خپل وطنه ، ګل وطنه‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59925
خليل احمد څارن‎
دخبریدو نیټه : 2014-06-27

 


دا د تکړه ليکوال او طنز ليکونکي ښاغلي عبدالنافع همت د متلونو کيسو کتاب دى چي تازه د علامه رشاد خپرندويي ټولني لخوا په زر ټوکه کي چاپ سو .
په دې ١٤٤ مخه کتاب کي د متلونو ٨٠ کيسې را ټولي سوي دي ، په ښه روانه او ښکلې ژبه اوډل سوي دي ، مهمه داده چي د هر چا څخه يې کيسه اورېدلې ده د هغه نوم ، نېټه او پته هم په لمن ليک کي ليکل سوېده ، ښاغلي سليمان لايق او ښاغلي حبيب الله رفيع سريزي باندي کښلي دي چي د متلونو د کيسو پر ارزښت باندي ږغيدلي دي