کندهار : د فوټبال لوبي د غوره ليګ سيالي پای ته ورسيدې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59867
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-06-20

په کندهار کې د ۱۳۹۳ هجري شمسي کال د فوټبال لوبي د غوره ليګ سيالۍ د احمدشابابا د ليسي د فوټبال لوبډلې په بريا پای ته ورسيدې .
دا سيالۍ ، چې يوه نيمه مياشت مخکي په لاره اچول شوي وي موخه يې د کندهار دپاره د غوره لوبډلې ټاکل وه .
په سياليو کې ټولو ديارلسو لوبډلو ګډون کړی وو چې پرله پسي يې ۷۸ لوبي وکړي .
د سياليو وروستۍ لوبه پرون  د پامير او ځوانانو لوبډلو تر منځ وسوه چې دوه د يو په وړاندي ځوانانو لوبډلي وګټل .
په دې سره د ځوانانو لوبډلې دوهم مقام وګاټه او د احمدشابابا لوبډلې چې تر ټولو يې نمرې زياتي وي لمړی مقام خپل کړ .
لمړي مقام لوبډلې ته  د فوټبال فدراسيون له لوري  پنځوس زره افغانۍ جايزه هم ورکړل سوه .
د فوټبال فدراسيون مشر محمدنبي نيازی وايې ، چې دا په تيره لسيزه کې د خپل ډول په زړه پوري سيالي وه ، نيازی زياتوي چې د روژې په مياشت کې هم د شپي له لوري د سياليو د جوړولو پلان لري .