د روژې دوهمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64247
نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2015-06-19

لیکوال : نثار احمد صمد د روژې دوهمه تحفه معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټوله دروازې تړل کیږی خو د جنت ټوله دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدګڼی نابود او ښېګڼې موجود کړی . لطفأ خپل صحیح ځوابونه په شلو ساعتونو کی را ایمیل کړئ او انعام وګټیً ؛ او د هغو دوستانو څخه منندوی یم چی ځوابونه یې رالیږلی دي . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ د قرآن پاک تر ټولو دوه کوچني آیتونه کوم دي ( بېله مقطعاتو ) ؟ ۲ ـ هغه کوم آیتونه دي چی د ( الف ) څخه تر ( ی ) پوری ټول حروف پکښی شامل دي ؟ ۳ ـ د لومړني مدني سورت نوم څه دی ؟ ۴ ـ د قرآنکریم ټوله څو سورتونه دي ؟ ۵ ـ د قرآن مجید کوم دوه سورتونه په یوځایی توګه نازل سول ؟ ۶ ـ که څوک د روژې نیولو طاقت لری مګر ویې خوری ، نو کفاره یې دا ده چی دوې میاشتی مسلسل باید روژې ونیسی . خو که په منځ کی حتی یوه ورځ هم ترې پاته سی نو څه کیږی ؟ الف : بیرته یې له سره باید شروع کړی ؛ ب : اختیار لری ؛ ج : پاته روژې دی پوره کړی ؛ د : کفاره نه بلکی یوازی قضایی لری . ۷ ـ د روژې کفاره ادا کول څه معنی ؟ الف : دوې میاشتی پرله پسې روژې نیول ؛ ب : دوې میاشتی په غیرمنظم ډول روژې نیول ؛ ج : یوه میاشت مسلسل روژې نیول ؛ د : یوه میاشت په غیر منظم ډول روژې نیول . ۸ ـ که یو چا د بل کس مځکه ناحقه قبضه کړې وی نو د قیامت په ورځ به له دې امله څه سزا ورکول کیږی ؟ الف : لاس او پښه به یې پرې کیږی ؛ ب : د مځکی تر اوومی طبقې پوری به ننه یستل کیږی ؛ ج : په دُرو( چلاخو ) به وهل کیږی ؛ د : د دوږخ په کښته طبقه کی به اچول کیږی . ۹ ـ د عربو درې مشهور بتان کوم وو ؟ الف : منات ، لات ، عزی ؛ ب : یغوث ، یعوق ، نسر ؛ ج : لات ، منات ، هبل ؛ د : لات ، منات ، سومنات . ۱۰ ـ یهودیانو د لومړي ځل له پاره په کوم کال کی جزیرة العرب ته هجرت وکړ ؟ الف : ۵۷۸ قبل المیلاد پر فلسطین د بختنصر تر حملې وروسته ؛ ب : ۷۰ میلادی پر فلسطین د تیتوس تر حملې وروسته ؛ ج : ۵۲۳ میلادی ؛ د : ټول غلط . او دا هم د نن زرین اصل : یو مسکین ته په دې نیت صدقه مه ورکوه چی هغه ستا و صدقې ته محتاج دی ، بلکی په دې نیت یې ورکوه چی ته د الله جل جلاله مغفرت او د دې صدقې و قبلېدو ته محتاج یې .