دعبدالقدیم پتیال په مړینه د بېنوا پاڼي د خواشنۍ پیغام !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61921

دخبریدو نیټه : 2014-11-02

 

 

په خواشنۍ مو یو دردونکی خبر ترلاسه کړ چي زموږ د کندهار ټکره لیکوال او شاعر په یو ډير ناځوانمردانه وسلوال برید کي  د  کندهار د پوهنتون  دننه  په صنف کي وویشتل سو او ورسته ئې روغتون ته په لاره خپل روح حق ته وسپاره .
انا لله وانا الیه راجعون

ځوان پتیال د استعدادونو او پنځوونو یو بیلګه وه چي څه باندي په شل کلنه انډيوالي او ګډ فرهنګي چوپړ کي سره ملګري پاته سوي و هغه په کندهار کي دبېنوا فرهنګي ټولني له هڅاندو غړو څخه وو او دښکلا مجلې مسول مشر پاته سوي و 
نوموړي د ښه شعر ترڅنګ ځيني څیړنیز اثار او مقالې هم ټولني ته پریښي دي .

پتیال د مرګي نه وو، هغه تاند و او لا ئې د ځوانۍ او چوپړ هیلي او ارمانونه په زړه لرله
موږ ددغه ستر غم  څخه وتلي نه یو، خپل غم مو دی .  د پتیال په ابدی کیدو ئې د لوی څښتن دربار ته په دوعاو او ژړاو  ورسپارو .
الله دي پر ورحمیږي .
کورني ، ملګرو ، ادبي چوپړوالو او کندهاریانو ته ئې د تسلیت مراتب وړاندي کوو


 دبېنوا پاڼي په استازيتوب
خالد هادي حیدري