د فرض قطعي ،فرض عَملي او د واجب فرق :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60496
دارالافتاءابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2014-08-01

د فرض قطعي ،فرض  عَملي او د واجب فرق :

مستفتي  :  بشِراغا/ابوظبی
د قدروړ  ، اسلام پوه علامه محمد معين الدين أبوالفضل صاحب او د بينوا پاڼي ټولو کارکونکو ته نيکي پيرزويني او سلامونه وړاندي کوم هيله ده چي قبول سي  ، ځما سوال له تاسي محترم څخه دادئ چي دفرض قطعي اودفرض عملي اوواجب په منځ کښي  څه فرق دئ ستاسودجواب په هيله.

الجواب ومنه الصواب ، نحمده ونصلي علی رسوله الکريم.
فرض قطعي هغه ته ويل کيږي چي هم د عمل په اعتبار او هم د عقيدې او علم په اعتبار فرض وي ، يعني په پريښوولو سره يې فساد دعمل راځي او منکر يې کافر ګرځي  .
او فرض عَملي هغه  دئ چي جواز او روايښت يې په فوت او قضا کيدو سره ختميږي ، لکه مسح د څلرمي د سر ، دا د واجب په دوو قسمو کښي هغه قوي قسم دئ او  دعَمل په لحاظ فرض دئ  خو نه د علم او اعتقادپه اعتبار  ، يعني د فرض عملي په پريښوولو سره فساد د عمل راځي خو منکر او غير معتقد يې کافر نه بلل کيږي .
او واجب  هغه دئ چي نه د عمل په اعتبار فرض وي  او نه د علم او اعتقاد په لحاظ ، لکه  ويل د سورت فاتحې په لمانځه کښي   چي په ترک سره ئې پرمخ باطل والَي دعمل نه راځي
(الشامي ج۱ ص ۷ ۲۵ ) .