د روژې دوهمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59956

دخبریدو نیټه : 2014-06-30

لیکوال : نثار احمد صمد
 

 معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټوله دروازې تړل کیږی خو د جنت ټوله دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدګڼی نابود او ښیګڼې موجود کړی . او دا هم د دوهمی روژې لپاره دوهمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ، ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).


درې خطرناک اعمال
 یو عالم ویلی دي چی درې شیان ډیر خطرناکه وبوله چی هر څه دی ګټلي وی ، هغه محوه کوی :
لومړی ـ ژبه د تېغ څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛
 دوهم ـ نشه د مار څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛
 درېیم ـ ګناه د زهرو څخه هم ډیره خطرناکه ده .
هو ، په رښتیا هم دا درې واړه اعمال د انسان ټولی نیکۍ ضایع کوی او په ټولنه آن خپله کورنۍ کی یې مطلقأ تجرید ، سپک او بې دوسته کوی . الله تعالی د توبې دروازه د ځنکدن (زکندن) تر وخته خلاصه پرې یښې ده . همدا اوس هم ناوخته نه دی . څومره به ښه وی چی وخت او فرصت له لاسه ورنکړو .


درواغجن شخص
 حاتم زاهد (رح) داسی فرمایلی دي :
۱ ـ هغه انسان چی د پرهیزګارۍ څخه پرته د خدای د محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛
 ۲ ـ هغه انسان چی د خدای په لاره کی د مال او دولت مصرفولو څخه پرته جنت ته د تللو اراده وکړی درواغجن دی ؛
 ۳ ـ هغه انسان چی د رسول الله (ص) د سنت د پیروۍ څخه پرته د هغه (ص) سره د مینی او محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛
 ۴ ـ هغه انسان چی د مسکینانو او فقیرانو سره د ناستی ولاړی څخه پرته د لوړو درجو سره د مینی ادعا وکړی درواغجن دی .
هو ، څوک چی د دین چاری هم په ریا او غلا سره مخته بیایی معنی دا چی غواړی خدای تعالی خطاباسی ، خو اصلأ ځان پخپله خطاباسی . حضرت بایزید بُسطامی (رح) فرمایلی دي : « دا هم یوه ګناه ده چی د ښه عمل څخه پرته جنت غواړې » . په رښتیا هم نن اکثریت مسلمانان منجمله افغانان د دین ښه مضبوطه ټېکه داري کوی ، چا ته نوبت نه ورکوی ، خوله یې د ناحقه فتواوو او جیب یې د خودساخته ټاپو څخه ډک وی ، په ظاهره ملا خو په زړه بلا وی ، د ظالم او فاسد یار او د مظلوم اغیار وی.... فضیل بن عیاض (رح) د دغسی درواغجنو اشخاصو په هکله فرمایی : « د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه کوله » . نو الله دی دغسی ریاکاران او درواغجنان اصلاح او فلاح کړی