لیوراک ویل ډاټ کام: آیا عراق د ویتنام عربي ده ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59902

دخبریدو نیټه : 2014-06-23


لیکوال : اریک مارګولیس
نېټه : ۲۱ / ۶ / ۲۰۱۴
 ژباړن : نثار احمد صمد

 

 نیویارک ـ هر څوک په دې فکر دي چی نوي محافظه کاران ، یعنی هغه کسان به بیا د پټېدو څخه ځانونه راښکاره نکړی چی د عراق جنګ یې طرح او جوړ کړی و چی تر ویتنام وروسته د امریکا لپاره تر ټولو بربادونکی جنګ ثابت سو .
خو داسی نه ده . پخواني مرستیال ولسمشر ډیک چینی یعنی د بوش په حکومت کی اصلی ځواکمن په ګستاخۍ سره ادعا وکړه چی ولسمشر بارک اوباما د عراق د دې زیاتېدونکي چټلۍ اصلی مسؤل دی . چینی په غرهاري سره وویل چی کمزوره او بې زړه اوباما په منځني ختیځ او شرقي اروپا کی د امریکا دښمنانو ته لاره ورکړه چی خپاره او مسلط سي . دئ غواړی چی امریکایی پوځونه عراق یو ځل بیا ونیسی او احتمالأ سوریه هم لاندی کړی . د چینی دغه سږهارئ او پوښهارئ د یو بل ضعیف الدماغه جمهوریت غوښتونکي مشر سناتور جان مک کېن لخوا هم وستایل سو .
د واشنګټن د لرګیو له خونې څخه د نوو محافظه کارانو شرګینی راووت . هغوی د عراق په خاطر د اوباما د ترټلو لپاره د چینی سره ودرېدل او د اسلامي نړۍ پر ضد د نورو جنګونو غوښتونکي سول .
دا خو د زړه سوي او افسوس وړ امریکایان دي چی دغه جنګ ته ډول وهونکي په اصلی نوم سره نه بولی . په برتانیه کی به هغوی ته استعمارچیان او امپراتورۍ عاشقان ویل کېدای . جمهوریت غوښوتونکی ګوند اصلأ په امریکا کی د استعماري ګوند حیثیت میندلی دی چی د خورا کلکو اسراییل پلوو نوو محافظه کارانو ملګري دي .
دواړه ګوندونه غواړی چی په زوره پر نړۍ امریکایی امپراتوري وترپی او پسی پراخه یې کړی . همدا حقیقت ډیک چینی د ولسي جرګې د افراطي ښیً لاسو په اخبار ( وال سټریټ ژورنال ) کی ولیکیً چی هغه پر اوباما خورا یرغلیزه او شدیدالحنه انتقاد و چی ویل یې دئ به آن « موسولینی » لا هم وشرموي .
همدا نن ولسمشر اوباما د یوې جدي فیصلې سره مخامخ دی . دا چی د بغداد پوځ د سُنی حمله کونکو په وړاندی متردد او رپانده دی ، نو دئ غواړی چی یو محدود امریکایی ځواک او ۳۰۰ امریکایی پوځیان ور ولیږی تر څو د جهادیانو او بعثیانو پرمختګ ودروي . خو هوایی حملې به د ملکی تلفاتو تر څنګ سعودي عربستان او د نړۍ سنی مسلمانان هم ناراضه او خپه کړی . اوباما ښه پوهیږی چی امریکا باید د سنی اقلیت پر ضد د عراق د شیعه ګانو ملاتړئ و نه بلل سی .
سعودیان په ښکاره اوباما ته خبردارئ ورکوی چی په عراق کی باید مداخله ونکړی . پر عین مهال ایران بیا غواړی چی عراق ته ځمکني پوځیان ولیږی ، چی دا کار به سعودي عربستان او اسراییل راوپاروي . خو د عراق په سر به د واشنګټن او تهران ګډه مرسته د امریکا ـ ایران پر اټومی خبرواترو مثبته اغیزه وکړی .
ځکه نو اوباما خپله خبره داسی پوره کوی چی بغداد ته د امریکایی خاصو پوځیانو درې سوه تنه د « سلاکارانو » په نوم ولیږی چی ګواکی عراق ، چی د ۱۹۸۰ راهیسی په جنګ ی دی ، روزنی او مشورې ته اړتیا لری . دا لا څه ، هوایی حملې او د بې پیلوټه طیارو ضربې خو هره دقیقه کېدای سی .
نو هغه کار چی اوباما یې اصلأ کوی ، دا دی چی « سپین پوستي » افسران ور ولیږی تر څو د بومي پوځیانو ریږد او رپېدل سم کړی . په زړه پوری لا دا چی اوباما ځان په لوی لاس د کټ مټ هغسی استعماری لومی سره مخامخ کړی دی لکه په ۱۸۸۵ کی چی د برتانیې صدراعظم « ګلېډ سټون » و . په نوموړي کال کی برتانوئ استعماري جنرال ( چارلس ګورډن ) د سوډان خرطوم ته وخوځېد تر څو د هغو اسلامی مجاهدینو سره جنګېدلی وای چی په « درویشانو » سره مشهور وو . د هغوی مشر، محمد احمد چی په مهدي سره اوڅار و ، تر ډېره حده زموږ د عصر د اسامه بن لادن په څېر یو مؤفق بدمعاش و .
ګورډن خپل صدراعظم ګلېډ سټون ځکه وشرماوه چی برتانوي پوځیان یې د نیل تر وادي پوری سوق کړل تر څو خرطوم آرام کړی . ګلېډ سټون هم د اوباما غوندی نه غوښته چی استعماري خطري ګامونه واخلی ، خو باالاخره عامه ناروسورو مجبور کړ چی سوډان ته پوځ ولیږی چی له امله یې ګورډن ووژل سو او د ویکټوریا د سوبمن شهید حیثیت یې وموند . د درویشانو لخوا د خرطوم نیول د ننني عصر د سپټمبر د یوولسمی د حملې غوندی یوه پیښه وه .
خو نن اصلی هدف تیل دي . څه نا څه اته زره جهادیان او د بعث ګوند جنګیالي ، د اوباما د ادعا پر خلاف و امریکا ته هیڅ خطر نه لری . بلکی هغوی اصلأ « عظیمو تیلو » ته خطر دی .
صدام حسین د عراق تیل ملی کړي وو او د هغه بهرني مالکان یې له وطنه شړلي وو . خو په مجردي چی هغه بې واکه او نسکور سو ، نو امریکایی او نور خارجی نفتی شرکتونه بیرته ورغلل تر څو د عراق دغه توره طلا دباندی راپمپ کړی . لکه څنګه چی ډیک چینی پخپله هم داسی وویل : پر عراق د « اسراییلو او تیلو » په خاطر حمله وسوه .
سپینه ماڼۍ په عین حال کی غواړی چی ژر د بې وجدانه نوري المالکی تر پښو لاندی غالۍ په شدت سره راکش کړی ، او هغه ته وایی چی ګوښه سه یا د ځان چاره وکړه . شیعه جنرالان له مخکی څخه لا پلان جوړوي چی څنګه د مالکی په دفتر کی یو بل څوک کښېنوی . دا چی امریکا د اوکراین په کیف کی د یو نوي حکومت د راوستلو څخه لږ ارامه سوه ، دا دی په عراق کی کوم نوی واکمن لټوی .
د هنري کیسنجر هغه مغزنه کنایه مو ښه په یاد ده چی ویلی یې وو : « د امریکا تر دښمن کېدو د هغه دوست کېدل ډیر خطرناک دی » . نو مالکی به یو بل بې فایدې ګوډاګی وی چی د « لوی لالا » لخوا به یوې ګوښې ته پوری وهل کیږی . په کابل کی به هم د سي آی اې هر واکمن ایجنټ د کټ مټ خطر سره مخامخ کیږی . د عراق او افغانستان دواړو اردوګانو د پیسو په بدل کی یونیفورم اغوستی دی ، نه اصلأ د جنګ لپاره .
په عین حال کی لږ امریکایان په دې خبر دي چی د عراق په جنګ کی مصرف سوي څه باندی یو ټریلیون ډالره د چین او جاپان څخه په پور اخیستل سوي دي ، چی زموږ لمسیان به یې ور ادا کوی .
د هغو نوو محافظه کارانو څخه چی د جنګ لپاره انګولي ( غړانګی باسی ) ، آن یوه هم د کوم لوی جنګ د هڅو سره ځانی مرسته نه ده کړې . نو ځکه به وروسته یو څو کسان راته ووایی چی ویتنام هم اول د لږ شمیر « سلاکارانو » په ورلیږلو سره پیل سوی و ، پای