګ کړي ، او د هری مرحلی کوډونه ځانته نمونه لری ، مونږ پدې کتاب کې د «Doctype» عنصر د لومتن د نښلولو ژبې د«۴.۰» نخسی لپاره کاروو ،  په دې توګه د لو متن د نښلولو ژبې یو سند د «Doctype» په وسیله د خپلی خوښی لټونګر ته مخکې له مخکې خبر ورکوي چې د لو متن د نښلولو ژبې کومه نسخه ئی په سند کې کارول شوي .
همدارنګه د «Doctype» عنصر باید د پاڼې په لمړیو برخو کې ولیکل شي یا د پاڼې لمړنی عنصر وي تر دې وروسته د لو متن د نښلولو ژبې د پیل عنصر لیکل کېږي .
او دې عنصر ته څیرمه د «Direction» خاصیت او مربوطه قیمت یې «Right-To-Left» لیکل شوي، چې د سند د منځپانګی لیک بڼه له ښی نه چپی خواته بدلوي، او دهمدې عنصر د پای بڼه د همدې سند په اخری برخه کې پدې بڼه «</html>» لیکل کېږي،  دا عنصر لټونګر ته دا په ګوته کوي ، تر څو کوم محتويات د لټونګر په واسطه وژباړل  شي او په لټونګر کې راښکاره شي .
 یا په بل عبارت کوم ډول معلومات په ګورتپاڼه کې ښکاره شي ، سره ددې چې ډیرۍ نوي لټونګران بی له دې عنصر څخه هم کارکوي اوغوښتل شوي متن په پرده په سم ډول ښکاری. خو  ددی بچوۍ نه لیکل تر ټولو بد عادت او مفکوره ده ، ځکه مونږ نه پوهیږو چې زمونږ کارونکې کوم ډول لټونګر او عامل سیسټمونه کاروي . نو پدې اساس هغه به خامخا له کوم ډول ستونزو سره مخامخ کېږي.
د لومتن د نښلولو ژبې د عنصرونو تر مینځ سندې معلومات بیا په دو برخو ويشل کېږي چې یوه برخه د«<head>  او </head>» بچویو تر مینځ لیکل کېږي او بله برخه ئی د«<body> او</body> » پوری تړاو لری ، ټول هغه معلومات چې د لومتن د نښلولو ژبې د یوه سند د«<head>» په برخه ی لیکل کېږي ، کارن ته د پاڼې په مخ نه ښکاری ، هغه معلومات چې د «<body> او</body> » عنصرونو مینخ لیکل کېږي کارن ته په ګورتپاڼه کې ژباړل کېږي او ښودل کېږي.
د لومتن د نښلولو ژبې سند د عنوان «head» برخه  :
که پورتنی کوډونو ته ځیر شو نو لیدل کېږي چې د «<head>» برخه تنها یو کرښه لری ، هغه معلومات چې د پاڼې د «<head>» په برخه کې لیکل کېږي په لټونګر کې د پاڼې په پورتنی چپ اړخ کې د پاڼې د عنوان په حیث راښکاره کېږي ، په یاد ولری چې عنوانی معلومات د پاڼې په داخل کې د لټونګر په واسطه نه ژباړل کېږي په حقیقت کې د پاڼې عنوان څو مهمی دندې ترسره کوي .
  په انټرنیټ کې لټونکې ماشينونه ددې لپاره چې یو ګورتپاڼه پیدا او د هغه د منځ پانګی په اړه معلومات حاصل کړي ، نو د ګورتپاڼو د «<head>» برخه کاروي.
  کله چې تاسو وغواړی په زړه پوری ګورتپاڼې د خپل کمپیوټر په لټونګر کې لیکې- نښی یا «Bookmark»کړي نو معمولآ د ګورتپاڼو عنوانونه په لټونګر کې د ګورتپاڼو د ادرسونو تر څنګ خوندې کېږي تر څو کارن ته یې لوستل اسانه وي .
  ډېرې لټونګرونه د ووړولو څخه وروسته ، په لټونګر کې د راخلاص کړو ګورتپاڼو یو یا څو ادرسونه مونږ ته ښئ .
نو پدې اساس دا برخه ډیره مهمه ده چې یو مفهوم لرونکې او له معنی ډک مطلب او وي پکې وکارول شي.
 پدې برخه کې نور عناصر هم لکه «link , meta , script» او داسی نور چې ددې کتاب په اوږدو کې به په پوره ډول واضح شي هم کارول کېږي.
د  لومتن د نښلولو ژبې د یوه سند د بدنی «<body>» برخه :
که پورتنی کوډونو ته ځیر شو ، نو وبه ګورو چې د سند د بدنی پاسنی برخه یو ډول متنی معلومات او یو شمیر عنصرونه یا بچوي لری ، دا عنصرونه د معلوماتو د څرنګوالی د ښودلو لپاره کارول کېږي ددې لپاره چې د کرښی یوه برخه په پڼډ خط وښیو نو د «<b> او </b>» بچويو تر مینځ ئی لیکو ، په همدې توګه که وغواړو چې د کرښی یوه برخه د مایل خط په ډول وښیو نو د «<I> او </I>» عنصرونو تر مینخ  باید ولیکل شي.
همدارنګه د لومتن د نښلولو ژبه شپږ ډوله عنوانونه لری چې د«<h1>او </h1>» په بڼه له یوه څخه پیل تر شپږم پړاو پوری رسیږی ، عنوانی بچوې «<h>» ته څیرمه له یو څخه تر شپږ پوری شمیری د همغه عنوان غټوالی او کوچېنوالی په ګوته کوي ، چې تر ټولو غټ عنوان یو او تر ټولو کوچنی عنوان «<h6>» بلل کېږي.
پورته ذکر شوي ډېرې بچوي کانټینر یا شاملونکې بچوي ول، دا ډول بچوي دوه برخې لری چې د خلاصیدو برخه یې جلا او د بندېدو برخه یې جلا ده.
خو داسی بچوي هم شته چې کانټینر یا شاملونکې ندې او په تنها توګه کارول کېږي د بېلګې په ډول «<br/>» بچوۍ چې د یوي کرښی په اندازه د فاصلې د رامینځ ته کولو لپاره کارول کېږي، یا د «<hr/>» بچوۍ چې د پاڼې پرمخ یوه افقی کرښه جوړولای شي.
یادونه: که چېری تاسو وغواړی چې د متنی سند د بدنی په برخه کې یو څه په داسی ډول ولیکې تر څو د لټونګر په واسطه کارن ته د پاڼې پر مخ ښکاره نشي، نو دا ډول لیکنې بیاد تفسیر «comments» په بڼه لیکل کېږي ، د لومتن د نښلولو ژبې تفسیری بچوي په لاندې ډول لیکل کېږي.
<! ........ ........ دا برخه تنها د تفسیر لپاره ځانګړې شوي او د لټونګر په پرده نه ښکاره کېږي ..... .......... >
د لومتن د نښلولو ژبې عناصرو خاصیتونه:
کله کله اړتیا تر سترګو کېږي چې د لومتن د نښلولو ژبې یو عنصر په کوم ډول عمل وکړي، پداسی حالتو کې تاسو کولای شي نوموړيو بچويو ته په پیل کې پارامتر او د هغه قیمت ور زیات کړي، چې د عنصر د خاصیت په نامه یادېږي او د بچويو یا عناصرو په وضیعت کې د بدلون لپاره کارول کېږي.
بیلګه:                 
<body bgcolor="#cccccc">
.
د پاڼې منځپانګه
.
.
</body>
په دې بیلګه کې د سند د بدنی بڼه د هغه د یو خاصیت په واسطه چې په حقیقت کې د پاڼې شالید رنګ تغیروي، تطبیق شوي او پاڼې ته یې خاورین رنګ ورکړي، پایله یی دلته وګوری:
 

یادونه: د لومتن د نښلولو ژبې رنګونه د هګذا ډیسیمل یا د «۱۶» په قاعده جوړ او ترتیب شوي ، چې هر رنګ بیا له دریو رنګونو سور، شين ، او شفتلی څخه ترکېب شوي دې. د هر رنګ قیمت له دوه صفرونو شروع او بیا تر دوه «ff» پوری رسیږی.
د رنګونو هر کوډ د هش نښی سره یو ځای لیکل کېږي، لکه ټول صفرونه او هش نښه مطلق تور رنګ راکوي «#000000» او «#ffffff» په مطلق ډول سپین رنګ دې.

تړنګ بکس (Combo box):
د شيانو هغه لست چې د کمپیوټری پردی پر مخ ښکته خواته خلاصیږی، او شيان په منظم ډول لست کولای شي.
بیلګه :
Combo.html
<! DOCTYPE HTML PUBLIC "-//W3C//DTD HTML 4.01 Transitional//EN"
➥"http://www.w3.org/TR/html4/loose.dtd">
<html DIR="RTL">
<Body>
  <form action="" >
   <select name="cars" style="width: 232px; height: 30px; font-size: 20px ;">
       <option value=" کرولا”>کرولا</option>
       <option value="لنکروزر”>لنکروزر</option>
       <option value="ډینا" selected="selected">ډینا</option>
       <option value="کېمری”>کېمری</option>
   </select>
  </form>
</body>
</html>

تړنګ بکس چې د لومتن د نښلولو ژبې د ډکنۍ په داخل کې د «select> < او> select/<» بچويو تر مینځ تعریفیږی، قیمتونه یې د « < option >» او«/option>   <» بچويو په واسطه تعینیږی. د « < option >» بچوۍ د«selected » خاصیت پواسطه کارن کولای شي د تړنګ بکس په داخل کې په تلواله توګه یو عنصر وټاکې .
د تړنګ بکس پورتنی بیلګه د موټرو په لست کې د ډینا موټر په تلواله توګه د پاڼې پر مخ د لاندې انځور په شان ښودلای شي.
د پورتنی کوډ زیړ رنګی کرښه چې په حقیقت کې د «CSS  »کوډونه دې ، د پاڼې د تړنګ بکس او  لیکنې اندازه ټاکې.
 

لستونه:
أ‌. تعریفونکې لست
که چېری تاسې غواړی ،د څیزونو یو لست په دې توګه وسکښی چې هر څیز ته په جدا ډول توضیح یا تعریف ورکړل شوي وي ، نو د لاندې بېلګې په توګه یې ترتیبولای شي.

DL.html
<! DOCTYPE HTML PUBLIC "-//W3C//DTD HTML 4.01 Transitional//EN"
➥"http://www.w3.org/TR/html4/loose.dtd">
<html dir="rtl">
<body>

<h4> د شيانو یو لست په دې ډول چې هر څیز په جدا ډول تعریف کړي :< /h4>
<dl>
  <dt> کافی</ dt>
  <dd> د چای او شيدو ترکېب چې ګرمه او تور رنګی وي< /dd>
  <dt> شيدې</dt>
  <dd> سپین رنګی او سړی وي</dd>
</dl>

</body>
</html>
د پورتنی کوډ پایله تر خوندې کولو وروسته په لټونګر کې په لاندې ډول ښکاری :
 

ب‌. مختلف النوع لست:
د شيانو مختلف لستونو لکه شماره لرونکې لست، د مختلفو تورو په واسطه ترتیب شوي لستونه په لاندی بیلګو کی لیدلای شی، تاسو کولای شي د خپلی خوښی لست د اړتیا پر وخت کې وټاکې او کار تری واخلی .

 

 

 

 

 

 

Different_type_list.html
<! DOCTYPE HTML PUBLIC "-//W3C//DTD HTML 4.01 Transitional//EN"
➥"http://www.w3.org/TR/html4/loose.dtd">
 <html dir="rtl">
<body>


<h4>شماره لرونکې لست:</h4>
<ol>
 <li>تفسیر شریف</li>
 <li>نبوي حدېث</li>
 <li>عقاید</li>
 <li>فقه او قانون</li>
</ol> 

<h4>توری لرونکې لست:</h4>
<ol type="A">
 <li>ریاضی</li>
 <li>هندسه</li>
 <li>مثلثات</li>
 <li>فزیک</li>
</ol> 

<h4>د انګلیسی ژبې  کوچنی تورو لرونکو لست:</h4>
<ol type="a">
 <li>بیالوژی</li>
 <li>کېمیا</li>
 <li>پښتو</li>
 <li>دری</li>
</ol> 

<h4>رومانی اعدادو لرونکې لست:</h4>
<ol type="I">
 <li>خطی الحبر</li>
 <li>منطقی الجبر</li>
 <li>احتمالالت</li>
 <li>الکترونیک</li>
</ol> 

<h4>د رومانی اعدادو ګوچنی اعدادو لرونکې لست :< /h4>
<ol type="i">
 <li>توکبنسټ </li>
 <li>ويب ډیزاین</li>
 <li>شبکه</li>
 <li>پوست کالی انجینیری</li>
</ol> 

</body>
</html>
د پورتنی کوډ پایله تر خوندې کېدو وروسته په لټونګر کې په لاندې بڼه ښکاری:

 

 

ت‌. د لست دننه لست:
NL.html
<! DOCTYPE HTML PUBLIC "-//W3C//DTD HTML 4.01 Transitional//EN"
➥"http://www.w3.org/TR/html4/loose.dtd">
<html dir="rtl">
<body>

<h4>د لست دننه لست:</h4>
<ul>
  <li>کافی</li>
  <li>چای
    <ul>
    <li>تور چای</li>
    <li>شين چای</li>
    </ul>
  </li>
  <li>شيدې</li>
   <li>پنیر</li>
</ul>

</body>
</html>
د پورتنی کوډ پایله تر خوندې کولو وروسته په لټونګر کې په لاندې بڼه ښکاری:
 

 

ث‌. د لست دننه دوه لستونه:
د یوه لست دننه دوه لستونه ډیر معمول دې چې د لاندې بېلګې په توګه ورته اشاره کوو:
DN.html
<! DOCTYPE HTML PUBLIC "-//W3C//DTD HTML 4.01 Transitional//EN"
➥"http://www.w3.org/TR/html4/loose.dtd">
<html dir="rtl">
<body>

<h4>د لست دننه لست :</h4>
<ul>
  <li>کافی</li>
  <li>چای
    <ul>
    <li>تورچای</li>
    <li>شين چای
      <ul>
      <li>چېنایې شين چای</li>
      <li>افریقایې شين چای</li>
      </ul>
    </li>
    </ul>
  </li>
  <li>شيدې</li>
</ul>
</body>
</html>
د پورتنی کوډ پایله تر خوندې کولو وروسته په لټونګر کې په لاندې بڼه ښکاری:
 


ج‌. دایری ته ورته لست یا ګولۍ لست :
د رنګه او خالی دایرو لرونکو لستونه  ډيره ښکلی څیره او سکښت ستاسو ګورتپاڼو ته ورکولای شي .
بیلګه :
<html dir="rtl">
<body>
  <h4>رنګه دایری لرونکې لست:</h4>
     <ul type="disc">
     <li>استاد اولمیر</li>
     <li>استاد ناشناس</li>
     <li>میرمن نغمه</li>
     <li>استاد ګلزمان</li>
     </ul> 
     <h4>خالی دایری لرونکې لست:</h4>
     <ul type="circle">
    <li>استاد اولمیر</li>
    <li>استاد ګلزمان</li>
    <li>میرمن نغمه</li>
    </ul>
  </body>
</html>

بټن (Button):
وروسته له دې چې د ګورتپاڼې یو ډکنیۍ ډک کړو ، نو پالنګر ته د لیږلو لپاره اړینه ده چې د لیږلو بټن کېکاږو.
button.html
<! DOCTYPE HTML PUBLIC "-//W3C//DTD HTML 4.01 Transitional//EN"
➥"http://www.w3.org/TR/html4/loose.dtd">
<html dir="rtl">
  <Body>
    <form action="">
       <p style="font-size=1.2em ;"> کارن نوم: <input type="text" name="user" style="font-size=1.2em ;">
       <input type="button" value="لـــــیږل" style="font-size=1.1em ;">< /p>
    </form>
  </body>
</html>
په ډکنۍ کې د بټنی د جوړولو لپاره اړینه ده ، د«input» بچوۍ د «type» خاصیت قیمت «button» وټاکو، د همدې بچوۍ د «value» خاصیت د نوموړي بټنې نوم ټاکې.
د پورتنی کوډ پایله تر خوندې کولو وروسته په لټونګر کې په لاندې ډول ښکاری:

 
      رادیو بټن:
ددې تڼی په واسطه کارن کولای شي ، له دوه ممکنه حالاتو څخه یو وټاکې .
Radio_button.html
<! DOCTYPE HTML PUBLIC "-//W3C//DTD HTML 4.01 Transitional//EN"
➥"http://www.w3.org/TR/html4/loose.dtd">
<html dir="rtl">
<Body>
     <form >
نارینه:
             <input type="radio" name="Sex" value="Male" checked="checked">
 <br>
ښځینه:
              <input type="radio" name="Sex" value="Female">
 <br>
              <input type ="submit" value ="Submit">
    </form>
 </body>
</html>
د پورتنی کوډ پایله د خوندې کولو څخه وروسته په لټونګر کې په لاندې بڼه ښکاری :
 

انځورنه : 
معمولا انځورنه په ګورتپاڼو کې د «<img>» بچوۍ په واسطه ځای پر ځای کېږي، د «<img>» بچوۍ د «src» یو خاصیت لری چې د انځور پته یا دقیق ځای پرنښه کوي. د انځور د اندازی د تعینولو لپاره نور خاصیتونه هم شته چې د انځور عرض،د انځور طول، او د انځور بریدونه ورته ويل کېږي.
<img src=”mypagefile.jpg” border=”2” width=”75” />
د یو انځور زخامت ، د انځور د برید یا سرحد زخامت، او د انځور لوړوالی په پیکسل (pixels) باندې اندازه کېږي ، پیکسلونه په حقیقت کې د کمپیوټر په پاڼه باندې د یو انځور په جوړښت کې موجوده ټکو ته ويل کېږي.
د انځور بچوی تر ټولو مهم خاصیت «alt» څخه عبارت ده، «alt» د انګلیسی کلمی (alternative text) څخه اخیستل شوي چې د متناوب یا د انځور د توضیحی متن په معنی ده.
که چېری وغواړو په ګورتپاڼه کې د موجودو انځورونو په اړه لنډه توضیح ولیکو، چې کارن ته د لیدو وړ وي نو د انځور تګ د «alt» خاصیت څخه کار اخلو. ډېرې ګورتځایونه او د کارن لټونګرونه له یو بل سره مناسب او موافق نه وي، یا هم ګورتځایونه نوي او په نمونه کې یې وخت پر وخت تغیر راوړل کېږي، چې دا تغیرات په لټونګرانو کې نه وي تطبیق شوي ، یا ددې برعکس.
نو که چېری یو کارن انځور نشي کتلای ، په داسی حالتو کې «alt» خاصیت د نوموړي انځور په اړه لنډ معلومات کارن ته ښکاره کوي ، چې په دې اساس د هغه ستونزه حل کېدای شي.
<img src=”myimagefile.jpg” alt=”زما خپل انځور”>

په ګورتپاڼو کې د انځور کارونی یوه بیلګه:
<html dir="rtl">
 <body>

 <p>
انځور او متن
<img src="144.jpg"
align="bottom" width="48" height="48">
په یو کرښه کې 
</p>

<p>
انځور د متن په
<img src ="144.jpg"
align="middle" width="48" height="48">
مینځ کې
</p>

<p>
د انځور پورتنی څوکه او متن
<img src ="144.jpg"
align="top" width="48" height="48">
یو برابر دې
</p>

<br>

 <hr>

<p>
انځور د متن
<img src ="144.jpg"
width="48" height="48">
دننه
</p>

<p>
<img src ="144.jpg"
width="48" height="48">
لمړی انځور او بیا متن
</p>

<p>
لمړی متن او بیا انځور
<img src ="144.jpg"
width="48" height="48">
</p>

</body>
</html>
پورتنی کوډ تر خوندې کېدو وروسته په لټونګر کې په لاندې بڼه ښکاری :
 

جدولونه:
کله چې تاسو وغواړی ، خپل معلومات په جدولی بڼه وړاندې کړي نو د لومتن د نښلولو ژبه دې ډول موخو ته د رسیدو لپاره یو ډول ځانګړې عناصر لری چې په لاندې ډول دې:
<table>
<tr><th>لمړی برخه</th><th>دوهمه برخه</th></tr>
<t