د جاوید احمدزي نوې شعري ټولګه (یادونه او دردونه) چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59648

دخبریدو نیټه : 2014-05-24

 

 یادونه او دردونه ، د ښاغلي جاوید احمدزي دوهمه شعري ټولګه ده ،چې تازه په تازه په ۹۹ مخونو کې چاپ شوې ده .
ښاغلی احمدزی په بلجیم کې ژوند کوی او ډېر وخت کېږي چې له هېواده مساپر دی.
یاد کتاب د ۱۰۰۰ ټوکه په تیراژ د اسد دانش مطبعه کابل کې د لیکوال په مالي لګښت په ښکلي صحافت چاپ کړی .
په دې شعري ټولګه کې غزلونه،نظمونه او څلوریځې راغلې دي ،په کتاب ښاغلي عبدالغني هاشمي سریزه کښلی او د ډیزاین کار یې ښاغلي سپين سهار بشپړ کړی دی.
تاسو کولي شي چې یاد کتاب د کابل ښار د کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کړي.
لیکوال ته د لا بریاوو په هیله!