کندهار : شل زره متره سړکونه ترميم سوي خو بيا هم ډير وران پاته دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61666

دخبریدو نیټه : 2014-10-12

د کندهار ښاروالۍ وايې ، چي روان کال يې په ټوله ښار کي شل زره متره مربع سړکان رغولي او د شلو کيلومترو په شاوخوا کې يې نور سړکونه جوړ او قير کړي دي ، خو اوس هم د کندهار ښار ډير سړکونه وران پانه دي او يو شمير نور يې په ټيټ کيفيت جوړ سوي او قير سوی دي .
د کندهار ښاريان له دولته غواړي چي د سړکونو د رغوني پر مهال کيفيت ته زياته توجه وکړي .
کندهار چي د هيواد د لمړۍ درجه ولايتونو څخه دی ، دا مهال يي ښار خورا پراخ سوی او نفوس يې ورځ تر بلي د ډيريدو په حال کي دی ، د ښار پراختيا د يو شمير نژدي ولسواليو يو شمير سيمي هم د ځانه سره ګډي کړي دي .
د ښار په منځ او ټولو طرفونو کي تير سوي  يو شمير سړکونه قير او يو شمير نور يې يا نه دي جوړ سوي او يآ هم  د ټيټ کيفيت له امله ډير ژر وران سوي دي .
د کندهار ښاروالي وايې ، چې د روان کال پر مهال يې شل زره متره مربع سړکونه رغولي او ترميم کړي دي او د شل کيلومتره په اندازه سړکونه يې له سره جوړ او قير کړي دي .
د کندهار ښار په مرکزي څنډه کي غځيدلی بای پاس او يو شمير نور سړکونه تر دې اندازي وران سوي دي ، چي لوی باروړونکي موټرونه پري چپه کيږي او له امله يې خلکو ته زيانونه رسيږي .
د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر وايې ، چي تر ټولو لويه ستونزه د هغو موټرونو له امله رامنځ ته سوې ده ، چې تر اندازي زيات بارونه وړي او بيا د کندهار ښار په دننه کي پر هغو سړکونو تيريږي چي د کوچنيو موټرونو د وزن سره سم جوړ سوي دي .
ښاروال وايې ، څو چي د ټولګټو د وزارت له لوري  د ښاره ليري د لويو باروړونکو موټرونو دپاره ځانګړی سړک جوړ نه کړي ، دا ستونزه به تر ډير وخته پر همدې ځای پاته وي .
د کندهار ښاريان هم د زياتو سړکونو په ترميم خوښ دي ، خو د نوي دولت او کندهار ښاروالۍ څخه غوښتنه کوي چې وران سړکونه هم جوړ او په لوړ کيفيت دي يې قير کړي .
د کندهار ښاروال  وايې ، چې  د مرکزي اداري له لوري د ښار د سړکونو د ترميم او جوړيدولو دپاره هيڅ راز امکانات نه ورکول کيږي او نه يې هم په ټاکلي بوديجه کي د کندهار ښار د سړکانو ټاکلي برخه ورکړې ده ، نوموړی وايې کوم کارونه چي تر سره کوي ټول د هغو عوايدو څخه لګښت دي چي دوی يې د کندهار ښاريانو څخه ټولوي .
د هرات ، کابل او ګاونډي هيواد پاکستان څخه يوي او بلي خوا ته تلونکي ټول باربري موټرونه د کندهار ښار پر سړکونو تيريږي ، د موټرونو وزن تر اندازي زيات او د سړکونو کيفيت معياري نه دی ، يو شمير سړکونه په پروژو  کې د فساد له امله هم تر سر  تير سوي دي .

 د کندهار ښار څخه تر هوايي ډګره د جوړيدونکي عصري  سړک د جوړيدو چاري هم ډيري ورو رواني دي