احمدشاه بابا لېسې فوټبال لوبډلي پنځلسن ځل اتلولي خپله کړل.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61646
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-10-11

هغه سيالۍ چي يوه مياشت مخکي په کندهار کي د کندهار د فدراسيون د کف په نامه پيل سوي وي پايلوبي ته يې شيرزي   او احمد شاه بابا لېسې فوټبال لوبډلي راوتلي وې، چي د زرګونو ننداره کوونکو په وړاندي تر سره سول.
لوبه تر ډېره مساوي روانه وه، چي د لوبي په دوهمه نيمايي کي د احمدشاه بابا د فوټبال لوبډلي تکړه ګول وهونکي سميع غيرتمل ګول وواهه  چي لوبه يې يو د سفر په وړاندي خپل په ګټه پای ته ورسول.
په دغو سياليو کي ۱۲ الف لوبډلو برخه اخيستې وه، چي لومړۍ مقام احمدشاه بابا فوټبال لوبډلي، دوهم شيرزي فوټبال لوبډلي او دريم پامير فوټبال لوبډلي خپل کړل.
تر دې مخکي سياليو کي احمدشاه بابا لېسې فوټبال لوبډلي د کال غوره لوبډله هم ټاکل سوې وه.
دا  د  احمدشاه بابا د لېسې د فوټبال لوبډلی ۱۵ ځل قهرماني ده چي خپلوي يې .