څنگه روژه؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64453
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2015-07-11


بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم امابعد:
د روژې مبارکه مياشت د الله پاک د هغونعمتونو له جملې څخه يوسترنعمت دی چي شمېرئې شونی نه دی.
د روژې مياشت ټوله د برکتونو،عبادتونو  او ښېگڼومياشت ده.
په دې کي هرقسم عبادتونه ترسره کېدای شي او ثواب ئې تربل وخت زيات دی  لکه روژه،زکات،دقرآن کريم تلاوت او نور د خيرکارونه،تردې چي په دې مياشت کي عُمره کول دومره ثواب لري لکه  د نبي اکرم – صلی الله عليه وسلم – سره په ملگرتياکي حج کول.
له دې  امله پرموږ او تاسولازمه ده چي په دې مياشت کي د خپل مهربان رب - جل جلاله – د نعمتونوشکر اداء کړو اوبايد داسي هڅه وکړو چي ددې مياشتي روژه په صحيح توگه د ايمان اوثواب گڼلوپه نيت سره ونيسو.
عن ابي هريرة -  رضي الله عنه - قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم رب صائم ليس له من صيامه إلا الجوع ورب قائم ليس له من قيامه إلا السهر ( رواه ابن ماجه واللفظ له والنسائي وابن خزيمة في صحيحه والحاكم وقال صحيح على شرط البخاري،الترغيب والترهيب للمنذري ص:۹۵ ج: ۲)
له حضرت ابوهريره – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ډېره روژه نيوونکي داسي دي چي هغوی ته  د روژې له فائدو پرته له وږي کېدو نور څه په لاس نه ورځي او ډېرشپه رڼوونکي داسي دي چي هغوی ته له عبادته پرته له بې خوبۍ نور څه په لاس نه ورځي !!
دا حديث د روژې په هکله انسان وېروي چي بايدپه دې اړه له بې فکرۍ کار وانخلي،که نه نوټوله خواري به ئې عبث  لاړه شي.
په دې حديث کي هغه څوک مراد دی چي روژه خونيسي،خونور له گناهونو،دحرامو له خوړو او غيبته ځان نه ژغوري .
نود داسي چاد روژې پايله به دا شي چي يوازي به وږی  پاته شي .
همداراز هغه څوک چي دشپې عبادت کوي،خواخلاص پکي نه وي،خلگوته ځان ښيي،نودداسي چادعبادت گټه به پرته له بې خوبۍ بل څه په لاس ورنه شي .
د روژې لپاره دامهمه ده چي بايدشپږکارونه وکړي،څو روژه ئې په ښه ورشي :
۱ : دنظرحفاظت .
۲: دژبي حفاظت .
۳: دغوږونو حفاظت .
۴: دبدن دنورو غړو له گناه څخه ساتل : دبېلگي په توگه په لاس بايد دگناه کار ونه شي،په پښو دگناه ځای ولاړ نه شي او نس بايد دحرام له خوړو وساتل شي .
۵: په روژه کي بايدله ډېرخوراکه هم ډډه وشي څوپه دې سره دروژې مقصدفوت نه شي.
۶: د روژې ترنيولو وروسته دا وېره لرل چي دا به قبوله شي اوکه نه ؟
که د دغوکارونو خيال وساتل شي،ان شاء الله تعالی روژه به مو گټوره وي اوکه دغوکارونوته پام ونه کړل شي نود فرض غاړي خوبه موخلاصي شي،خونوره گټه به موله لاسه وتلې وي .
الله پاک دي دصحيح روژو د نيولوتوفيق راکړي او زموږ کمزوري روژې دي په خپل عالي دربارکي په خپل رحم او کرم سره په اعلی توگه قبولي کړي آمين يارب العالمين
وصلی الله علی نبينامحمد وعلی آله واصحابه اجمعين