دګرامري اصطلاحګانو​کره لیکنه :‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61212
محمدسرور وکیلي‎
دخبریدو نیټه : 2014-09-10

 


 

دایوه په ډاګه خبره ده،چي هره ژبه له ځانه ځانګړې پښویه،ژبښودیا ګرامر لري .
د دغه بنسټیزاصولو له مخه دویینو یاني ګړو سستېم ئې په یوه ټاکل سوي چوکاټ کي سره تنظیم کړي دي . دګړو یاني ویینو کارَونـّه هم له دغه اصولو له مخه کیږي .
دغه ګرامري پښتوګړي د نوي ژبښود له مخه لس دي،چي هره ګرامري ګړه یاني ویي «کلمه» په ژبښودي سستیم کي ځانګړې تشریح کیږي . اوس به دغه لس ګرامري ګړي په پښتو عربي یاپاړسي،انګلسي اوجرمني وښوول سي :
شمېره پښتو عربي،پړسي الماني انګلیسي
 ۱:- نوم اسم noun Name
۲:- نومځۍ ضمیر pronoun Pronomen
۳:- ستاینه صفت adjective Adjektiv
۴:- کړنځی مصدر infinitive Infinitiv
۵:- کړنه فعل verb Verb
۶:- تړونکی قید adverb Adverb
۷:- ټوټکی ادوات،حرف جر preposition(particle)(Partikel) Preposition
۸:-اړتوری حرف ربط یاعطفcojunction Konjunktion
۹:- شمېره اسم عدد numeral Numerale
۱۰:- ږغتوري اصوات،نداsounds Interjektion )
دغه لس ګرامري کلمی دي چي هریوه ګړه ئې جلا جلا په ګرامر کي ځانګړې تشریح کیږي .
دبولګي په ډول : کړنه یاني فعل د درجه بندۍ له مخه په دوه ډوله دی . لکه :
الپ :لازمي فعل یا کړنه (transitive verb)؛
 ب : متعدي فعل یاکړنه (intransitiv verb)
 [که اوس «نیولوجستان» راولاړ سي عربي ئې ژباړه کي اونوم ورکي بېخي بېخونده کیږي .
لازمې ته «خامخاکړنوم» ووایي او دمتعدي مانا تعّدِي، ستمګریامتجاوز دی او دوی ئې تعدي کړنوم پر کښېږدي دابه بلکل یوبل شی ځني جوړکړي . کي لاتیني ژباړه کړي «لیږدل کړنوم» او «نه لېږدل کړنوم »به ورکړي،چي دابیا تر هغه ناسمي کلمې دي،چي پښتوادب زیان من او خراپه وي .]
اصلا لازمي کړنه مانا «بي مفعوله کړنه» ده او متعدي کړنه یوه «مفعول لرونکې کړنه» ده . موږ کولای شو چي لازمي او متعدي په کرامري ژبه وبولو.
اړتیا وژباړه ته نه لري .

فعلونه یاني( کړني) «verbs» دګردان له مخه په دوه ډوله دی . لکه :
قوي یا بې قاعدې فعل په انګلیسي کي (irregular verb)او په الماني کي (starkes Verb)یا
(unregelmäßiges Verb) وایي . او بل ئې :
ضعیف یا باقاعدې فعل په انګلیسي کي ورته (regular verb) اوپه الماني کي (schwaches Verv) یا (regelmäßiges Verb) وایي . (نیولوجستان) «بې لاري کړنوم » او «پرلاري کړنوم» ورته لغت مندلی مانا مجرم فعل اونامجرم فعل ئې بولي .خود به( پاړسي ژبي) راپوري خاندي ، چي دا څه په ژویي ؟ ایاخلک مو له خپلي ډلي باسي؛که ضعیف او قوي کړنه ئې وبولو ؟ (په پاړسي ژبه «اوسني » ته امروزه وایي .) او«نیولوجستان» هم ( اوسنی) ورته وایي، خو و « اوسمهال » ته « وسمهال » وایي، چي « وس » مانا « زور،طاقت، آن،واک » دی . « وس » هیڅ کله د« اوس » لنډیز نه دی . «نیولوجستان» غواړي،چي یوه ویینه یاګړه خپل په نیز لنډه ولیکي یا ئې ادا کړي؛ خوداخبره دامکان سره سمه ده . اماداسي نه چي دګړي مانا بدلون ومومي اویاګرد سره مانا و نه ښندي . هو بل ځای مي د«ګردسره» پر ځای «ګړسره » ولوست . زما په آند چي دا تخنکي ناسمتیا ده؛ خونه څو ځایه په وارو لیکل سوې وه . نوهېښ پاته سوم،چي سم نورمال دپښتو ګړي سرچپه لیکي.نومي داسي وویل :
ترسمي پښتو خراپه خوند ورکوي +
نو ځکه خپل ویلې پښتو خوندورکوي
«ګردسره» یو تړښتي تړونکی (مرکب قید) (zusammengesetztes Adverb) دی، چي د« ګرد» او «سره » څخه راځي . «ګرد» دشمېر قید دی (adverbs of number) مانا ټول،غونډ،له یوسره،تمام .
او «سَره »هم قید دی،چي مانا ئې ده هم،نږدې،راسره اونور . ددغو دو قیدو څخه یو مرکب قید جوړسوی دی، چي هغه «ګردسره» دی . د دغه قید مانا په کــُلـِّي،بیخي،په هیڅ ډول،په هیڅ رنګ اونوردي . زما په آند( ګړسره) د ګړدود څخه راځي .

هغه شپږ مهالونه چي زموږ مصدرونه (infinitivs) پکښې ګردانیږي کره اولنډئې په پښتو ژبه کي چي هم دود لري په څوبین الملل ژبوکي ئې ګورو .

پښتو نومان عربي الماني نومان انګلیسي نومان
 اوس حالpresent Gegenwart
نابشپړاوسمهال زمان حال present tense Präsens
تېرماضي past Vergangenheit
تېرمهال زمان (ماضي مطلق) past tense Imperfekt
بشپړاوسمهال حال کامل یاماضي قریب(ماضي نقلي) present perfect Perfekt
بشپړ تېر مهال گذشته کامل یا ماضي بعید
perfect tense Plusquamperfekt
راتلونکی مهال اینده یا pastمستقبل
futur tense Futur
موږ چي ګورو پخپله خوږه ژبه کي څه ناڅه ګرامري اصطلاحګاني لرو،چي دغه اصطلاحګاني زموږ په پښتنو کي دود دي هرسړی په پوهيږي . نو ولي ناخوالي ګړي چي دنورمال انسان سّر نه په خلاسيږي پر هغه ټاپه د «کره» ووهو اوپه ناحقه ئې وکاره وو .
« تلل » یو لازمي بې قاعدې مصدر یاکړنځی (Infinitiv) دی،چي په دغه شپږو مهالو کي ګردانيږي :
اوسمهال : زه ځم . – تېرمهال : زه ولاړم . -- بشپړ اوسمهال : زه تللی یم . -- بشپړتېر مهال : زه تللی وم . – راتلونکی مهال : زه به ولاړ سم .
تل په ګردان کي دیوه ګړنځي په بشپړ اوسمهال (ماضي قریب) کي د « ول » مصدر پکښي ګردانیږي یاني [ یم – یې -- دی – ده ] راځي او په بشپړتېرمهال کي (ماضي بعید) کي هم د « ول » مصدر پکښې ګردانیږي یاني [ وم -- وې – وو – وه ] راځي .
په اکثره متعدي کړنځیوکي د بشپړاوسمهال (ماضي قریب ) په ګردان کي [ ده – ده – ده ] راځي او په بشپړ تېر مهال(ماضي بعید) کي ئې [ وه – وه -- وه ] راځي .
لکه : [ ما ډوډې خوړلې ده . ] او په بشپړ تېرمهال کي : [ ما ډوډې خوړلې وه . ]

«کړنه یافعل » یو عمل یا کار – د یو شي بهیر -- څرنګواله یاحالت ښیي .
لکه دبولګي په توګه : کار یاعمل : ترکاڼ لرګی اره کوي . یو کار ښیي .
بهیر یا جریان : پر دَښّتُو اوبه بهېدې . یا باد په ځنګله کي چلېده .
څرنګواله یا حالت : ګلان بوېيده . یا لمر ځلېده .
په ځینو وییګړو یاني جملو کي کار یاعمل نه ښکاري دغه جمله یا دیوشي څرنګواله ښیي اویا ئې بهیر . لکه : [ دا ماته سم نه بریښي . ] دلته دغه جمله یوه څرنګواله ښیي . په دغه جمله کي کـُوم کار اوعمل نه څرګندیږي اوهم په دغه جمله کي : [ پرون باد او باران وو . ]
پرون قیدزمان یا مهال تړونکی دی؛ باد اوباران نومونه دی او «وو» رابطه ده،چي دا دوونومونوته د «پرون سره» اړه ورکوي . دغه کړنه د « ول » دمصدر یاني کړنځي څخه راځي .
لکه په دې جمله کي : اسلم هوښیار دئ . -- « دئ » د « ول » له نومځي څخه راځي،چي رابطه ده . اسلم « مسندالیه » او هوښیار ئې « مسند » دئ . دغه ډول جملې یاني وییګړي سته، چي فعل حالت د رابطې ونسي؛ نوم یاستاینه اویاتړونکي ته سره ارتباط ورکي یاني کړنه نه پکښې ښکاري؛ دغسي جملې رابطهء جملې دي .

بله ګرامري اصطلاح جمله ده، چي ما په ډېرو پښتو لیکنو او ګرامري کتابونو کي وییګړه لیدلې ده . خودنیولوجستانولکه چي ددغه لغت څخه بد راغلي اوس ئې په ځینو لیکنو کي ئې « غونډله » وینم .
ماپخپل یوې بلي لیکني کي کښلي وه، چي «غونډله » مؤنث د «غونډل » ده . او غونډل یو زهر لرونکې حشره ده لکه «غڼې»؛ خو «غڼې » لږ وړوکې ده؛ مګر غونډل غټ اوخطرناکه حشره ده .
جمله چي نیولوجستان ورته «غونډله » دیوې خطرناکي حشرې نوم پر ایښی دی ګورو،چي په نورو ژبو کي هم دغسي خطرناک نوم لري که ښکلی نوم لري .
عربي انګلیسي الماني پښتو پاړسي
 جمله ـــ sentence ــ der Satzــ وییګړه کلام، سخن
 دغه پورته دجملې اصطلاحي مانا ده . اوس ئې آري مانا ګورو :
جمله ـــ total, altogether ــ die Summe, ganz ــــ ټول،غونډ،ګرده ــ همه،تماما
 کله چي یوه ګړه ژباړه کیږي یا یو نوی نوم ورته جوړه وي باید دلغت ښکلا،ګرامري ریښې او تر وسه وسه پوري دلغت سادګي په نظر کي ونیوله سي .
«غونډله» نه ښکلا لري او نه ګرامري لغوي ریښې .

لیکونکی محمدسرور وکیلي

 اخځونه :
۱:- ویکیپیدیا
 ۲:- د پښتو ژبښود( د پښتو ګرامر)محمدسرور وکیلي
 ۳:- پښتوگرامر جزءاول مؤلف پوهاند صدیق الله (رښتین )
۴:- پښتوـ الماني قاموس اڅکزی مؤلف احمدولي اڅکزی