د چاپېر یال د ککړتیا ستونزې او لاملونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61732
لیکوال: همت احمدزی
دخبریدو نیټه : 2014-10-18

د هرې ورځې په تېریدو سره په ښار کې د اوسېدو قانون د نه مرعاتولو او د مسوولو چار واکو د نه پاملرنې له امله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ډېری خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. د هېواد ټول وګړي غواړي چې، د امن په فضا کې او له هر ډول ناروغیو لرې خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي. د ډول ډول ناروغیو لکه جلدي، تنفسي، رواني او نورو د پیدا کېدو اصلي لامل د چاپېریال ککړتیا ده او د ښاریانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. هېواد ته د بې کیفیته تېلو واردول، د چرم، پلاستیک، موبلایلو، غوړو لرګیو، د ډبرو سکرو، او ټایرونو سوځول هم په هوا کې د کاربن دای اکساید د زیاتېدو لامل کرځي. دغه راز د بې کیفیته تېلو، ډبرو سکرو او ټایرونو سوځول سبب کیږي چې، په هوا کې د بروز بنزوتایرین، دای اکیسن، اوران او پلی سلیک اروماتیک هایدور کاربن د زیاتېدو سره د خطرناکې ناروغۍ لکه سرطان منځته راوړي. په یوه شپه او ورځ کې د ډبرو سکرو د سوځولو له امله ۸۲۰ ټنه کاربن او د سلفر سوځولو له امله ۲،۵ ټنه نایتروجن دای اکساید تولیدیږي چې په ټوله کې د بې کیفیته موادو د سوځولو له امله په ورځ کې ۳۷۵۰ ټنه کاربن دای اکساید تولیدیږي. څېړنو ښودلې، هغه خصوصي، ملي او بین المللی بنسټونه چې، له جنراتورونو څخه ګټه اخلي په ورځ کې ۵۲۰ ټنه کاربن دای اکساید تولیدوي چې، دا یوه ډیره د اندېښنې وړ خبره ده څېړنو په ډاګه کړې چې، هر کال ۳۰۰۰ هېواد وال د چاپېریال د ککړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په هغه غونډه کې چې، په کابل ښار کې د یوه تحقیقاتي مرکز له خوا جوړه شوې وه د یوې پوښتنې ځواب ته چې ایا نړیواله ټولنه، اروپایي ټولنه او دغه راز ناټو په افغانستان کې د چاپیریال ستانې په برخه کې کومه پانګونه کړې او که نه؟ قناعت کوونکی ځواب ورنکړل شو ځکه چې، په دې برخه کې تر اوسه د پام وړ کار نه دی شوی، په داسې حال کې چې، همدا درې نړیوالې ټولنې دي چې، په افغانسان کې یې لویو لویو سوداګرو ته د بې کیفیته تیلو د واردولو قراردادونه ورکړي چې، ناټو او افغان ځواکونو ته تیل رسوي. په حقوقي ادیاتو کې جرم په دوه ډوله ښودل شوی چې، یو یې سپین جرم او بل یې تور جرم دی. کله چې یو څوک د یوې فزیکي وژونکې وسلې پر مټ بل کس ووژني نو دې ته سپین جرم ویل کیږي، خو هغه څوک چې، چاپېریال ککړوي او د هغه موادو په سوځولو لاس پورې کوي چې، چاپېریال ته ضرر رسوي نو دا بیا په تور جرم کې حسابیږي چې، له بده مرغه تر اوسه دې برخې ته کوم خاص پام نه دی شوی او له عاملینو سره یې هم کوم قانوني چلند نه دی شوی. هغه تلفات چې، د چاپېریال د ککړتیا له امله خلکو ته اوړي تر هغې ډیر خطرناک دي کوم چې، د نورو پېښو په وسیله وي، ځکه دا یوه تتدریجي بڼه لري او شمېر یې هم په کال کې تر هغې ډیریږي. د تنفسي او جلدي ناروغیو له امله د خلکو مړینه ،معلولیت، د زېږون پروخت د میندو او ماشومانو مړینه د هغو مرګ ژوبلې سره د پرتلې وړ ده کوم چې، د توروریستي پېښو له امله خلکوته اوړي. څېړنو ښولې چې، د میحط ککړتیا په امیندوارو مېرمنو هم اثرکوي. هغه مېرمنې چې، د امیندوارۍ پرمهال له مصنوعي دردونو سره مخ کیږي او معلول ماشومان دونیا ته راوړي لامل یې همدا د محیط ککړتیا ښودل شوې ده. په یوه پاک محیط کې ژوند کول د ټولو خلکو حق دی. مسوول چارواکي باید دې ټکي ته جدي پام وکړي، له دې سره په څنګ کې ټول ښاریان، په خاصه توګه مدني ټولنې مسوولې دي چې په دې برخه کې یو بل ته سره لاس ورکړي ترڅو له دولت سره یو ځای داسې برنامې جوړې کړې چې، له مخې یې ټول هېواد وال په یوه پاک محط کې ژوند وکړي او له راز راز ناروغیو څخه په امن وي. په همدې هیله.