فوټبال : کندهار ، د افغانستان ملي لوبډلې ته ماته ورکړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60498
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-08-01

لودين

د کندهار د نويو ځوانانو فوټبال لوبډلي نن د افغانستان د ملي لوبډلې د اتلس کلنو ځوانانو  لوبډلې ته ماته ورکړل .
لوبه  نن د هيواد په مرکز  کابل کې تر سره شوه .
د لوبي په ترڅ کې د کندهار د نويو ځوانانو منختبه لوبډله وتوانيدل ، چې د افغانستان د اتلس کلنو لوبډلي ته  دوه د درې  ګولونو په وړاندي ماته ورکړي .
د کندهار د فوټبال فدراسيون مرستيال ظاهرجان  دا بريا د کندهار دپاره وياړ بولي او ټول کندهار ته يې مبارکي ورکوي .

 د کندهار د نويو ځوانانو دا لوبډله تيري دوې مياشتې د کندهار د مشهور فوټبالر قاسم جان اتل له لوري روزل سوې او روزنه ورکول سوې ده .