پکتيا کرکټ لوبډله دپکتيا والو له خوا وستايل شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59943
فريدالله احمدزی
دخبریدو نیټه : 2014-06-29

 

د پکتیا دکرکټ ملي لوبډله چې دبابا ملت ترنامه لاندي په سیالیو کې یي لومړی مقام خپل کړپه ګرديزکې د پکتیا والولخوا وستایل شوه
دپکتیا دکرکټ ملي لوبډله له بريا وروسته پکتیا ته راستنه شوه ، چې په ګرديز ښارکې  دځوانانو له تود هرکلي سره مخ شوه.
که څه هم د لوبغاړو د هرکلي لپاره دولتي چارواکي او ملي سوداګرنه تر سترګو کيدل خو د اوښتون کلتوري ټولنې له لورې د يادې لوبډلې لوبغاړو ميلمه پالنه او ستاينه وشوه.
د پکتيا د لوبډلې کپټان غمي ځډراڼ له ژوندون راډېو ټلوېزون سره په خبروکې خوښي ښکاره کړه چې د يادو سياليو اتلولي خپله کړه
ځدراڼ وويل، د لوبډلې د بريا راز په دې کې وو چې وار له مخه يې لوبغاړو ته روزنه ورکړې وه.
 د پکتيا ډېری لوبغاړي چې په ملي او الف لوډله کې لوبه تر سره کوي او د هېواد په کچه د پکتيا دکرکټ لوبډله ګڼي لاسته راوړني لري