د پښتنې ملالې یوسفزۍ کتاب « زه ملاله یم» پښتو ژباړه چاپ شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61930
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-11-03

د ملالې دغه کتاب چې د یوې برېتانوۍ خبریالې په مرسته یې په انګریزي لیکلی حبیب وقار پښتو ته ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی دی. کتاب چې پنځه څپرکي او ۳۲۷ پاڼې لري، تر ډېره د ملالې د ژوند او مبارزې په اړه لیکل شوی دی. ملاله چې په سوات کې زېږېدلې، لومړنۍ پښتنه ده چې د نوبل د سولې جایزه یې ترلاسه کړه. نوموړې دغه راز د نوبل د جایزې تر ټولو کشره ګټونکې هم ده.