په کندهار د غریبانو دلاسنيوي فتبال سیالي کندهار (ب) وګټلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63106
ظاهرجان
دخبریدو نیټه : 2015-02-08

په کندهار کی دغریبانو سره د مرستی تر نامه لاندی  دفوټبال ولایتی ټورنمینټ چی څو ورځی مخکی د کندهارفتبال فدراسیون لخوا په لاره اچول سوی وو تیره ورځ یی فاینل لوبه د کندهار ب منتخب د چمن ښارګوټی د لوبدلی څخه ۳ پر ۱ وګټله په دی ټورنمینټ کی د کندهار الف منتخب لوبدلی تر سنګه د کابل  فوټبال لوبدلی هم ګدون کړی وو چی فاینل ته یوازی د کندهار ب منتخب او چمن لوبدله وتوانیده چی لار پیدا کړي
قاسم جان اتل دکندهار د ب منتخب ترینر  یاروزنکی دی چی د لوبی په هاف تایم کی خپله میدان ته داخل سو او په دوښایستو او ښانداره ګولو سره یی د لوبی نتیجه ۳ پر ۱ د کندهار په ګته پایته ورسول او یو ځل یی بیا دکندهاریانو زړونه را ویش کړه او دا یی ثابته کړه چی وس هم اتل دی