جرګي د تاریخ په رڼا کي کتاب چاپ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62669
اسدالله الفت
دخبریدو نیټه : 2015-01-02

 


 جرګي د تاریخ په رڼاکي کتاب لیکوال اسدالله الفت دی چي تقریظ ورباندي د علومو د اکاډمی سلاکار څيړندوی حبیب الله رفیع ، د پولتخینک پخواني استاد پوهنمل حاجی محمد نوزادی، د علومو د اکاډمی غړی د سرمحقق مرستیال ميرزامحمد لودی ورباندی تقريظونه ليکلي او سریزه ورباندي هلمند ميشتی ځوان لیکوال شریف الله دوست سروانی ليکلي دی ، د کتاب کمپوز په خپله لیکوال کړی دی او ډيزاين يی ځوان ډيزاينر ښاغلی احمدشاه امیري کړي دی نوموړي کتاب اته څپرکۍ او ۲۶۶ مخونه لري ، په نوموړی کتاب کی د لویو جرګو تاریخي شالید او د هغوی رامنځته کیدو په اړه معلومات سته چي تر ډيره به ستاسو لوستونکو تنده پری ماته سی نوموړي کتاب د افغانستان د لویو جرګو په اړه يو داسی کتاب دی چي د ځوان کهول لپاره به تر ډيره مفيد او د يو ماخذ په توګه استفاده ځينی کولای سی ، جرګي د تاریخ په رڼا کي کتاب د مستقبل خپرندويه ټولني لخوا په ښه ډول چاپ سوی دی تاسو کولای چی نوموړی کتاب په کابل کی د مستقبل خپرندويه ټولني څخه ، په کندهار کی د افغان کتاب پلورنځي څخه ،په هلمندکي ، په خوست کي د غرغښت کتاب پلورنځي څخه ، په پکتیا کی دعلمی کتاب پلورنځي څخه ، او په جلال اباد کي د مومند کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولای سي.