دروسيې فدراسيون دسانکت پتر بورک په ښار کې ميشتو افغانانو ، دهیواد دولسمشری دټولټاکنو په دويم پراوکې دمخکښ کانديد ښاغلي ډکټور اشرف غني احمد زي ملاتړ وکړ.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59771

دخبریدو نیټه : 2014-06-08

 عبدالمحمدمحبوب

 

 په هغه غونډه کې چې دهمدې موخې له پاره دياد شوي ښار دافغانانو دکار په ځای کې دختيځوالو دقومي شوراپه ابتکار په 03.06.2014 نېټه جوړه شوې وه ګڼو افغانانو ګډ‌ون کړي وو.

 


دغونډې ګډون وال

 غونډه دښاغلي ډاکټر نجيب الله پیزاده له خوا، دقرآن عظيم الشان دڅو مبارکو آياتونو په طلاوت پيل شوه. او ورپسې زموږ دګران هیواد افغانستان ملي سرود خپور شو. دغوندې پرمخوړونکي ښاغلي محمد قاهر درد مند په سانکت پتر بورګ کې دافغانانو شورا دمشر تابه هيئت غړي ،دغونډې تر کيب داسې اعلان کړ:

 

 


ننۍ غونډه په سانکت پتر بورګ کې دختيخوالو دقومی شورا دمشر تابه هيئت له خواجوړه شوې ده. په غونډه کې زموږ دهیواد جنوبي، جنوب غربي، مرکزي او شمالي زونونو دقومونو مشران او همدارنګه دسانکت پتر بورګ دافغانانو دواحد مرکزمشر ښاغلی دکتور اينجينرمحمد نعيم ځدران او دهمدې ښار دافغانانو ددياسپرې مشرښاغلی محمد نبي بختيارځوی ګډون لري.
دملاتړ غونډې مشرتابه هیت، ښاغلي ډاکتر نجم الدين دختيځ والو دقومی شورا مشر او مشرتابه غړي هر يو ښاغلي محمد رفيق خوږیاڼیوال ، ښاغلي اينجينر رستم، ښاغلي ډاکټر ببرک کمال خیل او ښاغلي ډاکټر نجيب لله پيرزاده وټاکل شول.

ښاغلي محمد قاهر درد مند او ډاکټر نجيب الله پيرزاده

 غونډې ته پرا نستونکې وينا دع. محبوب له خوا وړاندې شوه. هغه دهیواد په او سنی سياسي حالت باندې رڼا وچوله. او دخپلو خبرو په يوه برخه کې يې داسې وويل : ((نن موږ او تاسې دخپل ګران هیوادافغانستان دورستيو پیښو په هکله دخپلو آندونودرا څرګندولو په موخه دلته را ټول شوي يو. زموږ راټولیدل ددې څرګندوی دی چې موږ دخپل هیواد سيا سي روانې چاري په ځير سره څارو. دولسمشرۍ او دولايتی شورا ګانود۱۳۹۳ کال ټول ټاکنې دهیواد په سیاسي تاريخ کې سر نوشت سازې او بې ساري دي.
په سياست کې دواک لاسته را وړنه، ساتنه او دهغه انتقال درې مهمې دندي دي چې دهیواد دخلکود ژوند اسودګي او آرامي په هغو پورې مستقيم تړاو لري. تاسو ته څرګنده ده، چې زمو ږ دهیواد په تاريخ کې سیاسي واک ډېر وخت په زور لاسته را وړل کیده ، دتاو او تريخوالي په مرسته ساتل کیده او سوله ایز انتقال ته یې بيخي اړتيا نه پيداکیده . نوځکه زموږه ټولنه دوروسته پاتو ټولنو په جم کې حسابیږي . په داسې حال کې چې دولتي واک بايد ميراثي نه وي او هغه ته دالهي دامانت په سترګو وکتل شي.
دټولنې په مرسته دالهي امانت مستحق او اهل شخص ته لیږدول يوه اسلامي وجيبه ده، الله (ج)په پاک قرآن کې داسې فرمایلی دي: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَماناتِ إِلى‏ أَهْلِها وَ إِذا حَکَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُکُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ کانَ سَميعاً بَصيرا. نسا ـ ً58 .

 

 

 

مسلمانانو !الله تاسو ته حکم کوي، چې امانتونه دهغواهل ته وسپارئ. او کله چې دخلکو په منځ کې فيصله کوئ، نو په عدالت سره يې وکړئ. الله تاسو ته ډېر لوی نصيحت کوي او په باوري ډول الله هر څه اوري او ويني.
ددې مبارک آيت په مصداق الله تعلی انسانانو ته امر کوي چې امانتونه خپلو اهلو ته وسپارئ. او کله چې دخلکو په منځ کې قضاوت کوی نو په عدالت سره حکم وکړئ. په دغو امانتونو کې ټول مادي او معنوي امانتونه شامل دي. دالهي نظام ټينګول په خپله يو امانت دی. دهغه واک اهل ته په لاس ورکول دخلکو اسلامی وجيبه ده. په داډول نظام کې به دشرک ، قومي او قبيلوي تعصبونو ته هيڅ ځای موجود نه وي.
دټولنې درهبرۍ له پاره دقرآني علومو په رڼاکې هغه څوک اهل دي ،چې امين وي او دا دنده دالهي امانت وګڼي او ميراٍثي يې ونه بولي. دخلکو مال او نفس ته تاوان ونه رسوي ځکه چې ايمان له خيانت سره هیڅ وخت جوړ نه را ځي. مشر بايد دمسئوليت داجرا توان ولري، جسماء ًروغ او کافي پوهه ولري. اخلاقاً نمونه وي . دټولنې څخه دخدمت بدله ونه غواړي. حساس ضمير او د دفصاحت او بلاغت خاوند وي. زړه ور او په سختيوکې دالله (ج) په توکل مخته لاړ شي.
ګرانو ورونو! سره له دې چې اوسني ټولټاکنې په داسې حال کې تر سره کیږي چې زموږ په سیاسي حريم کې بهرني پوځي ځواکونه حاکميت لري. خو دې کار موږ ته ددې اجازه را کړې چې خلک درايې ور کولو صندقونه ته لاړشي او دخپل خوښې کانديد ته وټ ورکړي . څو ورځې مخکې واشنګټن پوست ليکلي و چې په افغانستان کې اوسني حالت چې دلسو مليونو په شاخواکې ځوانان او اطفال په تحصيل او زده کړه بوخت دي، دهیواد اقتصادي حالت دپخوا په نسبت ډېر ښه شوی، او خلک دخپلو ارادو دښکاره کولو په مرسته خپل مشران ټاکي دا دغربي هیوادو او په راس کې يې دامريکا دموجوديت برکت دی. ددې خبرو سره سره داچې دټولتاکنو له پاره نسبي شرايط برابر شوي دا هم با يد غنيمت وګڼو او له هغو څخه استفاده وکړو. سياسي امانت دخلکو له خوا مستحقو شخصيتونو ته سپارل به زموږ هیواد له ميراثي او توتا ليتارستي يو ګوندي حکومتونو څخه چې خپلې ګټې يې دملت له ګټو څخه وړاندې ګڼل وژغوري.
دولسمشري دټولټاکنو په لومړي پړاو کې هيڅ يو له کانديدانو څه پدې بريالی نه شو چې درا يو پنځوس جمع يو فيصد پوره کړي نو هغه وه چې ټولټاکنې دويم پړاو ته ولوېدې.
موږ دلته ددې له پاره را غونډ شوی يو چې دمخکښ کانديد ښاغلي دکتور اشرف غني احمد زي دبدلون او دوام له پروګرام څخه دټاکنو په دويم پړاوکې خپل ملا تړ اعلان کړو. دبدلون او دوام په کړنلاره کې دروان بحران څخه دهیواد ژغورل، دملي يو والي ټينګول، دګاونډيو هیوادونو سره دموجودو ستونزوحلول دموجود دولتي فساد سره مبارزه، دمعلولينو او معيبينو دژوند ښه والي ته توجه،ځوانانو او نورو خلکو ته دکار پيداکول، داقتصاد دودې له پاره دبنسټونو جوړول ،دفقر ريښې اېستل دبهرنيو تجربو څخه استفاده ، دسولې دټينګښت له پاره درغندو ګامونو اخستل،دټولنیز چاپريال ډموکراتيزه کول،دسياسي واک درا تلونکي انتقال له پاره سوله ايز میکانیزم جوړول او داهر څه داسلامي نړۍ ليد له مخې تر سره کول شامل دي. په دې پروګرام کې دپلې کیدو لارې چارې روښانه او مالومې دی.
دتحول او تداوم پروګرام شاته يو داسې ټیم ولاړدی،چې له يوې خوا دملي وحدت تمثيل کوي او له بلې خوا خپله احمد زي په ملي او نړۍ واله کچه پیژندل شوی شخصيت دی. دهیواد په دېننه کې دمختلفو سياسي ، ټولنيزو، کلتوري ، علمي او قومي جوړښتونو ملا تړ ورسره دی. داوسنيو حالاتو له پاره له هر چا مساعد سړی دی. په هیواد کې دده نوم له دولتي فساد څخه لرې دي او په علمي کړيوکې ديوه پوه او استاد په څیر ورته کتل کیږی .په تیرو جګړو کې ښکیل نه دی، لاسونه يې دخلکو په وينو نه دی ککړ. دکار له پاره دعلمی او تجربوي پو تنسيال خاوند دی .

 

 

داستاد کاکړ په وينا: (دی ډیر قوی یاد لری او تل معقول او منطقی غږیږي. د قانون، اخلاقي اصولو او د دیسیپلین په چوکات کې دېننه ژوند کوي. د سقراط په شان آزادي په قانوني ژوند کې غواړي. له قانون ماتوونکي سره نه جوړیږي ، پری باندی غصه کیږی هم... د پارونکو پوښتنو په وړاندی نه احساساتي کیږي. داشرف غنی دوه مخی توب او ښویه چلند زده نه دی. رډ غږیږي ، او رښتیا وایي؛ او په خپلو اصولو دومره ټینګ ولاړ دی چی په اړه یی ټوکې هم نه خوښیږی. )
موږ ځکه دده دملا تړ له پاره دلته را ټول شوی يو . زه دغوندې ګډونکوونکو ته ښه راغلاست وايم او دغوندې کار ته موفيقيت غواړم.))
ورپسې ښاغلي ډاکټر ببرک کمال خیل، چې د ښاغلي اشرف غني احمد زي سره دکتنې په وخت کې په سانکت پتر بورګ کې دهغه له خوا خپل استازی ټاکل شوی خپلې خاطرې يې داسې غونډې ته واورولې: احمد زی صاحب داوسنی وخت له پاره ډېر مساعد سړی دی، هغه دکار پوره توانايي لري او په خوا کې يې دلويې تجربې خاوند دی. دهر چا خبرې په غور سره اوري او سوالونو ته يې معقول ځواب وايي. ما له هغه سره په روسيه کې دموجودو افغانا او خاصتاً ددې ښار دافغانانو مشکلات شريکړل. هغه وويل، چې افغانان دنړۍ په هرکنج کې چې وي زموږ له پاره يو ډول حقوق لري او موږ به کوشش وکړو چې دخپلو مسلکی کدرونوڅخه دهیواد دښیرازۍ له پاره درسته ګټه بورته کړو. موږ همدارنګه روسيې ته دافغانانو دتحصيلي برسونو او په سانکت پتر بورګ کې دافغانستان ددپلماتیکې نمايندکۍ دپرانستلو په هکله خبرې وکړي . زه عقيده لرم چې دتحول او تداوم ټيم دبرياليتوب نه وروسته به زموږ په شانې نورو هیواد والو مشکلات هم حل شي.
دغونډې په وروستيو برخو کې دسانکت پتر بورګ دافغانانود شورا مشرښاغلي محمد آخان صافي خبرې وکړې وې ويل:
 (زما په نظر زموږ دهیواد په او سنيو ټول ټاکنو کې موږ نه یوازې دولس مشر ټاکو بلکه دخپل روښانه را تلونکي له پاره يو
 داسې قدم اخلو چې زمو ږ اولادونه به را ته دعا کوي. موږ او تاسو په داسې رژيمونو کې ژوند کړی چې دهیواد ټول سيا سي واک به دیوه قشر او يا ديو ګوند په لاس کې و. داکثرو خلکو اولادونه له تحصيل اوزده کړې محروم وو. دخلکو له پاره دولتی چوکاټ يوه تپه تياره وه چې له دېننه څخه يې چا اګاهې نه در لوده.
نن دې ته شرايط برابر شوي، ترڅو خپل راتلونکي مشران خپله وټاکو. تاسو ته مالومه ده ،چې د۱۳۹۳ کال دحمل په ۱۶ نيته دولسمشری ټاکنې تر سره شوې. په لومړي پړاو کې اته کانديداتانو برخه اخستې وه. خو هیڅ يوه ونه شوای کړای چې دقانون سره سم دپنځوسو فيصدو نه زياتې رايې وګټي. په ټولټاکنو کې دوه کاديدان مخکې وه، يو يې عبدالله عبدالله او بل يې ډاکټر اشرف غني احمد زي. موږ دلته ددې له پاره را ټول شوی یو چې دټول ټاکنو په دويم دور کې داشرف غني احمد زي څخه خپل ملاتړ څرګند کړو. داټاکنې دانتخاباتو دکميسيون له اعلان سره سم دجوزا په ۲۴ نېټه به ترسره شي. زما په آند زموږه ټولنه دهرڅه نه ډېر دې اړتيا لري چې دولس مشر ډاکتر اشرف غنی شي. نن دهیواد په داخل او خارج کې دهغه په ملا تړ غونډې روانې دي. دجهادي تنظيونو زيات مشران دهغه تر شا درېدلي، دهیواد سترو قومونو په اکثرو ولاياتو کې غوندې وکړي او دهغه له پرو ګرامه څخه يې ملا تړ ښکاره کړ.
موږ عقيده لرو ،چې که درغلي ونه شي او دانتخاباتی کميسيون غړي ونه وېرول شي، له خارج نه لاسوهنې ونه شي نو دا يوه ضروري خبره ده چې په ټولټاکنو کې اشرف غنی احمد زی بريالي کیږي.

 

 

 

 

ښاغلي احمد زي ددولت داري په څانګه کې مسلکي تحصيلات لري (ده په سیاسي علومو کې د لیسانس او ماسټرۍ دوره سرته رسولې، دويمه ماسټري یې په نړيوالو اړيکو او وګړپوهنه او درېیمه ماسټري یې په نړيوالو اړيکو کې د کولمبيا له پوهنتون څخه اخیستې اوبیا يې له همدې پوهنتون نه د وګړپوهنې په څانګه کې دوکتورا اخيستې ده او درې نورې افتخاري دوکتوراوې هم لري.

 

له ښي خوانه ښاغلی ډاکټر ببرک کمال خیل اوښاغلی محمد آخان صافی

 د نړيوال بانک لپاره يې د هارډورډ او سټنفورډ د پوهنتونونو له خوا د ليډرشيپ (زعامت ) ځانګړی پروګرام ترسره کړی او خپله یوه کلنه دوره یې په نبوي سیرت کې د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې تیره کړې ده).
دلوړو تحصيلاتو اوزده کړو په خوا کې دکافي تجربې خاوند دی. دده دکار پلانونه روښانه دی . ده د برياليتوب سره سم دخپلو دندو په لومړي قطار کې داسې مسايل شامل کړي لکه : په هیواد کې دپوره امنيت دټينګښت لپاره دوسله والو ځواکونو لويی قومندای جوړول ، په بشپړ ډول دقوانينوپلې کول، ملي يووالي تامينول، دداسې حکومت جوړول چې په هغه کې ولس پوره دواک خاوند وي، ځوانانو ته دکار پيداکول، ديو شمير دولتي ارکانونو انتخابي کول دمحاکمو اصلاح او داسې نور.
زه په سانکت پتر بورګ کې دافغانانو شورا په استازيتوب ددکتور احمد زي نه ملا تر اعلانوم.)
دملاتړ غونډې دپرېکړه لیک مسوده دښاغلي محمد قاهر درد مند له خوا غوندې ته ولوستل شوه، چې درايو په اتفاق سره ومنل شو.

 

 

 


بسم لله الرحمن الرحيم
 دروسيې فدراسيون
 سانکت پتر بورګ ښار
03.06.2014

دافغانستان دولسمشرِی په ټول تاکنو کې دمخکښ کانديد ښاغلي اشرف غني احمد زي په ملا تړدغونډې دپرېکړه لیک متن

 موږدخپل هیواد څخه لرې په سانکت پتر بورګ کې اوسیدونکي افغانان په هیواد کې دموجودډموکراتیک بهير څخه دملاټړ په کولو سره پرېکړه کوو ،چې:
1. موږ به دخپلو دوستانو او خپلوانو په مرسته دولسمشري په ټولټاکنو کې خپلې رايې د تحول او تداوم تلنلارې ته ورکوواو په دې ډول به ددکتور اشرف غني احمد زي څخه خپل ملاتړ اعلانوو.
2. په هیواد کې دټولټاکنو په دويم پړاو کې، دمدني ټولنو له غړو،اوسني حکومت او نړۍ والې ټولنې څخه هیله لرو چې په ټاکنو کې ددرغليو مخه ډب کړي،تر څو ټاکنې په روښانه او دموکراتيکه فضا کې تر سره شي.
3. دټاکنو له عمومي کميسيون څخه زموږ دنني غونډې غوښتنه داده چې دخلکو رايې ته په درنه ستر ګه وګوري، تر څو له تکراري رايو او بې ځايه لګښتونومخنيوی وشي.
4. څرنګه چې ټولټاکنې دخلکو دارادې ښکارندوی دي او دروان میلادي کال په اخر کې بهرني پوځي ځواکونه زموږ هیواد پرېږدي، او افغانان به دخپل برخليک په ټاکنو کې ازا د وي نو داوسني اساسي قانون مخالفينو څخه دغونډې ګډون وال غوښتنه کوي ، چې داختلافونو دحل له پاره بين الافغاني تفاهم ته داوليت حق ورکړي.
5. زور واکان او ټوپکسالاران با يد دټولټاکنې دکمیسيون دغړو له تهديد او وېرولو لاس واخلي. ترڅو هغوي وکړی شي خپلې دند ې دقانون سره سم پلې کړي.
6. غونډه پرېکړه کوي،چې دتحول او تداوم دپروګرام دبري په صورت کې په خاص ډول او دراتلونکي نوي حکومت سره په عام ډول دسانکت پتر بورګ اوسیدونکي افغانان به خپلې مرستې ونه سپموي.
7. موږ له هیواد څخه په بهر کې دخپلو هیواد دملي ګټو دساتني او دفاع په لاره کې خپلو واحدوهلو ځلو ته به هر وخت دوام ورکړو. زموږدملت ګټې زموږ دټولو له پاره له هر څه نه وړاندې ارزښت لري.
8. دغونډې ګډونکوونکي دټولو هغو افغانانو څخه ، چې درايې آخستلو صندقونو ته لاره لري هيله کوي، چې دخپلو مبيلوتیلفونونو او کامرو په مرسته نوم
9. ددې پرېکړه ليک په شمول وړي اسناد عکاسي او اړوندې مرجې ته واستوي تر څو ورک او يا له منځه يو نه وړل شي.
10. دافغانستان دموجود ح کومت له ټولو کارکوونکو څخه هيله کووچې دټولټاکنې په بهير کې دقانون سره سم خپله بې طرفي وساتي. دغونډې بهير د رسنيو له لاري خپور شي.
ومن الله توفيق
 غونډه ددعا په کولو پای ته ورسېده