د روژې شپږویشتمه تحفه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64477
نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2015-07-13

لیکوال : نثار احمد صمد د روژې شپږویشتمه تحفه عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې موقع ده . د نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او پرهیز میاشت ده . نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه درومی . څومره چی کیدای سی باید فرضي او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات کړو ، الهی ذکر او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ، ایمان بیرته تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو.... نو په همدې شپږویشتمه تحفه تقدیموم او ستاسی د ځوابونه په تمه یم خو زما له خوا به د ټولو برخو ځوابونه تر روژې وروسته انشاالله درته وړاندی سی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com). پوښتنی : ۱ ـ د قرآن مجید څو سورتونه په صرف یو حرف سره پیلیږی او هغه کوم دي ؟ ۲ ـ الحدید څه معنی ؟ ۳ ـ التغابن څه معنی ؟ ۴ ـ امهات المؤمنین ته د کوم سورت په کوم آیت کی د پردې ( سَتر ) ، لمونځ او زکات امر سوی دی ؟ ۵ ـ د سورهً الرحمن « فبأی ربکما تکذبان » آیت څو واره تکرار سوی دی ؟ ۶ ـ د عطرو ، ګلابو ، نرګس بوی کول پر روژه څه اثر کوی ؟ الف : روژه ماتوي ؛ ب : روژه نه ماتوي ؛ ج : روژه مکروه کوی ؛ د : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی . ۷ ـ په سترګو کی دوا اچول روژه ماتوی که یا ؟ الف : هو ، ماتوي یې ؛ ب : یا ، نه یې ماتوي ؛ ج : مکروه کوی یې ؛ د : په روژه کی په سترګه کی دوا اچول اجازه نلری . ۸ ـ په قبر کی د پوښتنونکو ملایکو نومونه څه دي ؟ الف : منکر او نکیر ؛ ب : کرامأ کاتبین ؛ ج : هاروت او ماروت ؛ د : ټوله غلط . ۹ ـ د حُدیبیه تړون په کوم کال کی وسو ؟ الف : درېیم هجری ؛ ب : څلورم هجری ؛ ج : پنځم هجری ؛ د : شپږم هجری . ۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام په کوم کال پاچهانو ته لیکونه ولیږل ؟ الف : تر هجرت مخکی ؛ ب : پنځم هجری ؛ ج : شپږم هجری ؛ د : اووم هجری . او دا هم د نن زرین اصل : د نن ورځی ځوانان ډیر درانه وزنونه پورته کولای سي خو د سهار تر آذان وروسته یو بړستن ( تلتک ) هم نسي پورته کولای !